د هند په یوه کلي کې د ټلویزیون او ګرځنده ټیلیفون بندولو ګټې

د خپرېدو وخت

د هند د مهاراشترا ایالت په یوه کلي کې له دوو عصري بوختیاوو، ټلویزیون او ګرځنده ټیلیفون څخه لږ تر لږه په ورځ کې د څو ساعتونو لپاره د "خپلواکي" اعلان شوی دی.

د مهاراشترا سنګلي ولسوالۍ په ودګاون کلي کې هر ماښام په اوو بجو یو زنګ وهل کیږي او د کلي ټولو اوسیدونکو لپاره نښه ده چې خپل ټلویزیونونه او ګرځنده تلیفونونه بند کړي.

د بوختیا دغه دوه وسیلې بېرته هغه وخت روښانه کیږي چې د کلي د شوار مشر د ماښام په اته نیمو بجو بیا زنګ ووهي.

د کلي د شورا مشر ویجې موهېت بي بي سي هندي ته ویلي " موږ د اګست په ۱۴ نیټه د هند د خپلواکۍ ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې کې پرېکړه وکړه، چې باید د دغه روږدیتوب مخه ونیسو" نو په بله ورځ یې ټول ګرځنده ټیلیفونونه او ټلویزیونه د زنګ په وهلو سره بند شول.

ودګاون کلی شاوخوا ۳۰۰۰ وګړي لري چې زیاتره یې بزګر او د بورې فابریکې کارکوونکي دي.

د ښاغلي موهېت په وینا د کوېیډ۱۹ وبا پر مهال ماشومان د انلاین زده کړو لپاره تر ډېره په ټلویزیون او ګرځنده یا موبایل ټیلیفونونو پورې وتړل شول. خو سږکال ښوونیز مرکزونه بېرته پرانیستل شوي دي، چې اوس زده کوونکي هم په خپل ټولګیو ته ستانه شوي.

هغه وايي زده کوونکي ټولګیو ته راستانه شوي دي، خو دوی ناست وي په ټیلیفونونو کې ګوتې وهي او یا هم ټلویزیون ګوري او زیاتوي زیاتره لویان هم خپل ډېر وخت له دغو وسیلو سره تېروي او له یو بل سره خبرې نه کوي.

یوه مېرمن وانډانا موهېت بیا وايي د هغې لپاره د خپلو دوو ماشومانو څارنه ستونزمنه ښکاري، ځکه د هغوی بشپړ تمرکز په ټیلیفون کې په لوبو کولو او یا هم د ټلویزیون په لیدلو دی.

آغلې وانډانا وايي له کله چې نوې تګلاره پیل شوې زما د مېړه لپاره ډېره اسانه ده چې له کاره تر را ستنېدو وروسته له ماشومانو سره په زده کړو کې مرسته وکړي. او زه په ارامه زړه په پخلنځي کې خپل کار کوم.

په کلي کې ډېر کسان هر ماښام د ټلویزیون او ګرځنده ټیلیفونو له بندلو سره موافق نه وو. د کلي د شورا لپاره هم دا اسانه نه وه چې ټول په دې نظر سره موافق کړي.

ښاغلی موهېت وايي کله یې چې په شورا کې د دغې موضوع وړاندیز وکړ، نارینه وو پر دې نظر وخندل. خو وروسته یې د کلي شورا ښځې راټولې کړې، دوی وویل کولای شي چې د ټلویزیوني سریالونو لیدل د څو ساعتون لپاره بند کړي. دوی به ټلویزیونونه او ګرځنده موبایلونه د څو ساعتونو لپاره بندوي. په بله غونډه کې بیا پرېکړه وشوه چې د کلي د معبد پر سر به یو زنګ وتړي.

ددې پرېکړې پلي کول کومه اسانه خبر نه وه. کله به چې زنګ ووهل شو، د شورا کارکوونکي د کلي شاوخوا ګرځېدل او له خلکو یې غوښتل چې خپل ټلویزیونونه بند کړي. ښاغلی موهېت وايي اوس په ټول کلي کې پرېکړه په بشپړ ډول پلې شوې ده.

خو ایا د لنډ مهال لپاره د ټلویزیون او ټیلیفون بندول څه ګټه کوي؟

د ارواه پوهنې پروفیسور ډاکټر منوج کمار شرما وايي، هو! دا کولی شي، ځکه زیاتره کسانو د کوېیډ ۱۹ ناروغۍ پر مهال ډېر وخت انلاین بوختیاوو ته ورکړی وو او خلک پرې بوخت شوي وو.

یوه څېړنه چې د ډاکټر شرما او د هغه د همکارانو له خوا پر ۶۸۲ تنو ترسره شوې، ښوولې، د ځوانانو ترمنځ د انټرنټ کارونه په چټکۍ سره پراخه شوې وه چې ستونزې یې هم رامنځ ته کړي. او دا له خورا جدي ننګونو څخه وې چې د انټرنټ ډېر کارولو له امله راپورته شوې دي.

څېړنې موندلې چې د د انټرنټ غیر تولیدي کارونې، ستونزې او خطرونه هم ډېروي. دا رواني فشار لامل کېدای شي او د ځوانانو د ژوند ډېرو اړخونو ته د زیان رسولو شونیتا هم رامنځ ته کولای شي.

ډاکټر شرما وايي: "ماشومان خبرو کولو ته اړتیا لري او تاسو باید ډاډ تر لاسه کړی چې دوی له انلاین بڼې پرته، فزیکي او تفریحي فعالیتونه هم لري. په کافي اندازه خوب کوي او خواړه خوري. "

د ودګاون کلي اوسېدونکی دلیپ موهېت وايي درې زامن یې ښوونځي ته ځي. د کلي تر پرېکړې وروسته هغه په خپلو بچیانو کې توپیر ویني. "ماشومانو مخکې زده کړو ته پام نه کاوه خو اوس په کور کې په عادي ډول خبرې اترې شته، ان د لویانو ترمنځ هم. "