څېړنه: د شاتو د مچیو زهر د تيو سرطان درملنه کې مرسته کولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسټرالیا کې ساینس پوهانود لابراتواري ازموینو په پایله کې موندلې چې د شاتو د مچیو زهر ځینې هغه سرطاني حجرې وژني چې د ښځو په تیونو کې موندل کېږي، او په دې توګه دتیو د سرطان درملنه کې مرسته کولی شي.
په دغه ازموینه کې د شاتو د مچیو زهر او په همدې زهرو کې یو مرکب چې د میلیټین په نامه یادیږيد د هغو سرطاني حجرو پر ضد وکارول شول چې درملنه یې ګرانه ده.
دغه موندنه په زړه پورې بلل شوې، خو ساینس پوهان خبرداری ورکوي چې دې برخه کې نورو ازموینو او څېړنو ته هم اړتیا شته.
د تیو سرطان یو تر ټولو عام سرطان دی چې په ټوله نړۍ کې ترې ګڼ شمېر ښځې کړېږي.
په نړۍ کې زرګونه ډوله داسې درمل یا مرکبونه شته چې په لابراتوار کې د سرطاني حجرو پر ضد ګټور ثابت شوي، خو داسې کوم څه نشته چې د انسان په بدن کې دا حجرې ووژني.
د شاتو د مچیو زهر له دې وړاندې هم د مېلانوما په څېر د ځینو نورو سرطانونو پر ضد ګټور موندل شوي دي.
څېړونکو څه وموندل؟

د عکس سرچینه، HARRY PERKINS INSTITUTE
دغو څيړونکو د ۳۰۰ شاتو مچیو زهر راټول کړي او لابراتوار کې یې پرې څېړنې کړې دي. څېړونکو موندلې چې دا زهر د سرطاني حجرو په وژلو کې ډېر بریالي وو.
د دې زهرو یو خوراک وکړای شول چې په یو ساعت کې د ننه د سرطان حجرې ووژني، او په دې بهیر کې نورو روغو حجرو ته هم کوم زیان نه دی اوښتی.
څیړونکو همدا راز وموندله چې د میلیټین مرکب پخپله د سرطاني حجرو په له منځه وړلو او د سرطان د خورېدو په مخنیوي کې ډېر ګټور و.
ایا دا زهر به په راتلونکې کې وکارول شي؟
د څېرونکې ډلې غړی پروفیسور پیټر کلینکن وایي، دا یو بل په زړه پورې مثال دی چې په طبیعت کې مرکبات د انساني ناروغیو درملنې لپاره کارول کیدای شي.
خو څیړونکي خبرداری ورکوي چې دې برخه کې نور کار ته هم اړتیا شته چې وګوري ایا رښتیا هم دا زهر د تیو سرطان سره مبارزه کولی شي او که نه.
په سیډنې کې بیا د ګاروان طبي انسټیټوټ پروفیسور الیکس سواربریک وایي، ډیری مرکبات کولی شي په لابراتوار کې د تیو سرطان حجره ووژني، خو داسې څه لا نه دي موندل شوي چې دې برخه کې دودیز طبابت بدل کړي.


















