پېښور کې ۳ اوونیو کې پر ۳ ماشومو نجونو جنسي تېری؛ دوه یې وژل شوې

    • Author, عزيزالله خان
    • دنده, بي بي سي، پېښور
  • د خپرېدو وخت

د خيبرپښتونخوا پېښور ښار کې په تېرو دريو اوونيو کې پر کم عمره نجونو د جنسي تېرې درې پېښې شوې دي. له دې په دوو پېښو کې نجونې تر جنسي تېرې وروسته وژل شوې او يوه ماشومه ژوندۍ موندل شوې ده.

وروستۍ پېښه شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د پېښور په توره وړۍ سيمه کې شوې، بله پېښه رېلوې کالونۍ او درېيمه په ګلبرګ سيمه کې شوې ده. دا ټولې سيمې یو بل سره په پنځه کيلومترۍ واټن کې پرتې دي.

سيمه ييز خلک وايي، د ماشومانو په اړه اندېښمن دي او اجازه نه ورکوي چې يوازې بهر ووځي. دوی وايي داسې ښکاري ماشومان يې په کورونو کې د زندان په څېر ژوند کوي.

تراوسه پوليس نه دي توانېدلي چې په دې پېښو کې ښکېل کس يا کسان ونيسي. پولیس وايي دا کېدی شي د "رواني ناروغ" کار وي.

د پوليسو سرچينې بي بي سي ته ويلي، تر اوسه دوی ته يوازې د يوې نجلۍ طبي رپورټ رسېدلی چې په هغې کې د جنسي تېري خبره ثابته شوې او د دوو نورو پېښو رپورټ يې لا نه دی ترلاسه کړی.

"دلته د پوښتنې لپاره هېڅوک نه دي راغلي"

د جولای پر ۱۷ مه نېټه د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار د ګڼې ګوڼې يوه سيمه کې اووه کلنه ماشومه حبا له جنسي تېري وروسته زندۍ او وژل شوې وه او مړی يې له جومات سره نژدې موندل شوی و.

د پېښور ۵۵ کلن نسيم شاه د خپلې لمسۍ سره د وروستۍ ليدنې په اړه وايي، "زه کور ته روان وم، هغې ويل بابا ډوډۍ وخوره او بيا ولاړ شه، ما لس روپۍ او يو چاکلټ ورکړ. هغه په ډېره خوښۍ کور ته ولاړه خو نه وم خبر چې په لاره کې به ليوه ناست وي."

له بي بي سي سره خبرو کې نسيم شاه وويل، "له چراټ سيمې پېښور ته کډه شوی او له ۳۵ کلونو راهيسې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوي".

دی وايي، "زه يکشنبه کار ته نه ځم خو په دې ورځ کار ته ولاړم، غوښتل مې ژر بېرته راستون شم. "

دی وايي، "کوم ځای چې کار کوم هلته مې د زوی کور نژدې دی، زما لمسۍ هم زما د کار ځای ته راغله، ما ته يې ويل، مه ځه، خواړه درته راوړم. لس روپۍ يې وغوښتې، ما چاکلټ ورکړ او هغه په خوشالۍ ولاړه، خو وروسته معلومه شوه چې کور ته نه ده رسېدلې. زه څه پوهېدم چې په لاره کې به لېوه پټ وي، موږ ورپسې وګرځېدو، وروسته معلومه شوه چې جسد يې د جومات تر څنګ په يوه پرانیستی ځای کې پروت دی."

"ظالم زندۍ کړې وه، يوه معصومه نجلۍ يې په دار ځړولې، زما پر لمسۍ به څه تېرېدل. "

د نسيم شاه شونډې لړزېدلې، سر يې ټيټ کړ، خپل مخ يې په کمبله کې پټ کړ او د سلګيو غږ يې راته

نيسم شاه ګيله کوي چې ولې د پنجاب د قصور پېښې په څېر خلکو غبرګون نه دی ښودلی.

ياده دې وي چې په ۲۰۱۹ کال کې په قصور کې د زينب په نامه د يوې ماشومې د تښتولو او وژنې د پېښې په ضد د خلکو سخت غبرګونونه راپارېدلي وو.

دی وايي، "دلته څوک د پوښتنې لپاره هم نه راځي، د حکومت هېڅ پته نه نشته،دومره ظلم پر موږ وشو خو څوک له موږ سره ونه درېدل. "

نسيم شاه وايي، "جنازې لپاره يې په ډېره سختۍ پيسې راټولې کړې. يو څه پورونه يې واخيستل، د خيرات لپاره پيسې نه وې."

"د نجلۍ نيم بربنډ جسد وموندل شو چې پر سر يې زخمونه وو"

د دې ډول لومړۍ پېښه د جولای پر درېيمه هغه مهال رامخې ته شوه چې يوه لس کلنه ماشومه ماه نور د پېښور د ريل ګاډو کالونۍ کې په نښه شوه.

