بې کوره شوي وزیرستانیان: پخوا به مو په وچه ډوډۍ ژوند کاوه، اوس هغه هم نه شته

قریب خان
د خپرېدو وخت

د شمالي وزیرستان بې ځایه شوي وګړي وايي، د خوړو لپاره څه نه لري او له سختې بې وزلۍ کړېږي.

د شمالي وزیرستان په عمر پوخ قریب خان وايي:"موږ سابه، دال او غوښه په سترګو نه ده لیدلې، موږ ته یوازې وچه ډوډۍ راځي او دا زموږ لپاره لویه خبره ده. تاسو ووایاست چې زموږ د کورنۍ پنځه غړي په ۲۰ زره روپیو څنګه ژوند وکړي."

نوموړی د نورو بې وزله کسانو په څېر له خپلو ماشومانو سره د پېښور خبري کلپ مخې ته په یوه اعتراضي پنډغالي کې ناست دی.

قريب خان له خپلو ماشومانو سره له اتو کلونو راهيسې د بې ځايه شويو په توګه ژوند کوي.

نوموړي سره له نورو بې ځایه شویو کسانو لاس په لاریون پورې کړ.

د وزیرستان په دې بې ځایه شویو کسانو د پاکستان حکومت مرستې بندې کړې او ورته ویل شوي چې بېرته خپلو سیمو ته لاړشئ، هلته امن راغلی دی.

خو قريب خان وايي، موږ لا هم بې ځايه شوي يو، ځکه خپلو سيمو کې د اوسېدو خبره خو لا لرې ده، هلته ان خلک خپلو سیمو ته دننه کېدو اجازه نه لري.

لاريون ولې کېږي؟

متاثرین

د پيښور خبري کلپ مخې ته په سړک لويه خيمه لګول شوې ده چې په سړک باندې تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.

مخکې هم دې خیمه کې اعتراض کوونکي ناست وو، خو له شمالي وزیرستانه دومره خلک راغلي چې په دې خیمه (اعتراضیه پنډغالي) کې ځای نه شته دی، یوشمېر نور بې ځایه شوي تر پله لاندې ناست دي او ځینې په پیاده روو کې ناست دي.اعتراض کوونکي د پاکستان له حکومته غواړي چې ستونزې یې هوارې کړي.

دوی وايي، یا دې مرستې بېرته ورته پیل کړي او یا دې هم خپلو سیمو کې هغه ډول ژوند ورته برابر کړي چې دوی ۲۰۱۴ کال عملیاتو څخه مخکې یې درلوده.

په لاريون کوونکو کې يوه ځوان رحمت غلام بي بي سي ته وويل، چې ډېرى دغه لاريون کوونکي د شمالي وزيرستان د دته خېلو له سیمې سره تړاو لري.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې له دې بې ځایه شویو سره هغه مرستې بندې شوې چې له ۷ زرو نه تر ۱۳ زرو روپیو ورکول کېدې.

چندہ جمع

نوموړی وايي، چې د اړوندو ادارو مسوولينو ورته ویلي، چې دا مرستې نورې نه ورکول کېږي ځکه د مسولینو په خبره بې ځایه شوي خپلو سیمو ته تللي دي.

دغه اعتراضیه پنډغالي(خیمې) کې ځوانانو چندې ټولو ته مخه کړې چې هلته د شته کسانو ستونزې په حل کړي.

د اغیزمنو ژوند

په دې لاریون کې قريب خان هم شتون لري.

عمر یې شاوخوا ۸۰ کاله دی.

نوموړی وايي، د خيبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ ته څېرمه د دومیل کلي په يوه کرايي خټين کور کې اوسېږي.

"د دې کور کرایه د میاشتې پنځه زره روپۍ ده. په کور کې درې یا څلور ماشومان شته دي.زه پخپله کار نشم کولی. دلته سخته ګرمي ده، که لمر یو ځل راوخيزِي بیا زر نه لوېږي او بدن سوځوي. "

پاکستانی پوځ وايي د ترهګرۍ ضد نوي عملیات يې پیل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

قريب خان وايي: "دوی موږ ته اجازه نه راکوي چې خپلو کلیو ته لاړ شو. دوی وايي چې سیمه له سختدریځو نه ده پاکه شوې، نو تاسې خپلو کورونو ته نه شئ تللی."

