تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ون وېب؛ د یوه بریتانوي شرکت ۳۶ سپوږمکۍ د هندی راکټ په وسیله فضا ته وتوغول شوې
لندن کې مېشت د فضايي سپوږمکیو شرکت ون وېب (OneWeb) د نړۍ د انټرنېټ سیستم ته د یوې بلې ۳۶ ډول ستوربېړۍ په استولو سره بېرته په دې برخه کې خپل فعالیت روان کړ.
دغه سپوږمکۍ د هند له شري هاریکوتا ټاپو پر 'جي اس اېل وي' توغوونکي د ځمکې مدار ته واستول شوې.
ون وېب پسرلي کې تر هغې وروسته فضا ته د مخابراتو برخې د سپوږمکیو استول درولي وو چې د روسیې له سویوز توغنديو کارولو منع شول.
د یکشنبې پر ورځ له توغېدل شویو سپوږمکیو سره د ځمکې پر مدار د یاد شرکت د سټلایټونو شمېر ۴۶۲ ته لوړ شو.
دا شمېر د هغې اندازې څه باندې اویا سلنه جوړوي چې ون وېب ته په خپل لومړي نسل شبکې د ټولې نړۍ پوښښ لپاره په کار ده.
دغه شرکت ته د ټولې نړۍ بشپړ پوښښ لپاره ۶۵۰ سټلایټونه په کار دي.
دا شرکت چې د برېتانیا حکومت هم ونډه پکې لري، تمه لري چې دغه شمېر د را روان کال تر نیمايي پوره کړي.
دا سپوږمکۍ د یکشنبه شپې پر دوولسو بجو او اوو دقیقو د هند په اندرا پردېش ایالت کې د هند د سټلایټ توغولو پیاوړي توغوونکي جیوسېن کرونس سټلایټ لانچ (Satellite Launch Vehicle (GSLV فضا ته واستولې او یو نیم ساعت وروسته په ۶۰۰ کېلیومتره لوړوالي چورلیځ ته ورسېدې.
بیا به څو اونۍ نور وخت هم ونیسي چې دغه سپوږمکۍ به په ۱۲۰۰ کيلومتره نور لوړوالي قطبي چورلیځ ته رسېږي.
په تېره مارچ میاشت کې د دغه شرکت وضعیت ښه نه برېښېده. پر یوکرایین د روسیې جګړې یې لرلیدونه تت کړي وو.
پر روسیه د لویدیځ بندیزونه د دې لامل شول چې ون وېب شرکت د روسیې سویوز فضايي توغندي ونشي کارولی.
په داسې حال کې چې د خپلو سپوږمکیو له درې برخې یوازې دوې برخې يې د ځمکې چورلیځ ته استولي وو د نورو توغنديو استوونکو په لټه کې شول.
په دې موده کې له سپېس اېکس او رېلېټیفلي سپېس امريکايي شرکتونو او د هند له نیو سپېس اېنډیا شرکتونو سره پر تړونونو لاسلیکونو بریالي شول.
ون وېب همدا اوس هم د لوړ سرعت انټرنټ خدمات د ځمکې د کرې تر شمال پنځوس او سوېل پنځوس درجو پورې وړاندې وړاندې کوي چې دا اوسنی توغېدلی سټلایټ او یوبل چې د روان کال تر پایه توغېږي د ټولې نړۍ پوښښ ته دا شرکت یو ګام نور هم ورنږدې کوي.
د ون وېب اجرايي مشر نيل ماسټرسن ویلي د نوي میلادي کال تر پیل مخکې هڅه کوي چې دغه سټلایټونه ځای پر ځای او د خپلو خدماتو ساحه پنځه وېشت درجو نورو ته هم پراخه کړي.
له مارچ میاشتې راهیسې یو مهم خبر دا هم ګرځي چې ون وېب او د مخابراتو فرانسوی شرکت اېیوټېل سټ (Eutelsat) سره مدغمېږي.
د فرانسې دغه مخابراتي شرکت په آسمان کې پورته لوړې ستوربېړۍ هم لري چې په جیوسټېشنري مدار ۳۶۰۰۰۰ کيلومتره لوړې ځای پر ځای دي.
دا شرکت په نړۍ کې مخامخ کورونو ته د تلویزیون د مخامخ ورکړې خدماتو وړاندې کوونکی هم دی.
د ون ویب او اې یو ټېل سټ شرکتونو د یو ځای کېدو پر بهیر کار روان دی.