د پوليسو مرکز کې د لومړني ثبت شوي رپورټ له مخې، د ماه نور پلار ويلي، خپله لس کلنه لور يې دوکان ته د سودا لپاره لېږلې وه. کله چې تر ډېره ناوخته بېرته راستنه نه شوه د هغې لټون پیل شو چې په ترڅ کې يې د ګاونډ په يوه کونج کې د نجلۍ نيم بربنډ جسد وموندل شو چې پر سر يې د ټپونو تازه نښې وې.

د رپورټ له مخې د نجلۍ په غاړه کې ټيکری و چې نجلۍ پرې زندۍ شوې وه.

مېرمنې د کور له کړکۍ لاندې وکتل، نجلۍ پر ځمکه پرته وه

په داسې حال کې چې پوليس د ماه نور د پېښې په پلټلو بوخت وو، يوه اوونۍ وروسته د جولای په لسمه ګلبرګ سيمه کې بله پېښه وشوه.

د ګلبرګ سيمې د پوليس مرکز کې ثبت شوي رپورټ له مخې، د نجلۍ پلار ويلی، په خپل کور کې و چې مېرمنې يې له کړکۍ لاندې وکتل او ماشوم په ځمکه پرته وه.

د رپورټ له مخې، کله چې د نجلۍ پلار سملاسي له کوټې ښکته شو، د هغه پنځه کلنه لور په نيمه لوڅ حالت کې بې هوښه پرته وه.

کله چې ماشومه روغتون ته ولېږدول شوه، ډاکترانو وويل چې پر نجلۍ جنسي تېری شوی دی.

د نجلۍ پلار بي بي سي ته وويل، له يوې وروسته پاتې سيمه پېښور ته د کار لپاره تللی دی. دی وايي يو زوی او يوه لور لري، اوس ډارېږي ماشومان د يوې شېبې لپاره هم له ځانه نشي لېرې کولی.

"رواني ناروغ دا ډول کار کولی شي"

د پېښور توره وړۍ کې چې د نسيم شاه زامن په کې اوسېږي، يوه وړه سيمه ده چې کوچني حکومتي کورونه په جوړ دي.

هغه مهال پوليسو ويلي وو، مجرمان به ډېر ژر ونيسي او د پېښې لپاره يې د پلټنې ډلې جوړې کړې دي.

د پوليسو يوه افسر اعجاز خان وايي، پوليس مجرم ته ډېر نژدې شوي او تر څو چې تصديق نه وي شوی په دې اړه څه نشي ويلي.

پوليسو بي بي سي ته ويلي، تراوسه یې يوازې د ماه نور د پېښې طبي راپور ترلاسه کړی چې په هغې کې د جنسي تېري خبره ثابته شوې خو وايي د نورو دوو پېښو طبي رپورټونه لا نه دی راغلي.

د پوليسو سرچينې وايي په دغو پېښو کې د ښکېلتيا په شک يو شمېر کسان نيول شوي او د هغوی د پېژندګلوی لپاره پلټنې روانې دي.

د يوې ماشومې پلار بي بي سي ته وويل، د دوی په سيمه کې سي سي ټي وي کامرې شته او پوليسو يې ويډيو ترلاسه کړې ده. دی وايي پوليسو دوی ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به يې اصلي عاملين ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د پوليسو افسر اعجاز خان ويلي، درې واړه پېښې "خواشينوونکې" دي او په دې اړه پلټنې روانې دي. کله چې ترې وپوښتل شول چې په دې پېښو کې يو کس لاس لري که بېلابېل کسان، نوموړی وويل "ظاهرا داسې ښکاري چې دا به د يوه رواني ناروغ کار وي. "

دی وايي، "دلته رواني ناروغان شته چې دا ډول کارونه کولی شي، ده وويل، ډېر ژر به هر څه رسنيو ته ښکاره کړي. "

په پېښور کې تېر کال پر ماشومانو د جنسي تېري ۴۴ پېښې ثبت شوې وې. چې په هغو کې ۳۷ هلکان او اووه نجونې وې.

په مردان کې بيا د دې ډول پېښو شمېر ۵۸ ښودل شوی و.

"زموږ کلی تر پېښور ښه و"

نسيم شاه اوس پېښور ته د تللو په پرېکړه پښېمانه دی.

دی وايي،"زموږ کلی بېوزله و، ما فکر کاوه چې دلته به پېښور ښار کې ژوند ښه وي خو زه نه پوهېدم چې زما کلی تر دې ډېر ښه و. "

د نوموړي په وينا، "که په دې ډول سيمو کې داسې کارونه کېږي نو له دې د چراټ غرونه ښه دي، هلته خلک يو بل پېژني، يو بل ته پام کوي، دلته حيا نشته، څنګه يې يوه نجلۍ ووژله."

ده زیاته کړه چې د سيمې اړونده پوځي افسرانو او سياسي مشرانو ورته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.