نوموړی زیاتوي: "زموږ په خپله سيمه کې د کار او روزګار یو څه پيدا کېږي، د چلغوزو ونې دي، نور باغونه هم شته او د يو څه کار په کولو سره عايد هم ترلاسه کېږي، خو دلته لوږه، ګرمي، يخنۍ، باران، طوفان، هر ډول موسم، راباندې راځي او مخنیوی یې ستونزمن دی. "

په شمالي وزیرستان کې ژوند

د هغو اغیزمنو لپاره چې له شمالي وزیرستان نه بهر او یا هم په وزیرستان کې له خپلو اصلي سیمو لرې په نورو سیمو کې اوسېدو ته اړ شوي ژوند ډیر ستونزمن دی.

د دې خبرې اندازې له دې معلومولی شئ چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې ۴ کسان په هدفي وژنو کې ووژل شول.

نه یوازې دا، وړمه اوونۍ کې هم څلور تنه وژل شوي وو.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پوځي عملیاتو وروسته سلګونه زره خلک له خپل کور کلي ووتل

دوی د خپل یوه ملګري میلمستیا ته تللي و چې کله بېرته خپلو کورنو په لور خوځېدل په لاره ووژل شول.

په همدې میاشت کې د جمعیت علمای اسلام (ف) درې مشران هم ووژل شول.

داسې راپورونه هم شته چې د دغو پرله پسې وژنو له امله ګڼ شمېر خلک له خپلو سیمې نورو سیمو ته کډه شوي دي.

له دې امله په سیمه کې کاروبار له منځه تللی او خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په شمالي وزیرستان کې هم له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لاریونونه روان دي او بېلابېلې لویې لارې تړلې دي، خو د چارواکو له لوري هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی، چې له امله یې سیمه کې د سولې څرک ولګېږي.

چارواکي څه وايي؟

یوې اړونده سیمه ییزې ادارې ویاند احسان خان دوړ بي بي سي ته وویل، د ځینو زیانمن شویو کسانو سیمې له وسله والو پاکې شوې او زیانمنو ته ویل شوي چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

وزیرستان

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ۲۰۱۴ کال کې د سخت دريځو خلاف د پاکستاني پوځ ضرب عضب په نامه عملیاتو پر مهال یو شمېر کسان له خپل کور کلي وتلو ته اړ شوي وو.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې اعلان وروسته يو شمېر کورنۍ بېرته خپلو سيمو ته تللې دي، خو له دې سربېر لا هم نغدي مرستې ترلاسه کوي.

د داوړ په خبره کله چې چارواکي له دې موضوع خبر شو مرستې یې پرې بندې کړې او د مرستو بندیدو له کبله هغو کسانو لاریون باندې لاس پورې کړ چې لا خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

ښاغلی داوړ وايي، له افغانستان هم شاوخوا ۷ زره کورنۍ بېرته ستنې شوې دي او د زیانمنو کسانو پېژندل او ثبتول پیل شوي دي.

شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې پيل شول چې له کبله یې له یو میلیون زيات کسان بې کوره شول.

پاکستان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د راپورونو له مخې دوی د شمالي وزيرستان نژدې سیمو ته لکه، بنو، لکي مروت، کرک، ډېره اسماعيل خان او پېښور ته څېرمه سيمو ته يې پناه وړې وه.

د دغو زیانمن شویو لپاره یو پنډغالی جوړ شوی و، خو ډیری یې په کرایي کورونو یا د خپلو خپلوانو کورونو کې اوسیدل.

د شمالي وزیرستان د بنو سره څېرمه د بکا خیل په پنډغالي کې هم زیات شمېر بې ځایه شویو پناه اخستې ده.

په ۲۰۱۸ کال کې له پوځي عملیاتو نه وروسته چارواکو هغو سیمو ته د زیانمن شویو کسانو ستنول پیل کړل چې له وسله والو پاکې شوې وې او د ستنیدو دا لړۍ لا هم روانه ده.