د هندي کرېکټ لوبغاړي شامي د مېرمن پر کاليو بحث

د خپرېدو وخت

هندي کرېکټ لوبغاړي محمد شامي د ټولنیزو رسنیو پر هغو کاروونکو نیوکې وکړې چې د ده مېرمن ته یې د کالیو د اغوستلو پر بڼې سپکې سپورې لیکلې وې.

شامي د یکشنبې پر ورځ د خپل مېرمنې عکس پر فېسبوک او ټوېټر کېښود او ویې لیکل "ښکلې شېبې ".

خو ځینو کاروونکو ورته ولیکل چې اسلام دې له پامه نه غورځوي او "حجاب او سترلرونکې جامې واغوندي ".

د کرېکټ لوبغاړي بیا د دوشنبې پر ورځ پر ټوېټر ولیکل "پوهېږم د خپلې کورنۍ په اړه څه وکړم او څه ونه کړم ".

ځینو لیکلي ول چې شامي "دې وشرمېږي چې خپله مېرمن یې پرې ایښې چې بربنډ کالي واغوندي ".

شامي په ځواب کې ورته لیکلي ول چې " مېرمن او ماشومان مې زما د ژوند هملارې دي، زه ښه پوهېږم چې هغوی ته څه وکړم او څه ونه کړم. (د چا د پېژندلو لپاره) موږ ټول باید دننه (د انسان زړه ته) وګورو چې څومره ښه دی ".

د بل کرېکټ لوبغاړي محمد کیف په ګډون ځینو نورو کسانو د ښاغلي شامي پر ټولنیزې شبکې د یو شمېر کاروونکو "له شرمه ډکې څرګندونې " غندلي.

هند کې پر پېژندلو شوو څېرو ډېری مهال ورته ګوزارونه کېږي او کله نا کله ګواښل کېږي هم.

تېره اوونۍ د ټوېټر ځینو کاروونکو د بالیووډ ستورې کارینا کپور او سیف علي خان ته هم دې ته ورته سپکوونکي پیغامونه لیکلي وو، ځکه چې هغوی د خپل نوي زېږېدلي ځوی نوم تیمور ایښی دی.