تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راولپنډۍ کې د تحریک انصاف ستره جلسه؛ عمران خان پکې له برید وروسته لومړی ځل ګډون کړی و
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
- د خپرېدو وخت
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان د راولپنډۍ جلسې ته وينا کې وويل، "موږ له ټولو اسمبليو د وتلو پرېکړه کړې او نه غواړو چې نور د نظام برخه وو" او په وينا يې د دې نېټه به وروسته اعلانېږي.
نوموړي وويل، ټول ملت انتخابات غواړي او موږ له دې وارد شوي حکومته د ټاکنو غوښتنه کړې وه.
ښاغلي خان وويل، "موږ پر ادارو فشار راوړ، د اقتصاد حالت خراب دی او دوی ورته د حل لار نه لري. "
نوموړي وويل، "زه ځواکمنو ادارو ته وايم چې دا هېواد د خرابېدو پر لور روان دی، کله چې د يوه هېواد اقتصاد خرابېږي، د هغو ملي امنيت هم اغېزمنېږي."
عمران خان وویل، "زه واک کې یوځای پاتې راغلم، ځواکمن کسان مې قانون ته تابع نه کړای شول".
ده وویل چې د پاکستان د حساب ورکولو ملي مرکز یا (نیب) زما په واک کې نه و، بلکې د پوځ په کنټرول کې و.
دی وايي، کله به یې چې د واک پرمهال د حساب ورکولو د نه ترسره کېدو پوښتنه وکړه، ځواب به دا و چې ته باید پر اقتصاد تمرکز وکړې.
عمران خان راغونډو شوو ته په وینا کې وویل، پر ده د برید په دسیسه کې درې کسان لاهم پر لوړو څوکیو پاتې دي: "ما ته یې وویل چې ممکن بیا برید وشي".
د عمران خان او ملاتړو د امنیت لپاره یې هلته پر دنګو ودانیو سنایپر نښه ویشتونکي ځای پرځای شوي چې د تحریک انصاف پر مشر د ممکنه برید مخه ونیسي.
پر نوموړي څو اوونۍ وړاندې د احتجاجي لاريون پر مهال ډزې شوې او ټپي شوی و.
د تحریک انصاف یوه بل مشر اعظم سواتي د پاکستان د پوځ مخکني مشر قمر جاوېد باجوه ته په خطاب کې وویل، "باجوه صاحب، زه له تا پوښتم او دا په وار وار درنه پوښتم چې ستا شتمني له کوم ځایه راغلې ده".
له خیبر پښتونخوا او نورو بېلابېلو سیمو د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ احتجاج کوونکي د پنډۍ- اسلام اباد ته تللي.
د لاریونوالو مخکښان د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشران پروېز خټک، تیمور سلیم جګړا او علي امین ګنډا دي.
د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۸مه د لاهور ازادي څلورلارې نه دا احتجاج پیل کړ و او اسلام اباد ته یې د خپلو پلویانو د راغونډېدو غوښتنه کړې وه.
نوموړي د پنجاب بېلابېلو ښارونو کې د کانټینرونو له سر نه وخت ناوخت ویاوې کولې.
کله چې نوموړی د پنجاب له وزیر اباد ښارګوټي اسلام اباد ته روان و، ډزې پرې وشوې او تر ټپي کېدو وروسته روغتون کې د څو ورځو لپاره بستر شو.
هغه له روغتونه تر رخصتېدو وروسته له خپل کوره یوه وېډیو کې خپلوو مینه والو ته وغږېد.
عمران خان ویلي وو د دې مارچ وروستی تمځای به یې اسلام اباد وي، خو تر ټپي کېدو وروسته دا پر یوه لاریون بدل شو او عمران خان د مارچ ځای هم د اسلام اباد پر ځای راولپنډي ښار - چې د اسلام ابد په ګاونډکې دی- غوره کړ.
عمران خان نن (نومبر ۲۶مه) راولپنډي ښار د خپلو پلویانو د رسېدو غوښتنه کړې وه.
ریښتینې ازادي
عمران خان ځپل دې لاریون ته د ریښتینې ازادۍ نوم ورکړی، چې وايي د پاکستان له لر و بره د تحریک انصاف ګوند پلویان د ګډون لپاره په کاروانونو کې ورځي.
د پاکستان ایتلافي حکومت د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله رسنیو ته ویلي، چې پر عمران خان د بیا برید وېره هم شته. ده ویلي ښه به دا وي چې عمران خان خپلې غوښتنې د پارلمان له لارې وړاندې کړي او خپل مارچ وځنډوي.
په پام کې ده چې راولپنډي کې به احتجاج ته عمران خان وینا وکړي.
د احتجاج له کبله د اسلام ابا او راولپنډي ترمنځ ځینې سړکونه تړل شوي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.
د دې لاریون د امنیت لپاره د پنجاب حکومت ټینګ امنیتي ګامونه اخیستي.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان اصلي غوښتنه دا ده چې له ټاکلې مودې مخکې دې عامې ټاکنې وشي.
دی تور لګوي چې له واکه د امریکا په لمسون د پاکستاني حکومت په مرسته لیرې شوی، خو د پاکستان پوځ او مرکزي حکومت یې دا تور په وار-وار رد کړی دی.