پښتونخوا کې ترهګرۍ ضد اداره: قصه خوانۍ کې پر جومات د ځانمرګي بريد طرح کوونکی وژل شوی

د خپرېدو وخت

خيبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد څانګې ادعا کړې چې د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې د شيعه ګانو پر يوه جومات د مارچ درېیمې نېټې ځانمرګي بريد طراح يې وژلی دی.

د يادونې وړ ده چې د پېښور په رسالدار کوڅه کې د ځانمرګي برید له کبله ۶۶ تنه وژل شوي وو او ۱۳۰ ډېر نور ټپیان و.

د خيبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادراې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: "نن شنبې (اپرېل ۱۴) سهار د ترهګرۍ ضد څانګې او استخباراتي ادارو رپوټ ترلاسه کړ چې يوه کس سیمې ته ځانمرګی بريدګر راوستی او د مهم بريد لپاره يې تياری نيولی دی."

د خبرپاڼې له مخې د پېښې ځای کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته هم شوی چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال وژل شوي او څلور تنه په تېښته بريالي شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې ادعا کړې چې "وژل شوی کس حسن شاه نومېږي چې د رسالدار جومات کې د ځانمرګي بريد طراح و."

پېښور کې پر ياد جومات د بريد مسووليت اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر غاړه اخيستی و. په دې اړه اسلامي دولت نومې ډلې پر خپله وېبپاڼه يوه اعلاميه او د تورن بريدګر تصوير خپور کړی و.

بل خوا پاکستاني طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي او ويلي وو "مذهبي جګړې د اسلام په ګټه نه دي."

د پېښور د چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو څانګې مشر رب نواز خان اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي و، په بريد کې له پنځو تر اتو کيلوګرامو چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.

دا چاودنه د پاکستان او اسټراليا تر منځ د ټېسټ سېريز د لومړۍ لوبې پر مهال شوې وه. د اسټراليا ټیم له تېرو ۲۴ کلونو د امنيتي اندېښنو له کبله پاکستان ته نه و تللی.