د علي وزیر وکیل د هغه خوشې کېدو ته هیله من دی، خو اندېښنه هم لري

    • Author, رحمان الله او نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي علي وزیر وکیل وايي، هیله من دی چې په څلورمه او وروستۍ قضیه کې به هم د ښاغلي وزیر ضمانت ومنل شي.

خو قادر خان ګنډاپور اندېښمن دی چې هسې نه د پاکستان پوځ او استخبارات د علي وزیر پر ضد د تېر په څېر کومه بله "پټه قضیه" جوړه کړي چې لا ډېر په بند کې یې وساتي.

ښاغلي ګنډاپور د جمعې پر ورځ له بي بي سي پښتو سره په یوه مرکه کې وویل، د علي وزیر پر ضد د څلورو قضیو له ډلې یوازې وروستۍ هغه پاتې ده او هیله من دی چې په دې کې به هم د علي وزیر ضمانت له منل کېدو سره هغه له بنده خوشی شي.

دی زیاتوي، "په درېیو کیسونو کې ضمانت منل شوی دی خو څلورم لا پاتې دی چې د جولايي پر ۱۹ یې اورېدنه ده. امید دی چې دغه ضمانت به هم وشي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د علي وزیر د خوشې کېدو په اړه پر خپله فېسبوکپاڼه هیله مندي څرګنده کړې.

علي وزیر د ۲۰۲۰ کال د دسمبر پر ۱۶ د سېند ایالت پولیسو په غوښتنه په پېښور کې نیول شوی و. پر ده د پاکستان پوځ پر ضد د "پاروونکو ویناو" په ګډون بېلا بېل تورونه لګېدلي.

تورونه یو ډول، خو قضیې څلور؟

د علي وزیر وکیل قادر خان ګنډاپور کوي او وايي: "ټولې قضیې د دغو تورونو پر بنسټ دي چې هغه د پوځ او ادارو او قومونو خلاف خبرې کړې دي. په څلورو واړو کیسونو کې الزامونه یو ډول دي".

د ښاغلي ګنډاپور په وینا، قضیې ځکه څلور دي چې د کراچۍ په بېلا بېلو تاڼو کې د ده د موکل په خلاف عریضې شوې وې.

دی زیاتوي، "لومړۍ قضیه د کراچۍ په شاه لطیف ټاون تاڼه کې ثبت شوې وه چې ده هلته یوه ناسته درلوده. دوه نور کیسونه پرې په سهراب ګوټ تاڼه کې شوي دي چې هلته یې جلسې کړې وې او څلورم کیس چې پاتې دی، دا په بورډوېسن تاڼه کې دی چې دوی هلته په یوه کوټه کې د سهراب ګوټ جلسې لپاره ناسته درلوده".

قادر خان هیله من دی چې په دې قضیه کې به هم د هغه ضمانت وشي، ځکه چې په خبره یې پر علي وزیر تور لګوونکي د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره هېڅ ثبوت نه لري.

دی زیاتوي، "زه ځکه هیله من یم چې دوی د هغو خبرو پر مهال په یوه بنده کوټه کې وو او هلته یې خبرې کړې دي. دوی سره د خپلې ادعا لپاره نه کوم لیکلي څه شته او نه یې هم کوم غږیز او یا انځوریز څه ثبت کړي دي".

د یادولو ده چې تر یو کلن بند وروسته تېر کال نومبر میاشت کې د پاکستان سترې محکمې د علي وزیر د ضمانت غوښتنه منلې وه.

که څه هم د سېند ایالت لویې څارنوالۍ هغه مهال ویلي وو چې پر علي وزیر "نور" تورونه هم شته او باید په هېڅ قضیه کې یې ضمانت ونه منل شي.

خو یوه وېره شته

خو د علي وزیر د ضمانت منل کېدو او خوشي کېدو ته د هیله مندۍ تر څنګ د هغه وکیل سره وېره ده چې هسې نه "اسټبلېشمنټ" یعنی د پاکستان پوځ او استخبارات هغه ته کومه "پټه قضیه" جوړه کړي.

قادر خان وايي، "کله چې هغه لومړی ځل ونیول شو نو شپږ میاشتې وروسته یې دویمه قضیه ورته جوړه کړه، څلور میاشتې وروسته یې پرې درېیم کیس ښکاره کړ او بیا یې دوه درې میاشتې مخکې بله قضیه ورته جوړه کړه. نو دا پخپله د اسټېبلېشمنټ عقده ښيي".

قادر خان وايي، په کار وه چې په لومړي سر کې پر هغه تور لګوونکو ټولې قضیې په ډاګه کړې وای خو وايي، چې هغوی قصداً نه غوښتل چې داسې وشي.