تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتونخوا پوهنتونونو کې د طب افغان محصلینو ته فیسونه کمېږي
د پښتونخوا ایالت د پوهنې وزیر وايي، د هغو افغانانو لپاره چې ددغه ایالت طب پوهنځیو کې زدکړې کول غواړي، فیسونه کوي.
پښتونخوا د طب محصلین هر کال پوهنتون ته شاوخوا څلور زره ډالره فیس ورکوي.
ددې ایالت د پوهنې وزیر کامران بنګش وايي، دغه فیس به افغانانو ته د کال نژدې ۲۵۰ ډالره وي.
دا اعلان په داسې مهال شوی چې خپله د پښتونخوا پوهنتونونه له مالي ستونزو کړېږي. د پاکستان حکومت پر پوهنتونو مالي مرستې کمې کړې او ورته وايي چې خپله باید عواید پیدا کړي.
رحمن الله د پښتونخوا د پوهنې له وزیر کامران بنګش سره د پوهنتونونو د مالي ستونزو په اړه غږېدلی.