تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محسن دوړ د "ملي جمهوري غورځنګ" په نامه د نوي سیاسي ګوند د تاسیس اعلان وکړ
- Author, عزیز الله خان
- دنده, پشاور
- د خپرېدو وخت
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان ملي اسمبلۍ غړي محسن دوړ د چهارشنبې پر ورځ پېښور کې د نېشنل دیموکراتیک موومنټ یا (ملي جمهوري غورځنګ) په نامه ځانګړی ګوند تاسیس اعلان کړ.
په هېواد کې د سیکولر، فدرالي جمهوري نظام وده او پرمختګ د دې ګوند هدفونه بلل شوي دي.
د نېشنل دیموکراتیک مومنټ یا قومي جمهوري غورځنګ په نامه دې ګوند کې یو شمېر مشهور سیاستوال شامل دي.
د ګوند په مرامنامه کې د ښځو او ځوانانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره د مبارزې ژمنه شوې ده. محسن دوړ د نوي ګوند تاسیس پر مهال وویل:
''له لومړۍ ورځې مې نیت درلود چې پارلماني سیاست به کوم، پښتون ژغورنې تحریک ته له تلو مخکې هم د یوه سیاسي ګوند غړی وم، دا رښتیا ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ په پارلماني سیاست کې برخه نه اخلي او اوس هم دوی پر خپله خبره ولاړ دي، خو زه هېڅکله د پي ټي ایم غړی نه وم. ''
د نېشنل دیموکراتیک مومنټ یا قومي جمهوري غورځنګ ګوند د تاسیس اعلان په یو لړ مراسمو کې وشو، چې پکې لطیف اپریدي، افراسیاب خټک، بشیر خان مټه، بشرا ګوهر او ځینې نورو سیاستوالو هم ګډون کړی و.
محسن دوړ له مراسمو وروسته خبریالانو ته وویل، ګوند به یې په هېواد کې د رښتیني سیکولر، جمهوري نظام لپاره هڅې کوي چې ټولو خلکو ته د دوی حقونه ورسېږي.
په مراسمو کې ګڼ شمېر هغو ځوانانو ګډون درلود چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې ګډون کوي او په دوی کې د سند، بلوچستان او پنجاب ایالتونو هم ګډونوال راغلي وو.