د سرطان درملنې ډاکتر ناروغانو ته ۶۵۰ زره ډالر پور بښلی

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا متحدو ایالتونو کې یوه ډاکتر د سرطان ناروغانو ته نژدې ۶۵۰۰ ډالره پور بښلی دی. د سرطان درملنې متخصص ډاکتر عمر عتیق له هغه وروسته خپلو ناروغانو ته د درملنې لګښتونه بښلي، چې د ناروغانو له ضعیف اقتصادي حالته خبر شوی.
نوموړي په ارکنساس کې له ۳۰ خدمت وروسته پروسږ کال خپل کلینک تړلی. ډاکتر عتیق د پور اخیستو له یوه شرکت سره د خپلو پیسو تر لاسه کولو لپاره کار کاوه، خو وروسته ورته معلومه شوه، چې د ناروغانو ډېری کورنۍ د وبا له کبله د لګښتونو په ورکولو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي د عیسویانو اختر کرسمس په مناسبت د خپلو ناروغانو په نامه یوه پیغام کې هغو ته ویلي، چې ټول پور یې ورته بښلی دی.
نوموړي د اي بي سي خبري شبکې په 'سهار په خیر امریکا ' خپرونه کې وویل، ''کله چې خبر شوم، چې خلک نه شي کولای د پور پیسې ورکړې، نو ما او مېرمن مې د یوې کورنۍ په صفت پر دې موضوع غور وکړ، موږ پوه شو، چې دا کولای شو او هماغسې مو وکړل. ''
ډاکتر عمر عتیق چې اصلاً پاکستانی دی، په ۱۹۹۱ کال کې یې د ارکنساس په پاین بلوف سیمه کې ۱۹۹۱ کال کې کلینک پرانیست، چې د کیموتهراپي، ریډیېشن تهراپي او سي اې ټي سکن په ګډون یې د دې ناروغۍ درملنه کوله.
نوموړی اوس د ارکنساس پوهنتون په طبي ساینس څانګه کې استاد دی.
د ارکنساس دیموکرات ګازټ د ډاکتر عمر له قوله لیکلي:
''موږ فکر وکړ، په داسې حال کې چې وبا د خلکو کورونه، ژوند او کاروبارونه خراب کړي، له دې زیات مناسب وخت نه راځي چې دا چاره تر سره کړو. ''
د نوموړي په خبره د نژدې ۲۰۰ ناروغانو د درملنې لګښتونو کچه ۶۵۰۰ ډالرو ته رسېده، چې بښلي یې دي.
بل لور ته هغه شرکت چې د ډاکتر عتیق لپاره یې د هغه له ناروغانو د پور پیسې راټولولې نوموړی 'خورا مهربان شخصیت ' بللی دی.
د ار ایم سي امریکا په نامه د دغه شرکت بیا چيسمان وايي، د ډاکتر او عتیق او کورنۍ له لوري دا ډېره مهمه ښېګړه ده، ځکه په وینا یې د دغه ډول ناروغانو لپاره د نورو خلکو پرتله د لګښتونو لنډول لویه ننګونه ده.




















