تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اقلیمي بدلون د حیوان لسګونه زره کاله پخوانی رسم له منځه وړي
څېړونکو په اندونیزیا کې پر ډبرینو هنرونو د اقلیمي بدلون د اغېز په اړه خبرداری ورکړی، چې ګنې ښايي له منځه یې یوسي.
داسې وېره هم شته چې ګنې په سولاوسي ټاپو کې د یوه بېدیايي خنځیر کښل شوی رسم، چې د حیواناتو تر ټولو لرغونی رسم ګڼل کېږي او لرغونتوب یې ۴۵۵۰۰ (پنځه څلوېښت زره ۵ سوه) کلونو ته رسېږي، د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
د سیمې یوه سمڅه کې دې ته ورته د ښکاري صحنو، او خرافاتي کایناتو نور رسمونه هم شته، چې د تودوخې د درجې لوړېدو سره ښايي د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ شي.
څېړونکي وايي چې ددې ارزښتمن انځور د ساتلو لپاره باید ډېرې هڅې وشي.
د یوې څېړنډلې مشره ډاکټره جولیان هانټلي وايي، دا هنري ټوټې زموږ په مخ کې د ورکېدو په حال کې دي.
استرالیايي او اندونیزیايي څېړونکو تېره اونۍ وویل چې د تودوخې د درجې لوړېدل او د پرله پسې وچې هوا او وچو بادونو په څېر د هوا نور حالات په هغو سمڅو کې د مالګینو موادو د ډېرېدو لامل ګرځي، چې پر ډبرو توږل شوي رسمونه پکې دي.
دغې څېړنډلې ویلي، مالګین مواد د حرارت له کبله اغېزمنېږي، په ګرمو ورځو کې د نورو ورځو پرتله جیولوجیک مالګین مواد درې برابره ډېرېږي.
د ډبرینو رسمونو شا ته او پاس مالګین مواد ډېرېږي او د سمڅو پر دېوالونو کښل شوي او توږل شوي رسمونه ورسره ویلې کېدای شي.
ډاکټره هانتلي وايي، باوري ده چې "په نړیواله کچه د تودوخې د درجې په لوړېدو پر ډبرو توږل شوی هنر اغېزمنېدای شي".
د سولاوسي ټاپو په لینګ تیدونګنګ سمڅه کې موندل شوې د خنځیر ډبرین رسم موندل ددې ښکارندويي کوي چې ګنې هلته انسانانو هم ژوند کړی دی.
که څه هم دا یوه لرغونې هنري ټوټه ګڼل شوې ده، خو د انسان په لاس جوړ تر ټولو لرغونی اثر نه دی.
په سوېلي افریقا کې باور دا دی چې څه باندې ۷۳ زره کلن یو ګډوډ رسم شته، چې د نړۍ تر ټولو لرغونی رسم ګڼل کېږي.