پزشکیان: که امریکا په 'اسلام اباد تفاهملیک' کې خپلو ژمنو ته راوګرځي، ایران به هم سملاسي ورته ګام پورته کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل هېواد او امریکا ترمنځ د 'اسلاماباد تفاهم لیک' ته په اشارې سره وویل: ''که چېرې امریکا په تفاهملیک کې خپلو ژمنو ته بېرته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي ورته ګام پورته کړي.''
لنډیز
- ټرمپ: ایران په رسمي ډول ماته خوړلې
- د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه رد کړي
- سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ
- امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
- د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
- د ایران ولسمشر وایي، د جګړې غوښتونکي نه دي خو "يرغلګرو" ته پرېکنده ځواب ورکوي
- سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه
- د ایران ولسمشر په ګډون د څو هېوادونو مشران په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره رسېدلي
ژوندی پوښښ
پزشکیان: که امریکا په 'اسلام اباد تفاهملیک' کې خپلو ژمنو ته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي ورته ګام پورته کړي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل هېواد او امریکا ترمنځ د 'اسلاماباد تفاهم لیک' ته په اشارې سره وویل: ''که چېرې امریکا په تفاهملیک کې خپلو ژمنو ته بېرته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي ورته ګام پورته کړي.''
د ایران ولسمشر په بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډه کې وویل: ''د هغه سند اړوند د امریکا ژمنتیا چې د دې هېواد د ولسمشر لاسلیک په کې دی، له دوو اوونیو کمه موده دوام وکړ. څرګنده ده، چې د امریکا د ژمنو ماتولو سره د ایران له لوري متناسب ځواب ورکړل شو.''
خو ښاغلي پزشکیان ټینګار وکړ: ''زه په څرګندو ټکو وایم، چې که امریکا په یاد تفاهملیک کې خپلو ژمنو ته بېرته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي متقابل اقدام وکړي.''
د ایران بېلابېلو سیاسي او پوځي چارواکو په وروستیو اوونیو کې څو ځله ویلي، که امریکا د اسلاماباد تفاهملیک ته بېرته راوګرځي او د هغه مادې عملي کړي، ایران هم دې هوکړې ته بېرته ستنېدو لپاره چمتو دی.
وروستی, د امریکا د ۸۲م هوايي لوا ځواکونو کورنیو ته ویل شوي چې په منځني ختیځ کې به یې ماموریت تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې د بي بي سي همکارې سيبياېس خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د ۸۲م هوايي لوا د هغو سرتېرو کورنیو ته، چې د روان کال په پیل کې منځني ختیځ ته استول شوي، د دې لوا د قوماندانۍ له خوا خبر ورکړل شوی چې د دوی ماموریت ښايي تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.
د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، دا موضوع په هغه لیک کې اعلان شوې چې د لوا قوماندانانو کورنیو ته استولی دی او دوو امریکايي چارواکو هم د لیک منځپانګه تایید کړې ده.
په دغه لیک کې، چې نېټه یې یکشنبه ده، د شمالي کارولینا ایالت په فورټ براګ کې مېشت د ۸۲م هوايي لوا قوماندانانو ویلي چې د استول شویو ځواکونو د ماموریت موده ښايي په ټولیز ډول تر ۱۲ میاشتو پورې ورسېږي.
د لوا قوماندان جنرال برانډن ټېګمایر او د لوا لوړپوړي بریدمل جېمز براډشا په لیک کې لیکلي دي: "موږ دا موضوع په اسانۍ نه مطرح کوو او پوهېږو چې د ماموریت اوږدېدل پر هرې کورنۍ ډېر فشار راوړي؛ زموږ پر خپلو کورنیو هم."
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او واشنګټن په وروستیو ورځو کې په سیمه کې نور ځواکونه هم د چمتووالي په حالت کې درولي دي.
سيبياېس راپور ورکړی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۸۲م هوايي لوا د ځواکونو د حضور دوام ښايي د دې نښه وي چې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې د اوږدمهاله حضور لپاره چمتووالی نیسي.
