هند کې کلیوالو د لېونیو مېږیانو له یرغله خپل کلي پرېښي

د عکس سرچینه، Dr.Pronoy Baidya
د هند سوېلي تامیل نادو ایالت اوو کلیو سلګونه خلکو ویلي چې د لېونيو مېږيانو له یرغل تر پزې راغلي دي.
دوی وايي، دغو حشراتو یې پر څارویو او مالونو برید کړی او کرنیز حاصلات یې اغېزمن کړي او د روزۍ سرچینه یې له خطر سره مخامخېدونکې ده.
د طبیعت د نړیوالې ټولنې په وینا، لېوني مېږیان د یرغلګرو مخلوقاتو خطرناک ډول کې راځي.
دا مېږي چک نه لګوي (چیچل نه کوي) بلکې یو ډول تېزاب چې د مېږیانو تېزاب یا فورمیک نومېږي اسید شیندي .
یا دا مېږیان د انسان پربدن د مېږیانو تېزاب یا فورمیک اسید پاشي
په ساینس کې دغو مېږیانو ته "انوپلولیبیس ګراسیلیبیس" وايي، چې معمولاً په استوايي او نیمه استوايي سیمو کې موندل کېږي.
دغه مېږی په نامنظم ډول تګ راتګ لري او خوځښت یې تر ډېره په لالهانده ډول وي چې د مزاحمت لامل ګرځي.
کارپوهاان وايي یاد مېږیان ژر زیاتېږي او په وچه کې ژوند ته لوی زیان رسولی شي.

په اسټرالیا کې هم دې مېږیانو پر ګڼو سیمو بریدونه کړي دي.
د حشراتو متخصص ډاکټر برونوی پایدیا چې د لېوني مېږي په اړه یې څېړنه کړې وايي، دغه مخلوقات "فرصت طلبه" حشرات دي.
"دوی هېڅ ډول غوره خواړه نه لري. دوی هرڅه خوري او هرڅه چې په مخه ورشي خوري یې".
دی وايي، دغه لېوني مېږیان د خپل خېل نور مېږیان هم خوري او د مچیو په خوړلو هم سرپه نه کوي.
د هند تامیل نادو ایالت غرنیو زیانمنو کلیو خلکو ویلي، دلته ډېری وګړي پر کروندو او حیواناتو خپل ژوند مخ ته بیايي.
۵۵ کلن کرونګر سلفام وايي: "مازې چې ځنګل ته نژدې شو، مېږیان راباندې راوخېژي، یو ډول جلدي خارښ او پړسوب پیدا شي. هلته ان اوبه هم له ځانه سره نشو وړلی، نه پوهېږو څه وکړو".
تامیل نادو کې کلیوالو بي بي سي ته ویلي دغه مېږیان یې په تېرو څو کلونو کې ځنګلونو کې پیدا شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په لوی شمېر په کلیو کې راڅرګند شوي او په دغو کلیو کې یې ژوند له عادي حالته ایستلی دی.
ځنګل ته څېرمه د دغو کلو د څارویو پوونده وايي، د مېږیانو د یرغل له کبله له خپلو مېنو کوچېدلي دي.
د نجمال پر وزو مېږیانو بریدونه کړي، وايي "کله مې چې کور له دې مېږیانو ډک شو، ترې ووتم او کلي ته راغلم، د دوی ورکولو ته زموږ وس نه رسي، شمېر یې ورځ تر بلې ډېرېږي".

د تامیل نادو په برابهو کې د سیمه ییزو ځنګلونو یوه اړوند افسر بي بي سي ته وویل، چارواکو ته ددغو مېږیانو د بشپړې ختمونې او رپوټ چمتو کولو امر شوی دی.
تامیل نادو کې د حیواناتو اړوند حکومتي ډاکتر سینجاموتو بي بي سي ته وویل لېونی مېږی "نورو عادي مېږیانو ته ورته دی".
کلیوال وايي د مېږیانو د یرغل له لاسه ان ګیدړان او سوی هم مړه شوي.
هلته لېوني مېږیانو سور رنګه کبان هم وروسته تر هغه وژلي چې د سترګو لید یې ختم شوی او شنډ شوي دي.




















