پر مېرمنې ظلم: محکمې د هندي کرېکټ ستوري محمد شامي د نیولو امر کړی

د خپرېدو وخت

هندي کرېکټ لوبغاړي محمد شامي ته د هند کرېکټ بورډ پر ټویټر پاڼه د سې شنبې پر ورځ د کلیزې مبارکۍ پیغام خپور شو، خو بل لور ته د هند کولکتې ښار پولیسو د نوموړي نیولو لپاره له ځايي محکمې امر تر لاسه کړی دی. پر محمد شامي له تېر یوه کال راهیسې بېلا بېل تورونه پورې کېږي.

لومړی پر نوموړي د کرېکټ سیالیو کې د درغلیو تورونه پورې شوي وو، خو وروسته یې مېرمن جسین جهان پر محمد شامي او د ده پر ورور تور پورې کړی چې وهي ټکوي یې او زور زیاتی ورسره کوي.

د حسین جهان له عریضې وروسته د کولکتې علي پور سیمې یوې محکمې اوس پولیسو ته داسې حال کې د نوموړي نیولو امر کړی دی، چې ښاغلی شامي د هند له ملي لوبډلې سره ویسټ انډیز ته د سیالیو لپاره تللی دی.

نوموړي ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې یا محکمې ته حاضر شي او یا له نیول کېدو مخکې ضمانت تر لاسه کړي.

بل لور ته د هند کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د محکمې د امر له تفصیل لیدو وروسته به په دې تړاو پرېکړه وکړي.

ښاغلي شامي ته له مخکې دې محکمې د سپیناوي لپاره د حاضرۍ امر کړی و، خو نوموړی محکمې ته نه دی حاضر شوی، چې له کبله یې د نیول کېدو امر ورکړل شوی دی.

د ښاغلي شامي مېرمن حسین جهان د سږ کال لومړیو کې پولیسو ته د نوموړي خلاف عریضه کړې وه او له هغه وروسته یې د ایالت له اعلی وزیرې ممتا بنرجي سره هم د انصاف غوښتنې لپاره لیدلي وو.

د شامي مېرمن له دې مخکې پر هغه سیالیو کې د ټګۍ برګۍ، وهلو ټکولو او جنسي تېري تورونه پورې کړي وو او له هغه وروسته هند کرېکټ بورډ د شامي قرارداد ختم کړ.

وروسته نوموړي ته اجازه ورکړل شوه، خو په ای پي ایل سیالیو کې د بې خونده لوبې له کبله انګلستان سره له لوبو بهر شو. وروسته نوموړی په یوه ترافیکي پېښه کې هم ټپي شو.

د ای پي ايل سیالیو پر مهال پولیسو له نوموړي د مېرمنې وهلو ټکولو قضیه کې پوښتنې کړې وې، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي وو.