وروستی, د یمن د پوځ بریدونه پر حوثي ځواکونو او د هغوی د بېپیلوټه کښتیو په نښه کول
د یمن د پوځ رسنیز مرکز راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځي ځواکونو په څو جبهو کې د حوثیانو پر مورچلو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د دې رسنیز مرکز له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې بېپیلوټه الوتکې د صعده ولایت په شمال کې د باقم په سیمه کې د حوثیانو اډې په نښه کوي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د یمن سمندري ځواکونو په سره سمندر کې د حانیش او زقر ټاپوګانو ته نږدې د حوثیانو د څلورو بېچلوونکو کښتیو د ویجاړولو خبر ورکړی دی.
وروستی, د امریکا د پوځ وزیر له هګسیټ سره له میاشتو اختلافاتو وروسته استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د پوځ وزیر ډانیل ډریسکول، له دفاع وزیر (پېټ هګسیټ) سره له میاشتو اختلافاتو وروسته، د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خپله استعفا سپارلې او تمه کېږي چې په رتلونکو ورځو کې پنټاګون پرېږدي.
وال سټریټ ژورنال د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د ډریسکول او هګسیټ ترمنځ اختلاف د امریکا د اردو د راتلونکي رول کې او د یو شمېر جګپوړو پوځي قوماندانانو د لېرې کولو پر سر سخت شوی و.
سپینې ماڼۍ د ښاغلي ډریسکول د کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه د ټرمپ د دفاعي پروګرام په پلي کولو او د چمتووالي په لوړولو او همدا راز د روسیې او اوکرایین ترمنځ په مذاکراتو کې مؤثره ونډه درلوده.
د ډریسکول استعفا د امریکا د اردو مدیریتي وضعیت هم نور هم پېچلی کوي.
وروستی, هرمز تنګي کې او عمان ته نژدې یوه تېل لېږدووکې بېړۍ په نښه شوې
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان (UKMTO) اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې یوه تېل لېږدوونکې بېړۍ په "نښه شوې ده."
د دغه راپور له مخې، دا تېل لېږدوونکې "په هرمز تنګي کې د تېرېدو او له هغه د وتلو پر مهال" نښه شوی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان ویلي چې دا پېښه د عمان د خصب سیمې ختیځ ته په ۳۱ کیلومترۍ کې شوې او بېړۍ "په درېیو ناپېژندل شویو ویشتونکو توکو ویشتل شوې ده."
تر اوسه پورې د دې برید له امله د ځاني زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د دې راپور له خپرېدو څو ساعته وړاندې، په ایران کې غیر رسمي خبري سرچینو د ایران له سوېلي ساحلونو د درېیو بریدونو خبر ورکړی و.
وروستی, اېپي: پر ولسي خلکو د امریکا 'پریسیژن سټرایک' لومړني توغندي کارولو د خطر اندېښنې راولاړې کړې دي

د عکس سرچینه، Tasnim
د عکس تشریح، له برید وروسته په لامرد کې د ورزشي سالون انځور د اسوشېټډ پرېس د خبري اژانس له لوري د دوشنبې په ورځ په یوه ځانګړي راپور کې لیکل شوي: د لاکېډ مارټین شرکت د دقیق برید توغندی "پریسیژن سټرایک" (PrSM) د بل نسل بالستیک توغندي په توګه تشریح کړی؛ هغه وسله چې لوړ ویجاړوونکی ځواک، اوږد واټن او ډېر دقت لري او د امریکا پوځ د خپلې وسلو ذخیرې د پراختیا او مجهز کولو لپاره پرې میلیارډونه ډالره پانګونه کړې ده.
انګېرل کېږي چې د امریکا د لاکېډ شرکت له لوري د جوړو شویو پریسیژن سټرایک توغندیو لومړنی جنګي کارول د ایران د جګړې په لومړۍ ورځ، د ملکي وګړو لپاره د هغوی د خطرونو په اړه اندېښنې راپیدا کړې دي.
د اسوشېټډ پرېس د راپور له مخې، "د پر نفوسه سیمو په نژدې کې د دې وسلې کارول کولی شي د ملکي وګړو لپاره جدي خطرونه ولري. دا پایله د وسله والو نښتو د څار سازمان "ایروارز" د ارزونې او د وسلو له کارپوهانو او پخوانیو دفاعي چارواکو سره د خبرو اترو پر بنسټ ترلاسه شوې ده."
