د کرېکټ درې هېوادیزه لوبلړۍ: زېمبابوې پايلوبه کې افغانستان ته د ۱۷۰منډو هدف کېښود

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

زېمبابوې د کرېکټ يو ورځنيو دری هېواديزه لوبلړۍ کې افغانستان ته د ۱۷۰ منډو هدف کېښود.

دا سيالي چې د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي پچه يا ټاس یې د زېمبابوې سکندر رضا وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان لپاره راشد خان دری، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع او محمد نبي هر يوه دوې دوې وېکټې، او عظمت الله عمرزي يوه وېکټه واخيسته.

بل پلو د زېمبابوې لپاره لوبډلمشر سکندر رضا تر ټولو ډېرې (۳۱) منډې وکړې. د ده تر څنګ راين برل ۳۱ او بلېسېنګ مزرباني ۱۷ منډې وکړې.

افغانستان پایلوبې لپاره په لوبډله کې یو او زېمبابوې دوه بدلونونه راوستي دي.

افغان لوبډله کې نن د یامین احمدزي پر ځای کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل‌الحق فاروقي اخیستل شوی او زېمبابوې بیا د بېن کرن او اېرنېست ماسوکو پر ځای تادېوانشې ماروماني او نیومن نیامهوري اضافه کړي دي.

دا په تېرو ۲۳ کلونو په شارجه کې د کرېکټ‌ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د یوه ټورنمټ‌ لومړنۍ پایلوبه ده.

د افغانستان په کوربتوب د دې درې هېوادېز لوبلړۍ درېیم هېواد بنګله‌دېش و، خو دا چې په لومړي‌ پړاو کې یې له افغانستان او زېمبابوې ماته وخوړه،‌ نو له سیالیو بهر شو.

افغان لوبډله بیا تر دې دمه تر ټولو په ښه او پياوړي درېځ‌ کې ده، ځکه زېمبابوې او بنګله‌ډېش دواړو ته یې په نسبتآ‌ لوی توپېر ماتې ورکړې دې.

افغانستان اوړمه ورځ‌ (چارشنبه د اکتوبر ۲۱مه) همدلته په شارجه کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او تر هغې ورمخکې یې په دې درې هېوادیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ سیالي له زېمبابوې د ۱۵۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

ابراهیم ځراڼ‌ ۹۰ او صدیق‌آأله اتل سلیزه کړې وه
د عکس تشریح، له زېمبابوې سره تېره لوبه کې د افغانستان ابراهیم ځراڼ‌ ۹۰ منډې او صدیق‌الله اتل سلیزه کړې وه

په ټوله کې افغانستان له نننۍ سیالۍ ورمخکې د زېمبابوې خلاف ټولټال ۳۱ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۲۱ یې ترې ګټلې دي.

که څه هم زېمبابوې په تېرو اتو کلونو کې له افغانستانه ان یوه پنځوس اوریزه سیالي هم نه ده ګټلې، خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ریچارډ پایبس وایي،‌ "کله چې یوه لوبډله پایلوبې ته رسېږي، نو ټول شرایط تقریباً سره برابر وي."

هغه زیاته کړې "دا لوبه هېڅ اسانه نه ده. نو موږ باید ښه چمتووالی ولرو او خپل تر ټولو غوره کرېکټ وکړو."

د یادونې ده چې زېمبابوې د همدې درې هېوادېزې لوبلړۍ په پرانېستونکې سیالۍ کې بنګله‌دېش ته د ۹۹ منډو په توپير لویه ماته ورکړه.