بنو کې د پښتنو قامي جرګې ته غبرګونونه؛ ځینو یې د پرېکړو ''هرکلی'' کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو قامي جرګې ته غبرګون کې یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو د دې جرګې هرکلی او د پرېکړو ملاتړ کړی دی.

د پښتونخوا په بنو کې د پښتنو څلور ورځنۍ قامي جرګه وړمه ورځ 'مارچ ۱۴مه ' د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د جرګې ګډونوالو په افغانستان کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې هلته دې ''د لويي جرګې او ټولټاکنو له لارې د ټولو ولسونو ټاکل شوی استازی حکومت جوړ کړل شي. ''

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یادې جرګې د پرېکړه لیک 'کلک ' ملاتړ اعلان کړي.

ښاغلي کرزي په یوه ټویټر پیغام کې ''دغه ستره جرګه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن ګام '' بللی.

د پخواني افغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح د جرګې پرېکړې ''داسې یو زړور خوځښت بللی، چې پراخ هرکلی یې کېږي. ''

نوموړي په دې هکله خپل ټویټر پیغام کې ویلي:

د یو شمېر دې زړورو مشرانو لیدنې ویاړ لرم، دوی پوهېږي چې ولې جي ایچ کیو (د پاکستاني پوځ مرکز) د طالبانو ملاتړ کوي او پښتانه د اسلام په نامه وروسته پاتې ښيي، دوی زموږ غوندې نظر لري، چې د طالبانو واکمني بې ثباته او ویجاړونکې ده، دوی پوهېږي ځنګه یې پر قومیت تېری شوی. ''

د یادونې ده، چې د دې جرګې د پرېکړو په څلورمه ماده کې غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې دې د طاقت په زور د حکومت نیولو عمل ''غیرقانوني او له افغان ملت سره غداري '' وګڼل شي، تر څو په راتلونکي کې څوک د ټوپک په زور هلته حکومتونه ړنګ نه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هم ''په بریالیتوب سره د سترې قامي جرګې له کبله لر او بر ټولو افغانانو ته '' مبارکي ویلي. ښاغلي اتمر په یوه ټویټر پیغامې کې په دې هکله ویلي، د جرګې پرېکړه لیک د هېواد پالنې او معقولیت پر اصولو ولاړ دی.

بي بي سي نه ده توانېدلې تر اوسه په دې هکله په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون تر لاسه کړي.

د پښتونخوا په بنو کې یاده جرګه چې د پښتون ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب رابلل شوې وه، پکې سیاستوالو، قبایلي مشرانو، لیکوالانو، خبریالانو او فعالانو ګډون درلود.

که څه هم دې جرګې ته مذهبپال سیاستوال مولانا فضل الرحمان او سراج الحق هم بلل شوي وو، خو یوه يې هم په دې جرګه کې ګډون و نه کړ، خو د ګوند ځينې نور غړي يې ورغلي وو.