د لټون داسې وېبپاڼه چې اعلانونه پکې نشته او فعالیتونه مو پکې نه څارل کېږي

Neeva screenshot

د عکس سرچینه، Neeva

د خپرېدو وخت

د نیوا په نوم د لټون تازه جوړې شوې وېبپاڼه چې اعلانونه نه لري او د کاروونکو فعالیتونه هم نه څاري، تېره اونۍ په برتانیا، فرانسې او جرمني کې پرانیستل شوه.

دغه لټونپاڼه په امریکا کې ۶۰۰ زره کاروونکي لري او هلته تېر کال پرانیستل شوې وه.

جوړونکی یې سریدار راماسوامي، چې ګوګل شرکت کې یې ۱۶ کاله کار کړی او د اعلانونو برخې مسولیت يې درلود بي بي سي ته یې وویل، د ټکنالوژۍ سکټور کې د خلکو له مالوماتو ناوړه کټه اخیستل کېږي او دی نور نه غواړي په دې چاره کې ښکېل وي.

لټونپاڼې تر ډېره د خلکو انلاین فعالیتونو په اړه معالومات هغوی ته د اړونده اعلانونو ښودلو لپاره شریکوي.

نیوا تر دې دمه له پانګوالو څه باندې ۷۷ ميليونه ډالره ټول کړي.

د دغې لټون پانې ځیني خدمتونه یې وړیا دي خو ځیني نور یې میاشتنی فیس غواړي. لکه د وي پي ان کارول یې.

ښاغلی راماسوامي وايي، "موږ احساس کاوه چې عادي لټونپاڼې کاروونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو پرتله اعلانونو او اعلان کوونکو ته ارزښت ورکوي.

دی وايي، "ګوګل د لټونپانو بازار کې له نورو برلاسی دی. خو نوښت او له ناوړه تجربو زده کړه پکې نشته او د یوه شرکت په توګه اړ دی چې له خپلو ونډوالو ډېر عاید او ګټه ترلاسه کړي. نو ځکه د اعلانونو شمېر ډېروي."

Neeva creator Sridhar Ramaswamy

د عکس سرچینه، Neeva

د عکس تشریح، سریدار راماسوامي

که په ګوګل او نیوا دواړو کې د "مایګرین" (migraine) کلمه وپلټئ د دواړو د پایلو لومړۍ پاڼه په کافي اندازه ورته ده او د کلمې په اړه د خبرونو مقالو او حقیقي معلوماتو ته لېنکونه راځي.

خو که د یوه برنډ نوم پکې وپلټئ بیا یې پایلې توپیر لري.

کله چې مو بي ام ډبلیو (BMW) ولټاوه نو ګوګل د موټر جوړونکي رسمي وېبپاټې او ويکیپېډیا پانې تر څنګ د خواله رسنیو ځینو پاڼو او پوستونو لېنکونه هم ښيي. خو نیوا یوازې د بي اېم ډبلیو بېلابېلې رسمې پاڼې ښيي.

بېشکه چې د ګوګل د لټون لمنه پراخه ده او د بي ام ډبلیو په اړه بېلابېل مالومات ښيي خو تاسو د موټر اخیستو ته هم هڅوي.

کله چې خلک په کروم لټونپانه کې یو څه لټوي که وغواړي یا نه د یو شمېر شرکتونو سوداګریز اعلانونه یې مخې ته راځي. دې کار کې ستونزه دا ده چې ګوګل د کاروونکو په اړه ځیني مالومات ټولوي او ساتي یې.

خو د نیوا د کارولو یوه ګټه داده چې خپلسري سوداګریز اعلانونه مو مخې ته نه درولي. خو له دې سترګې نشي پټېدای چې د ګوګل لټون لمن پراخه ده.

د ګوګل برلاسي او شهرت له دې مالومولی شئ، که یو چا ته ووایې چې ګوګل یې کړه هغه پوهېږي چې په ګوګل کې يې ولټوي خو نورې لټونپانې دومره نه دي عامې شوي.

خو د داسې لټونپانو د جوړېدو ښه والی دا دی چې هغه کاروونکي به د غوراوي حق ولري چې د خپلو مالوماتو محرمیت په اړه اندېښمن دي او نه غواړي ګوګل یې د لټونونو مالوماتو پر اساس سوداګریز اعلانونو وروښيي.