"د پنجاب پوهنتونونو کې پښتانه او بلوڅ محصلین د امنیتي کسانو لخوا ځورول کېږي"

    • Author, سحر بلوچ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

"له ما وپوښتل شول چې ایا له فراغت وروسته له بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ "بي اېل اې" سره د یوځای کېدو هوډ لرم؟"

"د مور او خوېندو نومونه رانه وپوښتل شول - راته ویې ویل چې فاټا (پخوانۍ قبايلي سيمه) کې مې له کومې مذهبي ډلې سره اړیکه درلوده؟"

"مخامخ ناست افسر رانه (په زور) تلیفون واخیست او وټس اپ یې چک کړ."

"زموږ له والدینو پوښتل شوي چې زوی مو ولې لاهور کې سبق وايي او څه شی وايي."

دا د هغو محصلینو څرګندونې دي چې په دې وروستیو کې ترې د پنجاب مختلفو پوهنتونونو کې د امنیتي افسرانو لخوا پوښتل شوې دي.

ویل کېږي د دغو تحقیقاتو لړۍ په نوشکي او پنجګور کې د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د بلوڅ بېلتونپالو له وروستیو بریدونو وروسته پیل شوې ده.

محصلان ادعا کوي چې پوځي افسران یې څاري او وخت ناوخت یې د تحقیقاتو لپاره خپلو دفترونو او امنیتي مرکزونو ته وربولي.

ویل شوي یو شمېر محصلان د همداسې تحقیقاتو پرمهال لادرکه شوي هم دي.

دوي زیاتوي چې د دغو تحقیقاتو پر مهال داسې پوښتنې هم رامخته شي چې په لوی لاس له اورپکو ډلو سره د دوی د تړاو هڅې پکې کېږي.

ویل کېږي په دې لړ کې یوازې د ګجرات پوهنتون کې له نږدې ۱۱۰ محصلانو دا ډول څېړنې شوې دي.

د ګجرات پوهنتون یوه محصل بي بي سي ته ویلي د شپې ۱۲ بجې د لیلې مشر راغلی او راته ویې ویل چې د لوړو زدکړو کمیسیون "ایچ ای سي" ټیم را روان دی، نو چمتو اوسئ.

نوموړي وویل: "چې هلته ولاړو بلوڅ او پښتانه محصلان ډېر وو. تر موږ مخکې د پنجاب او ګېلګت له محصلانو شویو پوښتنو زموږ له پوښتنو سره د ځمکې او اسمان توپیر درلود."

د دغو تحقیقاتو پر مهال د ځینو محصلانو تلیفونونه هم کتل شوي دي.

یو شمېر محصلانو ادعا کړې چې "موبایلونه یې رانه واخیستل او اپلکېشنونه یې پلټل" فیسبوک، ټویټر، انسټګرام، ګالري، وټس اپ یې حتمي کتل.

یوه بل محصل ویلي چې د نوم له پوښتلو وروسته یې ترې مذهبي ډلو سره د تړاو پوښتنې وکړې.

له ده دا هم پوښتل شوي چې "څه ډول وسله کارولی شي؟ د پاسپورت نمبر یې څه دی؟ څو خویندې لري؟ د خویندو نومونه یې څه دي؟ د مور نوم یې څه دی؟"

دغه محصل وايي د دغو تفصیلاتو له ورکړې وروسته سخت وېرېدلی دی.

ځینو محصلانو ویلي چې ان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د دوی له مور پلار هم ورته تحقیقات شوي دي.

یو بل محصل ویلي داسې پوښتنې مطرح شوې چې زموږ ګڼو محصلانو د ذهني ځور لامل ګرځېدې.

ډېرو محصلانو تر دغو تحقیقاتو وروسته د خپلو پوهنتونونو له مسوولانو سره خبرې کړي خو هغوي ورته ویلي چې د تحقیقاتو دا لړۍ یې له واکه بهر ده او انکار ترې نشي کولی.

خو د ګجرات پوهنتون یوه اداري چارواکي بیا د نوم نه خپرېدو په شرط بي بي سي ته وویل "له محصلانو پوښتنې ګروږنې معمول دي او دا کار کال کې دوه درې ځله کېږي."

هغه په دې تړاو بحثونه بې ځایه بولي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت بیا له دې انکار کړی چې له محصلینو دې یې د تحقیقاتو لارښوونه کړې وي.