'کورونا وېروس له لسیزو راهیسې اسمان څکالو کې موجود و'

اسمان څکالی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسمان څکالو کې ۴۰ تر ۷۰ کاله پخوا وېروسونه موجود وو
د خپرېدو وخت

یوې څېړنې موندلې چې له لسیزو راهیسې په اسمان څکالو کې انسان ته لېږدېدونکی کورونا وېروس موجود و.‌

په نیچر ماکروبیولوجي مجله کې خپره شوې دې څېړنه کې ویل شوي، کوویډ-۱۹ ته ورته وېروسونه په اسمان څکالو کې له ۴۰ تر ۷۰ کاله پخوا موجود وو.'کورونا وېروس له لسیزو راهیسې اسمان څکالو کې موجود و'

پوهان وايي، انسان ته د دغه وېروس د لېږد شونتیا له هماغه وخت راهیسې موجوده وه.

د څېړنې پایله کې له بیولوجيکي پلوه د وېروس د جوړښت په اړه هغه شکونه ډېر شوي چې ګنې دا وېروس له یوه ازمیښتځي راوتلی دی.

د ګلاسکو پوهنتون استاد او د څېړنې یوه ګډونوال ډیویډ روبرټسن ویلي، سارس کوف -۲ (کورونا وېروس) له میراثي اړخه تر ډېره د اسمان څکالو له اړوندو وېروسونو سره ډېر نژدېوالی لري، خو له لسیزو راهیسې د دواړو ترمنځ تفکیک شوی دی.

ده بي بي سي ته وویل "غالباً انسان ته لېږدېدونکي وېروسونه زموږ ګاونډ کې له ډېر وخت راهیسې موجود وو."

روبرټسن زیاتوي: "موږ اوس اړ یو پوه شو چې چېرې او څنګه دا وېروس انسان ته ولېږدېده. اوس دا وېروس عام شوی چې اسمان څکالو کې هم شته."

روبرټسن انسان ته د لېږدېدونکې وبا په اړه د لا نورو څېړنو پر اړتیا ټینګار کړی په تېره د اسمان څکالو معاینې ته ډېره اړتیا ده چې راتلونکې کې د دا ډول ساري وېروسونو مخنیوي کې ګټه ترې واخیستله شي.

اسمان څکالی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسمان څکالي د نړۍ هره برخه کې شته او اوږده سفرونه کولی شي

دی ټینګار کوي چې دا وېروسونه له لسیزو راهیسې موجود وو.

د ریډینګ پوهنتون استاد مارک باګل وايي،‌ ۴۰ یا ۷۰ کاله پخوا له اسمان څکالو انسانانو ته وېروسونه لېږدېدلی شوای، خو پخوا یې لېږدېدل نه وو کشف شوي.

پخوا یوې بلې څېړنې موندلې وه چې میږي خور حیوان هم د سارس کوف ۲ وېروس پرمختګ کې رول لوبولی، ‌خو وروستۍ څېړنې دا فرضیه رد کړې ده.‌