"د وینې فشار درمل باید له ویده کېدو لږ مخکې وخوړل شي"

د خپرېدو وخت

طبي څېړونکي وايي، د غوره درملنې لپاره باید د وینې فشار درمل له ویده کېدو لږ مخکې وخوړل شي. د 'اروپايي زړه ژورنال' خپرونې رپوټ کې ویل شوي د خلکو ژوند ژغورلو لپاره دا ډېره اسانه لاره ده.

دغه نوې څېړنه کې ویل شوي د وینې فشار کنټرول ګولۍ د ګهیځ لخوا د خوړلو پر ځای د شپې لخوا له ویده کېدو لږ مخکې ښه کار کوي او د زړه او دماغي حملې د لا زیات مخنیوي سبب کېږي.

ماهرین په دې باور دي چې زموږ بدني ساعت یا ۲۴ ساعته ریتهم درملو ته د بدن غبرګون په تړاو موږ ته خبرداری راکوي. داسې ډېر ثبوتونه موندل کېږي چې د زړه درملنې د ګولیو په ګډون ډېر درمل هله ګټور ثابتېږي چې د ورځې په یوه ځانګړي وخت کې وخوړل شي.

وروستۍ ازموینه تر اوسه بې سارې ده او کابو ۱۹۰۰۰ هغو کسانو پکې برخه اخیستې چې د وینې فشار لپاره درمل خوري.

ماهرین وايي، کله چې انسان ارام کوي او شپې مهال ویده کېږي، د وینې فشار یې په طبیعي توګه ټیټ شي، خو که داسې و نه شي او پرلپسې لوړ پاتې شي، د زړه او دماغي حملې خطر ورسره ډېرېږي.

څېړونکي وړاندیز کوي چې د شپې لخوا په هغو کسانو کې چې د لوړ فشار ناروغي پکې تشخیص شوې چې ډاکټران یې 'هایپرټېنشن' بولي، د لوړ فشار مخنیوي درمل د وینې فشار حالت څاري.

له پرتلې معلومه شوه چې د ورځې له مخه د درملو کاروونکو پرتله د هغو کسانو وینې فشار نه یوازې د شپې لخوا بلکې د ورځې له مخې هم عادي حالت کې و، چې د شپې لخوا یې ګولۍ خوړلې وې.

د څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر رامون هیرمیدا وايي، دا چاره 'بې لګښته ده او د ډېرو خلکو ژوند ژغورلای شي.'

نوموړی زیاتوي په بېلا بېلو خلکو کې باید دې لړ کې نوره څېړنه وشي چې معلومه شي ایا ټولو ناروغانو ته د وینې فشار هر ډول درملو دغسې کارولو توصیه کېدای شي او که نه.