پېښور کې د امن غوښتو لاریون

د پښتونخوا پېښور کې سلګونه کسان د پېښور پريس کلب مخې ته راټول شوي وو چې د پښتونخوا له پوليسو سره ملاتړ وښيي او دغلته د تېرې اوونۍ د برید غندنه یې کوله.
دغه لاریون کې د ټولو ګوندونو کارکونکو ګډون درلود او د پېښور د ولسي پاڅون نوم ورکړل شوی و.

لاریون کې د ګډون لپاره له تېرو دوه دريو ورځو راهسي د خواله رسنیو له لارې کمپاين شوی وو.
ځینو سېمو کې د لاوډ سپيکر له لارې په دې لاریون کې د ګډون لپاره هم اعلانونه هم شوي وو.

د پيښور پريس کلب مخې ته لاریون د هغې لړۍ برخه ده چې د دوشنبې د پوليسو د مرکز وروسته د پښتونخوا په بېلا بېلو ولسواليو کې ترسره شوي. دغه ډول نور احتجاجونه د پښتونخوا په سوات او مردان ولسواليو کې هم شوي دي. هلته هم لاریونوالو پر پوليسو بريد غندلی دی.
د پېښور په دغه لاریون کې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم ګډون کړی و.

هغوی په پښتونخوا کې د امن په راوستو ټنيګار وکړ او پر پوليسو د شوي بريد بشپړې پلټنې غوښتنه یې کوله.
د احتجاج زيات ګډونوال ځوانان او ګڼ شمير يي د پوهنتون زده کوونکي وو. مظاهرچيانو له ځان سره لیکل شوې لوحې لېږدولې چې په پښتونخوا کې د امن ټينګښت شعارونه پرې لیکل شوي وو.

لاریون کوونکو له حکومته غوښتنه کوله چې "په خپلو تګلارو دې د پښتنو په سیمو کې ترهګرۍ ته وده نه ورکوي."
لاریونیانو پر حکومت نېوکه کوله چې د امنیت په ټینګښت کې خپلې ژمنې نه پلې کوي.
لاریونوالو د سولې سمبول په توګه سپین بیرغونه له ځان سره لېږدول.

















