تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وېسټ انډيز افغانستان ته ټېسټ لوبه کې په ۹ وېکټو ماتې ورکړه
د افغانستان او ويسټ انډيز د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې د جمعې په ورځ افغان لوبډلې ماتې وخوړه.
دا لوبې د هند په لکنو ښار کې وشوې، چې پکې له دې مخکې دواړو لوبډلو د شل اوره لوبو اتلولي هم لرله او افغان لوبډلې ګټلې وه.
د ټېسټ لوبې په دريمه ورځ( د نومبر ۲۹) ويسټ انډيز په ٩ ويکټو افغان لوبډلې ته ماته ورکړه او له افغانستان سره په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې بريا خپله کړه.
د افغانستان او ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ دا سیالي د چارشنبې( نومبر ۲۷) پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۷ منډې وکړې.
خو ویسټ انډيز بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۷ منډې جوړې کړې وې.
د دې د ټسټ لوبې په دویمه ورځ افغان لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې وکړې چې تر ويسټ انډيز ١٩ منډې مخکې شوی وو.
نن افغان لوبډلې د خپلې دویمې پاڼۍ پاتې لوبه کې- چې ۳ لوبغاړي یې له ځان سره لرل- د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې جوړې کړې.
په دې توګه افغان لوبډلې ویسټ انډيز ته د ۳۱ منډو کم هدف وټاکه.
ویسټ انډیز لوبډلې دغه هدف په شپږ اورو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
د افغانستان له خوا جاوید احمدي یوازینی لوبغاړی و چې د دغې لوبې په یوه پاڼۍ کې یې له پنځوس زیاتې یانې ۶۲ منډې وکړې.
د ویسټ انډيز له خوا بیا بروکس هغه لوبغاړی وو چې په لومړۍ پاڼې کې یې سلیزه وکړه.
افغان لوبډلمشر راشد خان او امیر حمزه پنځه - پنځه لوبغاړي وسوځول.
خو د ویسټ انډيز لوبغاړي راهکیم کورنال لس افغان لوبغاړي وسوځول.