د پېښور لوړې محکمې لومړنۍ ښځينه قاضۍ؛ 'مسرت هلالي د حق خبرې کولو جرات لري'

    • Author, عزيزالله خان
    • دنده, پېښور
  • د خپرېدو وخت

د خيبر پښتونخوا په قضایي تاريخ کې لومړی ځل يوه ښځینه چې مسرت هلالي نومېږي د پېښور های کورټ يا لوړې محکمي مشره قاضۍ نومول شوې ده.

د پېښور د های کورټ له خوا خپرې شوې اعلاميې له مخې نوموړې نن شنبې (د اپرېل لومړۍ) د مشرې قاضۍ په توګه کار پيل کړ. له دې وړاندې روح الامين د يوې ورځې لپاره مشر قاضي غوره شوی و.

قانوني وکيلانو د های کورټ د مشرې قاضۍ په توګه د مسرت هلالي ټاکنې هرکلی کړی او هيله یې څرګند کړې چې دا به خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي. ښځينه قانوني وکيلانې بيا وايي د مشرې قاضۍ په ټوګه د يوې ښځې ټاکل د هغوی لپاره د وياړ خبره ده.

مسرت هلالي له قاضي روح الامين وروسته د پېښور های کورټ تر ټولو جګپوړې قاضۍ ده او د اپرېل له لومړۍ نېټې به تر هغه مهال د چارسمبالې مشرې قاضۍ په توګه دنده ترسره کوي چې د پاکستان د قضايه کمېسيون له خوا د مشر قاضي د ګومارلو پروسه بشپړه شوې نه وي.

مسرت هلالي د پېښور د خيبر حقوقو کالج څخه د قانون زدکړې کړې او وروسته يې په محکمو کې د وکيلې په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړې وروسته بيا په ۱۹۸۸ کال کې د عالي محکمه او په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په ستره محکمه کې د وکيلې په توګه دنده ترسره کړه.

په قضايي برخه کې مسرت هلالي بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. د نوموړې همکار وکيلان وايي، هغې په تېرو څو لسيزو کې د ښځو په اړه منفي تصور له منځه وړی دی.

لوړ پوړي وکيل شبير ګګياني بي بي سي ته وويل، "قاضۍ مسرت هلالي په داسې وخت کې د قانون عملي کول پيل کړل چې په پېښور کې ډېرې کمې ښځينې وکيلانې وې، هغې د خپلې وړتيا او مبارزې له لارې په عدليه برخه کې مهم مقام خپل کړ. "

نوموړی زياتوي، اغلې هلالي د بشري حقونو د قضيو تر څنګ د ورکو شويونو کسانو قضيو ته هم ډېر پاملرنه کوله.

د دې د يوې بلې همکارې فرحانه مروت په وينا، هغه د محکمې برخه کې ډېره تجربه لري او د قضيې اورېدنې پر مهال د قضيې بڼه ښه درک کولی شي.

نوموړې وايي، "اغلې هلالي په کورنيو قضيو کې هڅه کوله چې تر ټولو غوره پرېکړه وکړي چې کورنۍ هم وژغورل شي او ماشومان هم اغېزمن نشي."

لوړپوړی وکيل اسحاق قاضي وايي، "اغلې هلالي د وکيلې په توګه د سمې خبرې کولو جرات درلود. هغې د بشري حقونو لپاره مبارزه کړې او که په پاکستان کې چېرته هم له بشري حقونو سرغړونه شوې وي، دې د حق ورکولو لپاره اواز پورته کړی او هلته وه. "

مسرت هلالي په داسې وخت کې د مشرې قاضۍ په توګه سوګند پورته کړى چې په خيبرپښتونخوا کې اورپکي يو ځل بيا زياته شوې او په دې ورځو کې په لويه کچه د لادرکه کيدو قضيې هم ډېرې شوې.

پخوانى قاضي يونس تهيم چې په پېښور های کورټ کې د قاضي په توګه کار کړى وايي، "مسرت هلالي ډېره وړ او مسلکي ده. "

د ښاغلي يونس تهيم په وينا، قاضۍ هلالي د انصاف ورکولو لپاره مهمې پرېکړې کړې او په دې کې د پوځي عدالتونو د پرېکړو په ضد استناف او د اېف سي آر په اړه پرېکړې د يادونې وړ دي.