تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۲۵ کلنۍ نه د کولیسټرولو په فکر اوسئ
څیړونکي وايي خلک باید له شل کلنۍ وروسته خپل د کولیسټرولو د غوړو کچه وڅاري.
دا خبره د هغې څېړنې په پایله کې شوې چې د بدو کولیسټرولو په اړه ترسره شوې ده.
دا طبي څېړنه چې په "لانسټ" اونیزه کې چاپ شوې، څېړونکي یې وايي، ښه ده چې خلک په بیړه د پرهېز یا درملو په وسیله د کولیسټرولو لوړه کچه ټیټه کړي.
کولیسټرول څه شي دي؟
کولیسټرول یو ډول ته غوړ دی چې په ځینو خوړو کې موندل کېږي، همدارنګه په ځیګر کې هم جوړېږي.
موږ د ټسټوسټرون، اسټروجن او ویټامین ډي هورمونونو د جوړښت او نورو ترکیباتو لپاره دې مادې ته اړتیا لرو.
دوه ډوله کولیسټرول شته:
- (اې ډي اېل) چې 'ښه' کولیسټرول چې د بدن په سلامتیا کې رول لري.
- (اېل ډي اېل) چې د رګونو د بندېدو لامل کېدای شي، له همدې کبله "بد" کولیسټرول بلل کېږي.
د دې څېړنې موندنې څه وې؟
په دې څېړنه کې، څېړونکو له ۱۹ هېوادونو د څه باندې ۴۰۰ زره کسانو پر معلوماتو ازموینه کړې او ارزولي یې دي. د ارزونې پایلو ښودلې چې د پاخه عمر یا زړبودۍ په لومړیو کلونو او ۴۰ کلنۍ کې د بدو کولیسټرولو او د زړه او رګونو د ناروغۍ ترمنځ قوي تړاو موجود دی.
څېړونکي توانېدلي چې تر ۳۵ کلونو په ډېر عمر لرونکو خلکو کې د زړه د حملې یا سکتې شونتیا او جنس او د بدو کولیسټرولو کچې ته په پام سره، د وینې د فشار اټکل وکړي.
په برتانیا کې کابو ۸ میلیون خلک د خپلو بدو کولیسټرولو د ټیټولو لپاره سټاټین درمل کاروي.
اټکل کېږي په سلو کې دوه کسان چې په ۵ کلونو کې یې دا درمل خوړلي وي، د زړه له حملې یا سکتې سره نه مخامخېږي.
د خوړ سالم رژیم او په ژوند کې فزیکي فعالیت هم کولیسټرول ټیټولی شي.
له ۳۰ کلنۍ پورته کوم خلک سټاټین خوړلی شي؟
ضرور نه ده چې ډاکټران دې د لوړ کولیسټرول لرونکو خلکو ته د دغو درملو خوړلو سپارښتنه وکړي.
پروفیسر بلنکنبرګ بي بي سي ته وویل: "زه په قوي توګه ځوانانو ته دا سپارښتنه کوم چې په وینه کې د کولیسټرول له کچې خبر وي او پر بنسټ یې پرېکړه وکړي - د سټاټین خوړل له دغو پرېکړو ګڼل کېدای شي."