د اسوشېټډ پرېس او پوځي کارپوهانو د ارزونې له مخې چې له دې خبري اژانس سره یې خبرې کړي، هغو درېیو توغندیو چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په سوېل کې د لامرد ښار په نښه کړ، د چاودنې له ځایه تر ۵۰ متره لرې ملکي وګړي وژلي او د دې واټن پرتله یې له درې برابره په ډېر واټن کې مالي زیانونه اړولي دي.
د ایروارز موسسه وايي دا توغندي پر یوه ورزشی کمپلېکس او دوو استوګنیزو سیمو له پاسه چاودېدلي دي. د ایراني چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي، چې اوه ماشومان هم په کې دي، وژل شوي دي.
د امریکا پوځ مخکې دا ادعاوې رد کړې وې او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی و چې امريکايي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۸مه د لامرد پر ښار یا د هغه په ۳۰ مایلي وړانګو کې هېچ ډول برید نه دی کړی او هېڅ "پریسیژن سټرایک" توغندی هم دې سیمې ته نه دی توغول شوی. سېنټکام دغه راز ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه ملکي وګړي نه په نښه کوي.
په هر حال، اسوشېټډ پرېس په خپل راپور کې لیکلي دي چې د وسلو شپږو کارپوهانو دا ارزونه رد کړې او په دې باور دي چې شته شواهد د PrSM توغندي له کارولو سره اړخ لګوي. دغه راز اسرائیلو هم اسوشېټډ پرېس ته ویلي دي چې د جګړې په لومړۍ ورځ یې د ایران پر سویل او د لامرد پر سیمه هېچ ډول برید نه دی کړی.
وروستی, اکسیوس: ټرمپ پر بېړیو د ګواښونو مخنیوي لپاره پر ایران د محدودو بریدونو غور کوي
اکسیوس د امريکايي چارواکو له قوله په يوه راپور کې ليکلي دي چې ډونلډ ټرمپ د هرمز په تنګي کې پر بېړیو د بريدونو مخنيوي لپاره د ايران پر توغنديزو او راداري وړتياوو د محدودو بريدونو په غور کې دی.
په ورته وخت کې، دواړو هېوادونو د دوشنبې په سهار د يو بل پر هدفونو نوي بريدونه کړي او ايران هم ادعا کړې چې د هرمز په تنګي کې یې د نامجاز تېل لېږدوونکو بېړيو تګ راتګ بند کړی دی. په ورته وخت کې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د سیمې ځینې هېوادونه د خپلو پخوانیو څرګندونو برعکس، لا هم امریکا ته اجازه ورکوي چې د دوی له خاورې د ایران خلاف د بریدونو لپاره استفاده وکړي. دغه ستاد خبرداری ورکړی چې ایران به "د هر ډول تېري سرچینه" په نښه کړي.
ټرمپ: د ایران بریدونو ته به کلک ځواب ورکړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، ويلي په اردن کې د امریکا پر اډو د ایران بریدونو ته به ځواب ورکړي.
له فاکس نيوز سره په يوه ټيليفوني مرکه کې ډونلډ ټرمپ ويلي، امریکا به په "قوي برید" ورته ووايي.
تېره شپه سپاه پاسداران اعلان وکړ چې پر کارک ټاپو د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو برید کړی چې په وینا یې دروند زيان یې "ورته اړولی دی".
ښاغلي ټرمپ ويلي، امریکايي ځواکونو تېره شپه یو توغندی پرېښود چې د هوايي دفاع له سيسټمونو تېر شي، ځکه دا توغندی په موخه نشوی لګېدلی.
نوموړي زياته کړې، نور توغندي له منځه وړل شوي. اردن هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې اته ایراني توغندي یې شنډ کړي دي.
د امریکا ولسمشر د خبرو اترو د بيا پیلېدو هيله هم څرګنده کړې ده. هغه ويلي، "دوی واقعا غواړي له موږ سره وويني. یوازې نه پوهېږم چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې پرې حساب وشي ."
ټرمپ: ایران په رسمي ډول ماته خوړلې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل د ایران په اړه يوه پیغام خپور کړی دی.
