منوج پراباکر د افغان کریکټ توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی

د عکس سرچینه،
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ اچوونکی منوج پراباکر یې د افغان کریکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه ګومارلی دی.
کریکټ بورډ وايي، دا کار یې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په درشل کې کړی دی.
د کریکټ بورډ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، پاباکر به له انضمام الحق سره په ګډه د ملي لوبډلې روزنه کوي او د نړیوال شل اوریز جام سیالیو تر پایه به له ملي لوبډلې سره ملتیا ولري.
منوج پراباکر په ۳۹ ټیسټ او په ۱۳۰ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو کې د هند په استازیتوب لوبه کړې ده.
نوموړي د توپ اچونې په برخه کې ځانګړي مهارتونه درلودل او د این او اوټ سوینګ (In and out swing) توپ اچونې له امله یې د نړۍ په کچه غوره شهرت درلود.
د افغان کریکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د نوموړي په دنده ګومارنه یو له غوره پایلو ډک ګام وباله او ویې وییل چې نوموړی به د خپلې روزنې په پایله کې د توپ اچونې له اړخه د ملي لوبډلې توپ اچونکو ډیری ستونزې هوارې کړي.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د منوج پراباکر توپ اچونې مهارتونو ته په کتنې سره ووییل چې، نوموړی د هغو تجربو په واسطه چې له ځانه سره یې لري، له ملي لوبډلې سره د توپ اچونې په برخه کې خورا اغیزمن ثابت کیدلای شي.














