امریکا او ایران د شخړې له بیا سختېدو سره د یو بل پر بېړیو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل
- Author, ګریس الیزا ګوډوین
- Author, ماکس ماتزا
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د امریکا او ایران اړوند بېړیو د شنبې په ورځ د یو بل پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه وکړل. دا د هغو بریدونو وروستۍ لړۍ ده چې یوه اوونۍ وړاندې، له نږدې یوې میاشتې نسبي ارامۍ وروسته یې بیا زور اخیستی دی.
د امریکا پوځ وايي، دوی د ایران اړوند دوه تېل لېږدونکې بېړۍ یا ټانکرونه "د تل لپاره له فعالیته غورځولي" دي، چې یو یې د خارګ ټاپو ته نږدې و، او یو ټانکر یې د عمان په خلیج کې "په بشپړ ډول ویجاړ کړی" دی.
د ایران دولتي رسنیو دغه بریدونه تائید کړي او وايي، تهران په ځواب کې یې د امریکا پر اړوند درېیو بېړیو بریدونه کړي دي. دغه راز یې د هرمز تنګي له لارې د روانو درې د تېلو ټانکرونو په نښه کړي، ځکه چې د ایران په وینا هغوی په "غیر مجاز" مسیر روان وو.
بي بي سي د ایران د وروستیو ادعاوو په اړه، چې ګواکې امریکايي بېړۍ یې په نښه کړې دي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټکام نظر غوښتی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه شخړه "کوچنۍ خبره" بللې وه، په داسې حال کې چې د شپږو میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم څرګند پرمختګ نه تر سترګو کېده. ټرمپ د شنبې د دغو بریدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ایران د وروستي غبرګون خبر څو ساعته وروسته خپور شو، چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو:
"مسئله ډېره ساده ده: که ایران پر امریکايي بېړیو ډزې وکړي، موږ به د دوی د تېلو ټانکرونه ویجاړ او ډوب کړو."
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټکام په وینا، د امریکایي بریدونو تر ترسره کېدو مخکې ایران دوه امریکایي جنګي بېړۍ په نښه کړې وې.
سینټکام وايي، د ورځې په لومړیو کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي له لوري څو بریدونه "په بریالیتوب سره شنډ کړي" دي.
د دوی په وینا، دغه بریدونه یوه امریکایي الوتکه لېږدونکې بېړۍ او یو توغندويي ویجاړونکی جنګي بېړۍ هدف ګرځولې وه. سینټکام وايي، په دې بریدونو کې هېڅ امریکایي سرتېری نه دی زیانمن شوی.
سینټکام، چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي عملیاتو مسوولیت لري، ادعا کړې چې هغه درې ایراني د تېلو ټانکرونه چې دوی پرې برید کړی، "د څو میلیارده ډالرو د یوې پټې شبکې برخه وو چې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک او د دې سیمه ییزو متحدینو ته مالي ملاتړ برابروي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران دولتي رسنۍ ای ار ای بي راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ د امریکا لخوا د خارګ ټاپو ته نږدې د تېلو پر ټانکر شوي برید کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خارګ ټاپو د ایران د نفتو د صادراتو اصلي مرکز دی. د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه خام تېل د همدې ټاپو له لارې صادریږي، چې د هېواد له وچې څخه د پایپ لاینونو په وسیله ورته لېږدول کېږي.
د ای ار ای بي رپوټ وايي، د عمان په خلیج کې د برید لاندې راغلو دوو ټانکرونو عملې کسان په ژغورونکو کښتیو کې ساحل ته انتقال شوي دي. د راپور له مخې، یو ټانکر تش و او بل د تېلو بار لېږداوه.
څو ساعته وروسته، ای ار ای بي راپور ورکړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواک په سیمه کې د شپږو بېړیو پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي، چې درې یې د هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرونه وو او درې نورې بېړۍ له امریکا سره "تړلې" بلل شوې دي.
د ای ار ای بي په وینا، سپاه پاسداران وايي، دغو درې ټانکرونو د هرمز تنګي له لارې "غیر مجاز" مسیر کاراوه او نورو بېړیو ته یې خبرداری ورکړی چې له داسې لارو کار وانخلي.
هرمز تنګی، چې د نړۍ د نفتو او ګازو د صنعت لپاره حیاتي اهمیت لري، د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د جګړې له پیل وروسته عملاً تړل شوی او د ایران لپاره د فشار یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
تهران ټینګار کړی چې د دې اوبو لارې پر کنټرول به له خپل نفوذ څخه لاس وانخلي. ایران پخوا هم هغه بېړۍ په نښه کړې وې چې د عماني اوبو له لارې یې سویلي مسیر تګ راتګ کاوه او د ایران د خوښې مسیر یې نه کاراوه، چې د ایراني اوبو له لارې تېرېږي.
سره له دې چې ایران بریدونه ترسره کړي، ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې هرمز تنګی "پرانیستی" دی، او د امریکا پوځ له بېړیو سره د سویلي مسیر په کارولو کې مرسته کوي.
د نسبي ارامۍ تر یوې مودې وروسته، امریکا تېره یکشنبه بیا خپل بریدونه پیل کړل. امریکا ویلي وو چې دوه راکټ ویشتونکي یې په نښه کړي، چې د هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو د اېښودلو لپاره ترې کار وانخیستل شي.



