ښاغلي ټرمپ ليکلي، "ایران په رسمي ډول ماته خوړلې. مړ دی. د دوی سمندري ځواک، هوايي ځواک، ملي اسعار نه لري، دوی خپلو سرتېرو او پوليسو ته معاش نه ورکوي، انفلاسیون ۳۰۰ سلنې ته رسېدلی او د هېواد مشرتابه په بشپړ ډول ګډوډۍ کې دی او نشي کولی د هېواد استازيتوب وکړي".
نوموړي زياته کړې، "ټول هغه څه چې دوی لري له امریکا جعلي خبرونه دي او د خپلو لاريونوالو د وژلو لېوالتيا، اوس یې له سل زره ډېر خلک وژلي او بايد د انسانيت پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره محاکمه شي."
ایران: په لارک ټاپو د امریکا برید کې دوه کسان وژل شوي
د ایران د قشم والي حسين امير تیموري وايي پر لارک ټاپو د امریکا په برید کې دوه کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د ایران پوځ ته نژدې سرچينو راپور ورکړی چې دواړه وژل شوي د سپاه پاسداران د ځواکونو برخه وو. حسین امير تيموري له رسنيو غوښتي چې د پېښې په تړاو خبرونه يوازې "د رسمي او باوري سرچينو له لارې" وڅاري.
تېره شپه امریکا پر لارک ټاپو بریدونه وکړل چې په ځواب کې ایران په اردن کې د امریکا دوې اډې په نښه کړې.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې په لارک ټاپو د برید پخلی کړی او وايي په ترڅ کې یې څو تنه ځواکونه او هېوادوالو وژل شوي او ټپيان شوي دي.
اردن وايي له ایرانه اته توغول شوي توغندي یې شنډ کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اردن د وسله والو ځواکونو د رسمي ویاند په وینا، د دغه هېواد د هوايي دفاع سيسټمونو "د دوشنبې په سهار اته توغندي شنډ کړي دي".
د بي بي سي د مانېټورېنګ برخې د راپور له مخې اردني رسنيو دغه خبرپاڼه خپره کړې خو د نور بيانيو پر خلاف په دې کې نه دي ويل شوي چې توغندي له کومو ځايونو توغول شوي او هدف یې کوم ځای و.
د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو یا سپاه پاسداران وړاندې اعلان کړی و چې د امریکا له خوا پر لارک ټاپو د شويو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا اډه د ډرونونو په واسطه په نښه کړې ده.
ایران وايي په متحده عرب اماراتو کې یې د المنهاد پر اډه هم برید کړی خو د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.
د ایران ولسمشر د هند له لومړي وزير سره ولیدل

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره وليدل.
د چين ولسمشر شي جېن پېنګ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، او له ۱۲ زياتو نورو هېوادونو مشران په پلازمېنه بيشکیک کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې لپاره راټولېږي.
د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې تېره شپه امریکا د ایران پر لارک ټاپو برید وکړ او ایران وايي په ځواب کې یې په اردن کې د امريکا پوځي اډه په نښه کړې ده.
د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه؛ د ایران ولسمشر په ګډون د څو هېوادونو مشران قرغزستان ته رسېدلي
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په ګډون يو شمېر نورو مشرانو په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشريزه کې ګډون کوي.
روسيه، چين، هند، پاکستان، ایران، د منځنۍ اسيا څلور هېوادونه او د بېلاروس مشران دې دوې ورځنۍ غونډې ته بلل شوې دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان کې د سیمې لوی هېوادونه، له لوېدیځو ځواکونو سره د سیالۍ په پار، سره یو ځای شوي.
په تېرو ناستو کې یې د چین او روسیې مشرانو د څو قطبي نړۍ په مفکورې او په نړیوالو مسایلو کې د امریکا په لږ رول، ټینګار کاوه.
په اوسنۍ ناسته کې بیا په اسیا کې، سوداګرېزې لارې او انرژي د اقتصادي اجندا په سر کې ده. د چین ولسمشر ، شي جېن پېنګ، بشکیک ته له رسېدو سره د چین او مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ د "طلايي اړیکو" د پېر خبره کړې، یوه داسې سیمه چې له تاریخي پلوه تل د روسیې په واک وه.
افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري.
د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه رد کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت وايي، د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه ردوي او په دې تړاو یې د رسنيو خبرونه ناسم بللي دي.
څو ساعته وړاندې د ایران پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د لارک پر ټاپو د امریکا د تېرې شپې د برید په ځواب کې یې "په متحده عرب امارتو کې د المنهاد پر اډې چې امريکايي ځواکونه او الوتکې په کې دي د لسګونو ډرونونو برید وکړ".
خو متحده عرب اماراتو دا رد کړې او د خپلو اوبو پر سر یې یوازې د يوه ډرون خبر ورکړی دی.
دغه هېواد د ډرون په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي چې ایا دا نسکور شوی او که هدف ته رسېدلی دی.
د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت ټينګار کړی چې، "د هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي".
متحده عرب اماراتو له خپلو وګړو غوښتي چې "یوازې له رسمي سرچينو خبرونه ترلاسه کړي او له اوازو او ناسمو معلوماتو ډډه وکړي".
د ایران د بهرنيو چارو وزارت: په لارک ټابو برید د ایران له ملي حاکميت سرغړونه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې پر لارک ټاپو د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران له "ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه" بللې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېرې شپې د امریکا له برید وروسته، "عامه او شخصي ملکيتونو ته زيانونه رسېدلي دي".
ایران بيا په اردن کې د امریکا پر اډې برید کړی او دا یې "د ځان د دفاع حق" یاد کړی او د ملګرو ملتونو له مشر او د امنيت له شورا یې غوښتي چې "د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې لپاره خپل مسوليتونه" ترسره کړي.
د ایران ولسمشر: د جګړې غوښتونکي نه يوو خو يرغلګرو ته پرېکنده ځواب ورکوو

د عکس سرچینه، IRINBEWS
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان قزغزستان ته له تګ وړاندې په تهران کې وويل، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی خو په وینا یې د "هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نشي او پرېکنده ځواب به ورکړي."
ښاغلي پزشکیان وويل، ایران له وړاندې دا پیغام نړۍ ته رسولی دی او زياته یې کړه، "په سيمه کې بې ثباتي او ناکراري د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول به له ستونزو سره مخامخ کړي".
نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکايي ځواکونو د لارک پر ټاپو برید وکړ او په ځواب کې یې ایران په اردن کې د امریکا پوځي موخې په نښه کړې.
د ایران ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بيشکيک ته تللی دی.
وروستی, ټرمپ پر خارګ د برید په اړه د مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ویډیو خپره کړه
د ویډیو تشریح، "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!" د امریکا ولسمشر، دونلد ټرمپ پر ټروټ سوشل شبکه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مټ جوړه شوې یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې د تېلو لوی بنسټونه د چاودنو او اورګېرنې په حال کې لیدل کېږي.
ښاغلي ټرمپ د دغې ویډیو په شرح کې لیکلي: "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"
د دغې ویډیو خپرېدل په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې وې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بېپيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.
د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.
وروستی, د ایران پوځ: په متحده عرب اماراتو کې مو د امریکا پر "المنهاد" پوځي اډه برید کړی
د ایران پوځ وايي چې "په اماراتو کې د المنهاد په اډه کې د امریکایي ځواکونو او چورلکو د د درېدو" پر ځای برید کړی دی.
د ایران د پوځ عامه اړیکو ویلي چې دا بریدونه پر لارک جزیره د تېرې شپې د امریکا د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.
تېره شپه امریکایي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بېپيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.
د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.
وروستی, سپاه پاسداران وايي د هرمز تنګي پر سر یې یوه بېپيلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده
د ایران رسنیو د سپاه پاسداران له قوله اعلان کړی چې د هرمز تنګي پر سر یوه امریکايي اېمکیو-۹ بې پیلوټه الوتکه رانسکوره شوې ده.
د سپاه پاسداران عامه اړیکو د زیاتو تفصیلاتو له ورکولو پرته ویلي چې دا ډرون د "سپاه د نوي هوایي دفاع سیسټم" په مټ په نښه شوې ده.
فارس خبري اژانس لیکلي چې دا ډرون د پارس خلیج په اوبو کې لوېدلې ده.
