بلوچستان کې احتجاج؛ د پوځ په ډزو د عوامي نېشنل پارټۍ غړی خالق داد بابړ وژل شوی

بلوچستان

د عکس سرچینه، Social Media

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان په پښتون هرنايي سیمه کې د پاکستان پوځ پر احتجاج کوونکو ډزي کړې، چې یو تن يې وژلی او یو شمېر نور يې ټپیان کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، دوی هلته د تېري شپې ډزو پر ضد سوله ييز احتجاج کاوه، چې پوځیانو پرې ډزي کړې دي.

د پاکستان ملي اسمبلۍ يوه غړي محسن دوړ ویلي، د پاکستاني پوځ خلاف احتجاج کې پوځ پر احتجاج کوونکو ډزې کړې او د عوامي نېشنل پارټۍ یو غړی او فعال خالق داد بابړ پکې وژل شوی.

بلې خواته په راولپينډۍ کې د پوځ له مرکزي دفتره بیا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، په یاده سیمه کې د دوی پر یوې پوستې برید شوی او دوه سرتېري يې وژل شوي دي.

احتجاج نن یکشنبه ګهیځ د پوځي ادې مخې ته شوی.

ښاغلي دوړ پر ټویټر پر بې وسلې احتجاج کوونکو دا ګډې وډې ډزې په کلکه غندلې دي او وايي په ډزو ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

نوموړی وايي، دا پېښې ځکه کېږي چې مجرمینو ته یې قانوني سزانه ورکول کېږي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې پر احتجاج کوونکو ډزې کېږي او دوی یې بدل کې پر پوځیانو ډرې ویشتلې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په وېډیوګانو کې ټپي شوي کسان د ډزو پرمهال کشول کېږي او چیغې وهي چې وضعیت د لا تاوتریخوالي لوري ته روان دی.

ځینو کسانو پر ټویټر لیکلي، چې "هر کال د اګسټ پر ۱۴مه، (د پاکستان د خپلواکۍ ورځ) پوځ د پښتنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اعمال کوي، سرحدي ځواکونو پر سوله ییزو احتجاجیانو ډزې کړې".

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د اګسټ پر ۱۳ او ۱۴مو شپو "ترهګرو د بلوچستان هرنايي ولسوالۍ ته څېرمه په عمومي خوست سیمه کې د پوځ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي. په بدل کې یې تښتېدلي ترهګر پسې واخیستل شول او برید یې په بریالیتوب دفع کړل شو".

بلوچستان

د عکس سرچینه، Social Media

پوځ دا ادعا هم کړې چې د هرنايي تېرې شپې ډزو کې د پوځ دوه افسران وژل شوي او د یوه جګړن په ګډون لس نور ټپیان دي.

پخواني سیاستوال او سناتور افراسیاب خټک پر ټویټر دا برید غندلی او لیکلي یې دي چې "د بې وسلې احتجاجیانو پر وړاندې ډزې په دې مانا دي چې پوځ ته د خلکو ژوند هېڅ اهمیت نه لري. یوازې یوه ریښتونې حساب ورکونه د دوی مخه نیولی شي".

نوموړي دا هم لیکلي چې "که نن رښتیا هم د خپلواکۍ ورځ وي، نو د دې ورځې غوره ډالۍ باید د هغو زرګونو بلوڅ، پښتنو او نورو وګړو خوشي کول وي چې امنیتي ادارو برمته کړي، خو له بده مرغه واکمنانو ته د خپل ولس د سرچینو لوټول د خپلواکۍ جشن ښکاري".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2