د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو غوښتي چې د روغتیايي کارکوونکو ساتنې او پر روغتیا پانګونې ته پام ډېر کړي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, مامون درانی
- دنده, بیبیسی _ افغانستان
- د خپرېدو وخت
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او ، چې نن د دغه سازمان د جوړېدو ۷۵مه کلیزه لمانځي، د روغتیا د نړیوالې ورځې په تړاو له حکومتونو او مشرانو غوښتي چې د روغتیايي کارکوونکو دساتني او روغتیا برخه کې پانګونې ته پام ډېر کړي.
ددغه سازمان په وینا دا د روغتیا او د څار د برخې کارکوونکي دي، چې د روغتیا او اقلیمي بدلون په څېر بېړنیو حالاتو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر هم په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو د فعالیتونو په تړاو اندېښنې او نظرونه لري.
د ښځینه ډاکټرانو کمښت او لیرې پرتو سیمو ته د روغتیايي کارکوونکو نه لېوالتیا یو له هغو شکایتونو دي، چې له پخوا موجودې وې.
دغه راز په وروستیو کلونو کې په ځینو سیمو کې د جګړې دوام د دې لامل شوی چې اوسیدونکي یې له روغتیایې چوپړونو بې برخي پاتي شي .
د افغانستان په سوېل د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې، چې تېرو شلو کلونو کې د جګړې کرښه وه، ځايي اوسېدونکي یې وایې لا هم په خپله سیمه کې بشپړ روغتیایي مرکز نه لري.
ددغه سیمې اوسېدونکي اړ دي، چې د عادي عملیاتي ستونزو لپاره مرکز لښکرګاه یا هم کندهار ته ولاړ شي، چې اوږد واټن باید ووهي.
په لېرې پرتو سیمو کې روغتیایې چوپړونو ته د لاسرسي حالت د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې یو ډول دی.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمد کبير وايي، سره له دې، چې د روغتیایي خدمتونو تشه یې په ځینو سیمو کې په ګرځنده روغتيايي ټیمونو ډکه کړې، خو په لېرې پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتیاو ته لا هم لاسرسی پراخ نه دی.
ښاغلی کبیر وایې د هرات په ادرسکن، شینډنډ او فارسي ولسوالیو کې روغتیایي چوپړونه کمرنګه دي او دوی هڅه کوي چې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لارې دغه تشه ډکه کړي. خو نوموړی وایي نړیوال بنسټونه، چې وړاندې یې د روغتیا برخه کې کار کاوه اوس په هغه اندازه مرسته نه کوي .
ځکه نو د روغتیایي مرکزونو برخه کې ستونزې پراخې دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د جګړو پر مهال شاوخوا څلوېښت سلنه سیمې له روغتیايي خدمتونو بې برخې وې.
ددغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان بي بي سي ته وویل، دوی هڅه کړې چې روغتیايي خدمتونه ټولو سیمو ته وغځوي.
ښاغلی شرافت وایې د طالبانو حکومت له واکمنۍ مخکې نژدې څلوېښت سلنه سپینې سیمې وې او د دغو سیمو خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې وو. ''په تېر يو نيم کال کې نژدې دوه سوه نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شوي او په هغو سيمو کې چې خلک يې له روغتيايي خدمتونو بې برخې وو، پنځه سوه ګرځنده روغتيايي ډلې جوړې شوې دي. د دې ستونزې د حل لپاره په ټولو روغتيايي مرکزونو کې شپږ زره نوي روغتيايي کارکوونکي په دندو وګمارل شول، چې د کارکوونکو کمښت پکې موجود وو. د افغانستان د روغتیا وزارت په پام کې لري، په هغو سیمو کې چې سپینې ساحې بلل کیږي، نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، څو په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې هر څوک معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي. ''
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۶۰۰ نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلان تر لاس لاندې دی. او په هغو سیمو کې چې روغتیايي مرکزونو پراخېدو ته اړتیا لري ، هغو ته به نور اسانتیاوې برابرې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان ددغه بنسټ د جوړېدو د ۷۵ یمې کلیزې شعار ''روغتیا د ټولو لپاره'' دی. خو د افغانستان په څېر په کړکېچ کې ښکېل او بې وزلي هېوادونه لا هم خپلو ټولو اوسېدونکو ته د روغتيايي چوپړونو په برابرولو کې ستونزه لري او تر ډېر دغه چاره د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو سره تړلې او تر ډېره یې تکیه پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو کیږي.
تېره اوونۍ په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ادارې په خپل میاشتني راپور کې خبرداری ورکړی و، که د روغتیايي چوپړونو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ورنکړل شي، د ۱۴ میلیونو ډېرو اړمنو خلکو د ځان ژغورولو چارې به محدودي شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره شاوخو دوه نیم میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده. د کرونا ناوړه پايلې، د اقليمي بدلون له امله رامنځته شوي طبيعي افتونه، د اوکراين کړکېچ او د خوراکي توکو پر پروګرام يې اغېزې د نړيوال روغتيايي پروګرام پر وړاندې ستر خنډونه بلل کېږي او د دې ننګونې د له منځه وړلو لپاره د نړۍ ټولو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا ده.




















