
دا لومړى ځل نه دى چې پاکستاني ژورناليستان د ځان د ساتنې غوښتنه له حکومت څخه کوي
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د نامعلومو وسلوالو له خوا د يو خبريال وژنې يو وارې بيا د دغه هېواد په خبريالانو کې وېره خپره کړې ده.
پاکستان د هغو ١٠ هېوادنو څخه يو دى چې د خبريالانو لپاره خطرناک ګڼل کيږي.
په تازه پېښه کې ناپېژانده وسلوالو د بلوچستان په خوضدار سيمه کې خبريال عبدالحق بلوڅ وژلى.
عبدالحق بلوڅ د خوضدار د خبريالانو د اتحاديې سکتر جنرال و او د يو شخصي تلويزيون سره يې کار کاوۀ.
نوموړى د نامعلومو وسلوالو له خوا هغه وخت په نښه شو چې هغه د خبريالانو د اتحاديې د دفتر يا پريس کلب نه کور ته په لار و.
تراوسه چا د خبريال عبدالحق د وژلو پړه نه ده منلې.
د خبريال عبدالحق د وژنې پرضد نن( نهي يا سه شنبه د اکتوبر ٢) د پاکستان په مختلفو ښارونو کې خبريالانو مظاهرې وکړې.
"په بلوچستان کې دا وخت د ځنګل قانون دى د ګاډي د پټېدو راپور خو ثبت کېږي خو د يو خبريال د وژلو راپور نه ثبت کېږي."
د ژورناليستانو د ټولنې مشر
مظاهرچيانو چې شعارونه يې په لاسونو کې نيولي و د خبريال عبدالحق د وژنکو د نيولو او هغوى ته له قانون سره سم د جزا ورکولو نعرې پرې ليکلې وې.
د بلوچستان د خبريالانو د اتحاديې مشر عيسې ترين بي بي سي ته وويل چې تراوسه پوليسو د عبدالحق په ګډون د هغو ٢٠ خبريالانو راپور هم نه دى ثبت کړى چې د ناپېثرانده وسلوالو له خوا وژل شوي.
نوموړي ادعا وکړه په بلوچستان کې دا وخت د ځنګل قانون دى د ګاډي د پټېدو راپور خو ثبت کېږي خو د يو خبريال د وژلو راپور نه ثبت کېږي.
عيسي ترين د مېډيا په ارګانونو هم سختې نېوکې وکړې او ويې ويل چې د ټي وي چېنلونو، رېډيوګانو او ورځپاڼو مالکان خبريالانو ته د کار ورکولو پر وخت هغوى ته پوره روزنه نه ورکوي.
نوموړى زېاتوياکثر د خبريالانو نه په راپور کې داسې غلطۍ وشي چې د هغوى د ژوند لپاره خطر جوړ شي.
د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې هم د خبريالانو اتحاديې د خبريال عبد الحق وژنه په سختو ټکو غندلې او د حکومت نه يې د نوموړي د وژنې د بشپړ پلټنو غوښتنه کړې ده.
د پېښور د خبريالانو د اتحاديې پخواني مشر شميم شاهد بي بي سي ته وويل چې په تېره لسيزه کې په پاکستان کې شاوخوا ٥٠ خبريالان د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوي خو تراوسه حکومت د يو خبريال په وژنې کې هم ښې پلټنې نه دي کړي.
. نوموړى زېاتوي خبريالانو ته د وسلوالو او حکومتي اېجنسۍ له خوا ګواښونه ورکړل کېږي چې د خبريالانو ژوند يې له سخت خطر سره مخ کړى.












