تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا؛ د طب کالجونو امتحان کې د نقل له رسوایۍ وروسته 'دویم ځل ازموینه اخیستل کېږي'
د خیبر پښتونخوا طبي کالجونو لپاره د کانکور ازموینه کې د نقل رسوايي له برالا کېدو وروسته د صوبې کابینې پرېکړه کړې چې باید دا ټوله ازموینه له سره واخیستل شي.
د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د صوبايي اطلاعاتو وزیر فیروز جمال شاه کاکا خېل له قوله وايي، کابینې پرېکړه کړې چې د ایم، ډي، کیټ په نامه دا ازموینه به له سره اخیستل کېږي. ښاغلی کاکا خېل زیاتوي: کابینې پرېکړه کړې، چې په راتلونکو شپږ اونیو کې به دا امتحان بېرته اخیستل کېږي.
د یادونې ده، چې د سپتمبر میاشتې پر لسمه نېټه د خیبر پښتونخوا طبي کالجونو د داخلې لپاره په ۴۴ مرکزونو کې ازموینه واخیستل شوه، چې نژدې ۴۶ زره ښځینه او نارینه محصلینو پکې برخه اخیستې وه.
د رپوټونو له مخې له ازموینې مخکې ځايي چارواکو ته رپوټونه رسېدلي وو، چې په ازموینو کې د نقل یو پلان چمتو شوی او په روزنیزو مرکزونو کې د تالاشۍ پر مهال نژدې ۲۰۰ بلیو ټوت الات موندل شوي وو.
د هغو محصلینو پر ضد چې د نقل لپاره کارول کېدونکي الات ورسره موندل شوي وو، پولیسو رپوټونه ثبت کړي او ځايي پولیسو ادعا کړې د یوې ډلې مشر په ګډون یې په دې تړاو نهه کسان نیولي دي. د پولیسو په وینا دې ډلې د بلیو ټوت الاتو له لارې د نقل بدل کې له هر یوه محصله له ۲۵ تر ۳۵ سوه زرو پورې روپۍ اخیستې وې.
پولیس وايي، د مرکزي ښار پېښور په ګډون یې د صوبې له بېلا، بېلو سیمو داسې محصلین نیولي چې ۴۴ الیکټرونیکي الات، څلور مایکروفونونه، درې موبائلونه، یو ځېرک ساعت او د سلګونو زرو روپیو یو بانک چیک هم ترلاسه کړي، چې په همدې تړاو کارول کېدل.
د سپتمبر پر ۲۲مه د پېښور مرکزي ښاري پولیسو افسر سید اشفاق انور او د کوهاټ سیمه ییزو پولیسو افسر شېر اکبر خان یوې خبري غونډې ته وویل، په لومړنیو پوښتنو، ګروېږنو کې ځینې کسان په دې قضیه کې ښکېل بلل شوي چې په وینا ''دوه داسې کسان هم پکې شته چې دولتي مامورین دي، دواړه وروڼه دي او په ظاهره داسې ښکاري چې د دې پلان اصلي طراحان دي.''
د دې موضوع په هکله د پېښور په عالي محکمه کې هم عریضه شوې، چې پکې ویل شوي ''دویم ځل ازموینه اخیستل به ځېرک محصلین هم اغېزمن کړي.''
پېښور عالي محکمې په دې تړاو خیبر طبي پوهنتون او ازموینه اخیستونکې ادارې (ایټا) ته ویلي چې خپل ځواب محکمې ته وسپاري او پر راتلونکې سې شنبه به د دې قضیې په تړاو دلیلونه اوري.