پېښور کې د طالب جنازه او د طالبانو بېرغ؛ پولیسو پلټنې پیل کړې

طالبانو بيرغ

د عکس سرچینه، Social Media

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم انصاري وايي، د هغې پېښې پلټنې يې پیل کړې، چې په پېښور کې ګڼو کسانو د یو وژل شوي کس جنازه کې د افغان طالبانو بېرغ اوچت کړی او د هغوی په حق کې یې شعارونه ورکړي دي.

ښاغلي انصاري دا خبرې پرون د پېښور په مطبوعاتي کلب کې له رسنوالو سره تر هغه وروسته کړې چې د تېري جمعې په شپه پر ټولنیزو رسنیو ځينې داسې ويډيوګانې خپرې شوې وې، چې په کې ګڼ شمېر کسان د یوه وژل شوي طالب په جنازه کې د ګډون لپاره په ټولیو کې روان وو.

په پېښور کې ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي، دغه وژل شوی طالب د باړې اوسېدونکی و او له تېرو څو کلونو راهیسې د پېښور په رېګي للمې سیمه کې مېشت و.

دا لا هم څرګنده نه ده، چې دغه طالب د افغانستان په کوم ولایت کې وژل شوی،‌ خو ځايي پولیس وايي، د نوموړي مړی يې د تېرې جمعې او شنبې په منځنۍ شپه د تورخم له لارې پېښور ته راوړل شو، چې ګڼو کسانو یې په بورډ بازار کې انتظار کاوه او وروسته له همغه ځایه د قافلې په شکل کې د رېګۍ للمې سیمې ته وړل شوی او هملته خاورو ته سپارل شوی دی.

د پښتونخوا د پولیسو مشر وايي، "تېره شپه یو مړی راوړل شوی و، چې همدلته خاورو ته سپارل شوی و. وروسته بیا د شپې ناوخته موږ ته خبر راغی، چې ځينو خلکو په دې جنازه کې سپين بېرغونه چې کلمه پرې لیکل شوې وه، هلته رپولې دي.‌ ما يې هم ويډيو وکتله".

ښاغلی انصاري زیاتوي، د دې کسانو نومونه يې مالوم کړي او د ده په خبره پر ضد به يې له قانون سره سم ګام اخیستل کېږي.

د طالبانو غبرګون او د صالح نیوکه

امرالله صالح

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، پر خواله رسنیو چې کومې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي هغه په اصل کې څو کاله پخوانۍ دي.

نوموړی وایي، شاوخوا دوه کاله وړاندې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مسوُل پېښور کې د داعش لخوا وژل شوی و او هماغلته یې جنازه وشوه او خاورو ته وسپارل شو.

د ښاغلي مجاهد په وینا، دا تازه ویډیوګانې هم د هماغه کس د جنازې د مراسمو دي او تازه نه دي.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح دې ویډیو ته په اشارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پېښور کې د طالبانو شورا د خپل وژل شوي طالب مړی ترلاسه کوي او په مړینه یې دردېدلي دي.

نوموړي تور لګولی چې اسلام اباد د افغانانو په ټولوژنه کې لاس لري، خو لا هم له دې حقیقته انکار کوي او په لوړه کچه درواغ وایي.

بله خوا د پېښور یو ځايي خبریال وايي، له تېرو څو اونیو راهیسې اکثره وخت د تورخم له لارې همداسې د وژل شویو طالبانو جنازې راځي، چې په خبره يې همداسې د قافلې په شکل کې ورته ګڼ کسان راځي او بیا يې خاورو ته سپاري.

یو شمېر نورو کسانو هم پر ټولنیزو رسنیو د دغې جنازې او د افغان طالبانو په ملاتړ شعارونو د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې دي او دا ګام یې د حکومت له لوري‌ په افغانستان کې لاس وهنه بللې ده.

شیخ رشید: طالبان اوس بدل شوي

شيخ رشيد احمد

د عکس سرچینه، AFP

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دوام لري، هملته د پخوا پرتله جګړې هم زور اخیستی. خو په ورته وخت کې د پاکستاني واکمنو له لوري د طالبانو په ملاتړ بیانونه هم زیات شوي دي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن یکشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان اوس بدل شوي او په خبره یې هغه پخواني طالبان نه دي، چې پرېکړې به يې د ټوپک له لارې کولې.

ښاغلي رشید زیاته کړه، باید له دې نویو او بدل شویو ‌طالبانو سره مذاکرات وشي او په افغانستان کې سوله راشي.

تردې دوې ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي وو، چې د طالبانو په ساده جامو دي څوک نه خطا کېږي،‌ هغوی ډېر ځیرک او هوښيار خلک دي.

پر خواله رسنیو کې د ښاغلي قریشي پر دې خبره سختې نیوکې هم شوې وې او ګڼو کسانو تور لګولی و چې نوموړی ګواکې د طالبانو ویاند په توګه خبرې کوي.