تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډاکټر له مشورې پرته د انټي بیوټیک خوړل څومره خطرناک دي؟
د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو کې يو شمېر خلک د ډاکټر له مشورې پرته درمل کاروي. د بېلګې په توګه، که څوک د سر درد، د معدې درد یا د بدن په کومه برخه کې درد ولري، پخپله له درملتونه درمل اخلي.
د دې درملو په سر کې انټي بیوټیک راځي چې د کارولو د زيانونو په اړه يې ډېری خلک خبر نه دي.
د پاکستان عظمی شاهين هم د هغو کسانو له ډلې ده چې له اوږدې مودې راهيسې يې د ډاکتر له مشورې پرته انټي بيوټیک کارول.
نوموړې وايي، کله چې به مې معدې درد کاوه، ما به انټي بيوټيک وخوړل، درد به مې کرار شو، دا کار مې د اوږدې مودې لپاره وکړ.
عظمی وايي، "يوه ورځ مې سخت درد درلود، په څلورو ساعتونو کې مې دوه ځله انټي بيوټیک وخوړل، داسې مې احساسوله چې هېڅ هم پر ما اغېز نه کوي، هغه ورځ مې ډېره په درد کې تېره کړه."
له پرلپسې دردونو وروسته چې عظمی ډاکټر ته ورغله، هغه ورته وويل، چې د ډېرو او په دوامداره توګه د انټي بيوټیکو کارولو له کبله یې اوس پر بدن درمل اغېز نه کوي.
نوموړې وايي، "د دې خبرې په اوردو ډېره حیرانه شوم، زما بدن دومره خوږېده چې خبرې مې نشوی کولی. ډاکټر وويل اوس چې کوم انټي بيوټک درمل درکوم هغه به ستا پر بدن ژر اغېز ونکړي."
د شاهین ستونزې دلته پای ته ونه رسېدې، په روغتون کې له څلور ورځو بسترېدو وروسته چې کور ته ستنه شوه، د انتي بيوټیکو د غیر ضروري کارونې له امله يې پر بدن ناوړه اغېزې راڅرګندې شوې، د کانګو او اشتها له کموالي تر څنګ له نورو ستونزو سره مخ شوه.
نوموړې وايي، "کله چې کور ته راغلم سر مې خوږېده. د درملو د اغېز له کبله مې اشتها په بشپړه توګه له لاسه ورکړه او نشوی ويده کېدلی. د شپږو مياشتو په تېرېدو هم زما معده د دې درملو تر اغېز لاندې ده."
ولې د شاهین پر بدن انټي بيوټيک اغېز نه کوي؟
د عظمی په څېر به ګڼ نور ناروغان هم وي چې نه پوهېږي ډېر انټي بيوټيک ورته زيان اړولی شي.
بي بي سي له داسې څو کسانو وپوښتل چې اياد دوی په خپله انټي بيوټيک اخلي او يا د ډاکتر په مشوره يې کاروي. ډېری وويل چې دوی د تبې، ستوني درد يا بلې کومې وېروسي ناروغۍ پر مهال په خپله درمل اخلي. د داسې کسانو شمېر کم وو چې ويل يې په خپل سر دوا نه خوري.
انټي بيوټيک درمل د ډاکټرانو له خوا ناروغانو ته ورکول کېږي خو دا مهمه ده چې پوه شئ انټيربيوټيک د زکام، ټوخي او تبې لپاره هېڅ د ګټې وړ نه دي او کار نه ورکوي.
که چېرې څوک دا ډول ناروغۍ ولري، ښايي د بېلابېلو دليلونو له کبله وي، لکه موسمي ناروغي، فنګس او يا هم د هورمونونو له کبله. په داسې حال کې انټي بيوټيک خوړل ګټه نه لري.
روغتياپوهان وايي، څومره زيات چې انټي بيوټک کاروئ، هغومره يې پر باکترياو اغېز کمېږي، يعنې باکتريا د وخت په تېرېدو په خپل ځان کې داسې بدلونونه راولي چې درمل پرې اغېز نه کوي.
د پاکستان د طبي علومو انسټيټوټ يوه ډاکتر طارق بي بي سي ته وويل، "زموږ په بدن کې موجودې باکترياوې بدلېږي، که موږ د داسې ناروغيو پر مهال انټي بیوټیک واخلو چې اړتیا ورته نه وي، نو باکتریا په خپل ځان کې بدلون راولي. خو کله چې د یوې ناروغۍ لپاره انټي بیوټیک ته اړتیا وي، په داسې حالت کې هېڅ اغیز نه کوي."
ډاکټر طارق وايي، په پاکستان کې داسې ډېرې پېښې مخې ته راځي چې انټي بيوټيک پر ناروغانو هېڅ اغېز نه کوي.
انټي بیوټیک هغه درمل دي چې د ډاکټرانو لخوا ډېر وړاندیز کېږي.
ډاکټر طارق وايي، ډاکټران بايد اوس له ډېر فکر او معاينې وروسته ناروغانو ته د انټي بيوټیک درمل ورکړي او د ډاکټر له خوا د ورکړي په صورت کې بايد په منظم ډول وخوړل شي.
د طبي مجلې لانسیټ په وینا، یوازې په ۲۰۱۹ کال کې، په ټوله نړۍ کې له یو اعشاریه ۲۷ میلیونو ډېر خلک د درملو پر وړاندې د مقاومت لرونکو باکتریاو له کبله مړه شوي وو.