'سیفیلس' څه ډول ناروغي ده او په ټوله نړۍ کې ولې مخ په ډېرېدو ده؟

روغتیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

'سیفیلس' یو له پخوانیو پېژندل شویو ناروغیو ده چې د جنسي اړیکو له لارې یې انتانات یا میکروب له یوه انسانه بل ته لېږدول کېږي.

دغه ناروغي چې یو وخت په کمېدو وه، اوس په خطرناک ډول خورېږي.

د سیفلیس لومړۍ پېښه په ۱۴۹۰ کال کې ثبت شوې، له هغه وخته دې ناروغۍ ته بېلابېل نومونه کارول شوي دي. د بېلګې په توګه "فرانسوي ناروغي"، "نپلس ناروغي" یا "د پولنډ ناروغي"، چې ډېری وخت د مختلفو هېوادونو او سیمو د خلکو لپاره دا نوم د خوښې وړ نه و.

د دغې ناروغۍ نښې په لومړیو پړاوونو کې په اسانۍ نه پېژندل کېږي. ستونزه دا ده چې که درملنه یې ونه شي، کېدای شي جدي او خطرناکې پایلې ولري.

۳۳ کلن توشار په امستردام کې دوه ځله په سیفیلس اخته شوی. هغه وايي لومړی ځل یې د 'وتس اپ' له لارې له هغه چا، په دې ناروغۍ د اخته کېدو پیغام ترلاسه کړ چې جنسي اړیکه یې ورسره نیولې وه.

هغه وايي: "دا ډېره خواشینوونکې وه. ځکه هغې ویل دا زما ګناه وه او له ما څخه پرې اخته شوې ده، خو لنډ وخت ته په کتو داسې څه ممکن نه وو. دا یو ډېر عجیب تور و او د خپګان لېرې کېدلو یو څه وخت ونیو."

توشار سملاسي معاینه شوی او درملنه یې شوې. هغه وايي: "خلک په تېروتنه فکر کوي چې د سیفیلس درملنه نه شي کېدای."

په امریکا کې د ۲۰۲۳ کال اپرېل میاشت کې د جنسي اړیکو له لارې د لېږدول شویو ناروغیو په اړه وروستۍ شمېرې خپرې کړې، چې ښيي سیفیلس ناروغي د نورو ناروغیو پرتله خورا زیاته شوې ده.

د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د د دغې ناروغۍ د پېښو شمېر شاوخوا ۳۲ سلنه ډېر شوی او په تېرو اویا کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو خبرداری ورکړی چې د دغې ناروغۍ د کمېدو هېڅ نښې نښانې نشته.

روغتیا

د عکس سرچینه، Getty Images

په ځانګړې توګه، د ځانګړو غړو سیفیلس پېښې په چټکۍ سره زیاتې شوي. په دې حالتونو کې، د مېندوارۍ پر مهال، مور ماشوم ته میکروب لېږدوي، چې ډېری وخت یې له خپل ملګري د جنسي اړیکې له لارې اخیستی وي. شمېرې ښیي د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په امریکا کې دا ډول انتانونه ۳۲ سلنه ډېر شوي دي.

دغه میکروب یا انتان د مړ ماشوم زېږولو، په ماشومتوب کې مړینه، یا هم د یوه کس د ژوند په اوږدو کې اوږدمهاله روغتیایي ستونزې رامنځته کوي.

د سیفلیس ناروغي په شمېر کې ګړندي زیاتوالي د روغتیا کارپوهان حیران کړي دي.

دا ستونزه یوازې په امریکا کې نه ده، د نړیوال روغتیا سازمان په وینا، په ۲۰۲۰ کال کې د سیفیلس شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیونه نویو پېښو راپور ورکول شوی دی. په بریتانیا کې ، په ۲۰۲۲ کال کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۹۴۸ را وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی.

د دې ناروغۍ لامل یو ډول باکتریا ده چې "تریپونیمیا پالیدوم" نومېږي او د ناروغۍ نښې په څلورو پړاوونو کې څرګندېږي. په لومړي پړاو کې، د تماس په ځای کې بې درده ټپ یا نخاع ښکاري. په لومړیو مرحلو کې د پنیسیلین پیچکارۍ د درملنې تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي. که په لومړیو پړاوونو کې د سیفیلس ناورغي درملنه ونشي، دا کولای شي د زړه او عصبي ناروغیو لامل شي.

د میندوارۍ پر مهال جنین ته د ناروغۍ لېږد کولای شي جدي پایلې ولري لکه ماشوم ضایع کېدل، مړ زېږون، له وخته مخکې زېږون، د وزن کمېدل او تر زېږون لږ وروسته د ماشوم مړینه.

خو ساینس پوهان لا تر اوسه نه دي توانېدلي یو ګډ نظر ته ورسېږي چې ولې سیفیلس د نورو جنسي اړیکو له لارې د نورو لېږدوونکو ناروغیو پرتله په چټکۍ وده کوي.