هېلټن ډېن اکرمن د افغان کرېکټ توپوهنې روزونکی ټاکل شوی

د عکس سرچینه، Cricket.af
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د سوېلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی هېلټن ډېن اکرمن یې د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه ګومارلی دی.
۴۶ کلن اېچ ډېن اکرمن په ۹۰مه لسیزه کې د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او شريلنکا کرېکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلورو ټېسټ سیالیو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ یې د انګلستان په کاونټي کرېکټ سیالیو کې لوبه کړې ده.
نوموړي په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره ډېرې منډې کړې او د کرېکټ په نړۍ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
هغه د سوېلي افریقا په کورني کرېکټ او د نامبیا کرېکټ په ملي لوبډله کې د روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړی په ۲۰۰۵ کال انګلستان ته کډه شوی او هلته یې د لیسټر شایر کرېکټ د کاونټي لوبډلمشري کړې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې اجراییه مشر لطف الله ستانکزی وايي، اکرمن به د کرېکټ خپله تجربه له افغان لوبغاړو سره شریکه کړي او د لوبغاړو د نیمګړتیاوو پوره کولو ته به یوه حللاره وټاکي.

د عکس سرچینه، Cricket.af
د افغان کرېکټ د توپوهنې نوی روزونکی په اسټرالیا کې هم د روزنې تجربه لري.
نوموړی داسې مهال په دې دنده ګومارل کېږي، چې د ولایتونو ترمنځ د چلنج کپ سیالۍ هم د راتلونکې جنورۍ پر لومړۍ نېټه پیلېږي چې د ۲۰ ولایتونو لوبډلې به پکې ګډون وکړي.
کرېکټ بورډ وايي، دا سیالۍ به په کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیلېږي.




















