داسې وېروس چې انسانانو کې سرطان ختموي

سرطان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

بریتانوي ساینسپوهان وايي، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره پر انسانانو د یو لړ نویو څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د یوه عادي وېروس په مرسته د ناروغ په بدن کې پر سرطان ککړې حجرې له منځه وړل کېدای او د دې ناروغۍ درملنه پرې کېدلی شي.

د دې ازموینې په پایله کې یو ناروغ بیخي له سرطان رغېدلی او د ځينو نورو تومورونه ورسره په وړېدو شوي دي.

دا درمل د هرپس سيمپلکس په نوم د هغه ویروس له کمزورې شوې بڼې جوړ شوي چې څوک پرې ککړ شي نو عموماً یې خوله او شونډې وځي خو اوس دا ویروس د سرطان له کبله د رامنځ ته شوي تومور له منځه وړلو لپاره کارېږي.

که څه هم په دې اړه لا پراخې او ژورې مطالعې ته اړتیا ده خو پوهان وايي، هغو ناروغانو ته د دې وېروس پېچکاري کول ښايي ژوند ژغورونکې ګټه وکړي چې د سرطان په پرمختللي ډول اخته دي.

ستن یا پېچکاري پخپله تومور ته وهل کېږي او پر سرطان دوه ډوله برید کوي.

لومړی پر سرطان ککړو حجرو برید کوي او چاودوي یې او بیا په بدن کې د مدافعت سیسټم فعالوي.

هغه سړی ورغېد چې ورته ویل شوي وو، د درملنې لار یې نه شته

سرطان

د عکس سرچینه، KRZYSZTOF WOJKOWSKI

د عکس تشریح، ښاغلی وویکوفسکي زیاتوي، "ما ته په هرو دوو اوونیو کې یو ځل د پنځو اوونیو لپاره دغه پیچکاري راکول کېدله چې زما سرطان له منځه یوسي. اوس دا دی دوه کاله شول چې سرطان ختم شوی دی."

د لوېدځ لندن یو اوسېدونکی ۳۹ کلن کرېستوف وویکوفسکي له هغو ناروغانو دی چې منلې یې وه د سرطان څېړنې او د بریتانیا د رایل مارسډن بنسټ له لوري ازموینه ورباندې ترسره شي.

دی په ۲۰۱۷ کې د خولې د لعاب غدودو په برخه کې پر سرطان اخته شوی و. ډېره درملنه او عملیات یې وکړل خو ناروغي یې لا ډېره شوه.

دی وايي، "ما ته ویل شوي وو چې بله هېڅ لاره نه ده پاتې او زه داسې درملل کېدلم لکه مرګ ته چې ورنږدې کېږم. دا ډېره غموونکې وه نو ځکه دا ډېره ښه وه چې په دې ازمويښت کې برخه واخلم."

داسې ښکاري چې اوس د دغه ویروس په مرسته د ده سرطان په ختمېدو دی.

ښاغلی وویکوفسکي زیاتوي، "ما ته په هرو دوو اوونیو کې یو ځل د پنځو اوونیو لپاره دغه پیچکاري راکول کېدله چې زما سرطان له منځه یوسي. اوس دا دی دوه کاله شول چې سرطان ختم شوی دی."

په دې طبي ازمویښت کې څلوېښتو ناروغانو ګډون کړی. ځینو ته همدغه د ویروس پیچکاري ورکړل شوې چې ار.پي.۲ یې بولي او ځينو نورو ته بیا یو د نېوولمب په نوم یو ډول نور درمل هم ورکړل شوي دي.

د دې ازموینې یوه ترسروونکي پوه کیوېن هارېنګټن بي بي سي ته ویلي، دا درملنه په "ريښتیا هم ډېره اغېزمنه" وه، ان د ستوني او د سترګو د یوه پرمختللي سرطان په برخه کې هم.

دی وايي، "د کلينیکي ازموینو په لومړي پړاو کې داسې ښه پایله تر لاسه کول نادره خبره ده. د دې موخه یوازې دا وه چې د درملنې خوندیتوب مالوم کړای شي او تر ډېره هغو ناروغانو برخه پکې اخیستې وه چې د سرطان پر مختللیو ډولونو اخته وو او نورې درملنې کار نه پرې کاوه."

ښاغلی هارېنګټن همدا راز وايي، "زه لېواله یم چې که دا لا ګټور ثابت شي نو د ډېرو ناروغانو درملنه به وکړو."

دا لومړی ځل نه دی چې ساینسپوهان د سرطان د له منځه وړلو لپاره ویروس کاروي. څو کاله مخکې د بریتانیا روغتیا ادارې د ټي-وېک په نوم له ویروس جوړ شوي داسې درمل تایید کړل چې د پوستکي د پرمختللي سرطان درملنه پرې کېږي.