تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند غواړي تر ۲۰۴۰ پورې ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي
هند حکومت وايي، په پام کې لري، چې تر ۲۰۴۰ کال پورې ستورمزلی سپوږمۍ ته واستوي.
د دې هېواد فضايي ساینسپوهان غواړي تر ۲۰۳۵ کال پورې یو فضايي سټېشن هم چمتو کړي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر سې شنبه د دې پرواګرامونو د اعلان تر څنګ له ساینسپوهانو غوښتي چې مریخ او زهرې ستوریو ته هم د ماموریتونو پر استولو کار وکړي.
په اګست میاشت کې هند لومړنی هېواد شو، چې د سپوږمۍ سویلي برخې ته ماموریت واستوي او دغه راز یې په سپتمبر میاشت کې د لمر سترګې د څېړنې لپاره راکټ واستاوه.
د هند فضايي څېړنو اداره (ای اېس ار او) پر ګګنیان نومي فضايي ماموریت هم کار کوي، چې پر مټ یې وکولای شي انسانان ۴۰۰ کیلومتره بهرني مدار ته واستوي او بېرته یې په خوندیتوب سره د هند اوبو ته ستانه کړي.
دا اداره به پر شنبه دې لړ کې یوه مهمه ازموینه ترسره کړي. له دې وروسته به یوه بله ازموینه هم وشي چې پکې به روباټ بهرنۍ فضا ته واستول شي.
دا ازموینې له هغه وروستي ماموریت استولو مخکې کېږي، چې پکې به د ۲۰۲۴ کال له پای ته رسېدو مخکې انسانان فضا ته واستول شي.