ناسا "د تر ټولو لویې لیدل شوې اسماني ډبرې" څارنه کوي

د عکس سرچینه، NASA, ESA, MAN-To HUI (MACAU UNIVERSITY OF SCIENCE
یوه اسماني ډبره - کامېټ - چې هسته یې له نورماله ۵۰ برابره پراخه ده په چټکۍ د مځکې پر لور راروانه ده. سرعت یې پر ساعت نژدې ۳۶ زره کیلومتره (۲۲ زره میله) ښوول شوی.
د ناسا هبل ټېلېسکوب لخوا د راټولو شویو مالوماتو له مخې د دغې ډبرې واورینه هسته نژدې ۵۰ زره ټرېلیونه ټنه وزن لري او پراخوالی یې څه باندې ۲۰۰ کیلومتره دی.
خو وارخطا کېږئ مه… دا ډبره به ایله وکولی شي تر ۲۰۳۱ کاله لمر ته یو څه نژدې شي خو بیا به هم ترې یو مېلیارد کاله واټن ولري.
دا ډبره په لومړي ځل ۲۰۱۰ کې لیدل شوې وه خو اوس ایله هبل تېلېسکوپ پر دې وتوانېد چې د حجم او وزن په اړه یې کره مالومات راټول کړي.
دا تر اوسه د ټولو لیدل شویو اسماني ډبرو تر ټولو لویه ده.
د کلېفورنیا پوهنتون د ستور پېژندنې پروفیسور ډیوېډ جېوېټ وايي:
"موږ تل دا شک درلود چې ښايي دا ډبره به ډېره لویه وي ځکه چې له دومره لرې واټنه هم ډېره ځلېدله. اوس ډاډه شو چې همداسې ده."

د عکس سرچینه، NASA
د ناسا له لورې په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې دا ډبره د دوو ستورپېژندونکو پېدرو برنادېنېلي او ګري برنسټین لخوا د یوې پلټنې په ترڅ کې موندل شوې وه. دوی دا پلټنه په چېلي کې د سیرو تولولو اېنټر-امېرېکن څېړنیز مرکز کې کړې وه.
ناسا کامېټس یا اسماني ډبرې د لېګو توکو سره پرتله کوي چې په وینا یې واورینې دي او د کایناتو د جوړښت په لومړیو وختونو کې تتې او خورې پاتې شوي.
د ناسا خبر پاڼه کې راغلي:
"دا ډبرې د سترو سیارو تر منځ د جاذبې قوې له امله له لمریز نظامه ایستل شوي. دغه ډبرې بیا د "اوورټ کلاوډ" په نوم د کایناتو په یوه برخه کې سره راټولې دې او له لمریز نظامه ګرد چاپېره دورې کوي."
مان تو هوی چې مکاو پوهنتون کې د ساینس او ټکنالوژۍ پروفیسور دی دغه ډبره د یوه "پوه زړه پوري" توکي په ډول پېژندلې. دی وايي: "زموږ وړاندوینه وه چې دا کامېټ به خورا لوی وي خو دقیق مالومات مو په کار وو چې ځان ډاډه کړو. "
دا کامېټ یا اسماني ډبره چې برنادېنېلي - برنسټین نومول شوې اوس له لمره نژدې دوه مېلیارده کاله لرې ده.




















