پلاستیکونه د سمندري کیشپانو د بچيو پر سر څه بلا راولي؟

د خپرېدو وخت

د پلاستیکونو ککړتیا د چاپېریال ساتنې پر وړاندې یو له لویو ستونزو بلل کېږي. نوې څېړنه ښیي چې پلاستیکونه د کیشپانو پر بچیانو سخت اغېز پرېباسي.

د استرالیا په دوو سواحلو لوېدیځ او ختیځ کې څېړونکو د کیشپانو په بدن کې پلاستیکونه پیدا کړل.

په سواحلو کې له هګۍ څخه د راوتلو وروسته دغه کوچني خزنده ګان اوبو کې د آبي جریانونو پر لور حرکت کوي یانې د اوبو څپې چې پر یو مشخص لوري حرکت کوي او د ژوند لومړني کالونه په سمندر کې پیلوي.

دغه آبي جریانونه پلاستیکونه هم لېږدوي او د کیشپانو بچیان په اوبو کې د تغذیې پر مهال دغه پلاستیکونه تېروي.

د اکستردرپنرین کورنوال پوهنتون د ایکلولوژۍ او د ژویو د ساتنې له مرکزونو ډاکټر امیلي دونکان وایي "ځوان کیشپان د ودې لپاره په سمندر کې وده کوي هعه ځاى چې ښکاري ځناور پکې کم ليدل کيږي".

"که څه هم څېړنو موږ ته ښودلې چې د دوی دغه حرکتونه هغوی په دام کې راګیروي او ککړو سیمو ته لکه د ارام سمندر د خځلو یو لوی ګرداب ته یې راکاږي. د کیشپانو بچیان کوم خاص غذایي رژیم نه لري او هر څه خوري په دغه څېړنه کې مو وموندله چې دوی په ډېره اندازه پلاستیکونه هم خوري تر اوسه نه پوهېږو چې د پلاستیکونو هضم به په ځوانو کیشپانو څه اغېز ولري، خو په دغه عمر کې د کیشپانو مړینه به د دوی پر نفوذ د پام وړ اغېز ولري".

څېړونکو د استرالیا په سواحلو کې د کیشپانو دهغو بچیانو چې یا ساحل ته لوېږي او یا په ناڅاپي ډول د کب نیوونکو په دام کې لوېږي، څېړلي دي.

د لاسته راغلو مالوماتو پر بنسټ د هغو کیشپانو په اړه چې څېړنه شوې او پلاستیکونه یې خوړلي وو د ارام په سمندر کې یې کچه تر ټولو ډېره وه.

د سرو کیشپانو په بدن کې ٪۸۶، په شنو سمندري کیشپانو کې ٪ 83، په عقاب مښوکې لرونکې کیشپانو کې ٪۸۰، او په زیتوني کیشپانو کې ٪۲۹ پلاستیکونه لیدل کېږي.

خو د ارام سمندر په کیشپانو کې په عقاب مښوکې لرونکو کې ٪۲۸ ، په سرو سمندري کیشپانو کې ٪۲۱ او په شنو سمندري کیشپانو کې ٪۹ پلاستیکونه لیدل شوي.

څېړونکو وموندله چې د ارام سمندر کیشپانو په بدن کې سختې ټوټې دي چې د انسان د مصرف کوونکو موادو او محصولاتو څخه پاتې شوني دي په داسې حال کې چې د هند سمندر پلاستیکونه تر ډېره له هغو وړیو او تارونو څخه دي چې د کب نیوونکو د جالونو او تنابونو څخه پاتې دي.

هغه پولیمرونه چې په دواړو سمندرونو کې ډېری وخت د کشپانو خوراک کېږي هغه پولي اتیلن او پولي پروپیلن دي چې هر یو یې د ډیرې ګټې اخیستنې دی.

ډاکټر دونکان وايي: "دغه پوليمرونه لږ او ډېر په ټولو پلاستیکي محصولاتو کې کارول کېږي، هېڅ لاره نشته چې ووایو د هغو اجزاوو سرچینه چې د ځناورو په بدن کې مو موندلي، څه دي. د کیشپانو د بچي په بدن کې مو د پلاستیک ټوټې له ۵ تر ۱۰ ملي میترو پورې موندلې دي او هر څومره چې کیشپان لوېږي، په بدن کې یې لویې ټوټې مومو".

"د څېړنې په بل پړاو کې، هڅه کوو دا ومومو چې د پلاستیک خوړل د دغو کیشپانو پر روغتیا او پایښت څه اغېز کوي".