تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باچا خان: د خیانت تورونه، ۳۹ کاله زندان او تبعید
- Author, محمود جان بابر
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
د ۱۹۴۸ کال د همدې جون میاشتې پر ۱۵ نېټه سخته ګرمه ورځ وه. د شمال لویدیځې سرحدي صوبې (اوسنۍ خیبر پښتونخوا) په سویلي سیمو کې د غنمو او نخودو لوونه پای ته رسېدلي وو او د سیمې کروندګرو د خدايي خدمتګار تحریک مشر خان عبدالغفار خان (باچا خان) لار څارله، چې دغې سیمې ته پر لار و.
باچا خان به له معمول سره سم هر کال دې سیمې ته ورته او د سیمې له خدايي خدمتګارو سره به یې لیدنې درلودې او خپل سیاسي پیغام به یې د سیمې خلکو ته رساوه، خو پر هغه ورځ د سیمې سیاسي فعالان هغه مهال ناهیلي پاتې شول، چې باچا خان د کوهاټ په احمدي بانډه سیمه کې له ملګرو سره ونیول شو او خبر یې تر دوی ورسېد.
سیاسي فعالانو ته دا خبر هم ورسېد چې باچا خان د نیک چلن سند نه وړاندې کولو له کبله پر درې کلن زندان محکوم شوی او له خپله ایالته تبعید او پنجاب صوبه کې یوه زندان ته استول شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند عمومي منشي میا افتخار حسین وايي، چارواکو باچا خان نیولی و، خو نه یې کوم جرم ثابت شو او نه یې کوم ثبوت درلود.
د ښاغلي حسین په وینا د هغه وخت قوانینو له مخې محکمې یوازې د دولتي بیان له مخکې چا ته سزا نه شوه ورکولای، ځکه د باچا خان په قضیه کې د قبایلي سیمو هغه مهال قانون (ایف سي ار) له مخې د نیول کېدو پر دویمه ورځ له لنډې محاکمې وروسته باچا خان ته د درکلن زندان سزا وارول شوه.
د میا افتخار په وینا څو ورځې وروسته د درې کلن زندان سزا پنځو کلونو ته وغځول شوه. نوموړی وايي:
''په دې هکله ما خپله له ولي خان اورېدلي چې د بند موده پنځه کاله، پنځه میاشتې او پنځه ورځې ټاکل شوې وه او د سزا له بشپړېدو وروسته هم د یو څه نور وخت لپاره باچا خان د راولپنډۍ په یوه مېلمستون کې نظر بند ساتل شوی و. ''
میا افتخار په وینا دا داسې پېښه وه، چې لومړی یو کس ونیول شو او وروسته ورته یو جرم تخلیق شو، د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو داسې ډېرې پېښې شته چې باچا خان وزغملې، خو د یوې شېبې لپاره یې هم د عدم تشدد خپله لاره نه پرېښوده او نه یې خپلو پلویانو ته داسې کومه اجازه ورکړه.
پر خدايي خدمتګار تحریک بندیز
دا موضوع د جون میاشتې پر ۱۵ نېټه د باچا خان له نیول کېدو سره پای ته و نه رسېده، بلکې ولي خان په خپل کتاب (خدايي خدمتګار تحریک) کې کاږي چې له دې پېښې یوه میاشت وروسته د جولای پر ۱۵ مه حکومت په یوه امر کې خدايي خدمتګار تحریک غیر قانوني وباله او د (پختون) په نامه مجله یې هم وتړله.
نوموړی لیکي چې د خدايي خدمتګار تحریک مشران او هغه خلک چې په سیاسي ډګر کې یې د حکومت مخالفت کاوه د (پاکستان، اسلام او ملت خاینان) وبلل شول او دې اقدام ته د قانوني ملاتړ لپاره په امر کې ویل شوي و، چې د داسې جرمونو کې نیول شوي کسان په محاکمو کې هم د ځان دفاع حق نه لري او حکومت حق لري چې ټول جایدادونه یې ضبط کړي
د بابړې پېښه
د باچا خان او خدايي خدمتګارو نیول کېدو سخت غبرګون درلود.
د باچا خان ورور ډاکتر خان صاحب په بابړه سیمه کې د یوې احتجاجي غونډې اعلان وکړ، خو حکومت دی هم ونیو.
بل لور ته د ډاکتر خان صاحب له نیول کېدو سره سره د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲ نېټه د بابړه زرګونه خلک د احتجاج لپاره یو ځای شول.
د هغه مهال حکومتي څرګندونو له مخې امنیتي ځواکونو د احتجاجیانو شړلو لپاره ډزې وکړې چې پایله کې یې نژدې پنځه ویشت کسان ووژل شول، خو خدايي خدمتګارو د وژل شویو کسانو شمېر نژدې شپږ سوه تنه باله.
له دې خونړۍ پېښې وروسته اعلی وزیر خان عبدالقیوم خان د پېښور په یادګار چوک کې وویل:
''بابړه کې مې خدايي خدمتګارو ته داسې سبق ورکړ، چې ټول عمر به یې یاد ساتي. په بابړه کې مې ۱۴۴ ماده پلې کړې وه، کله چې خلکو له هغه ځایه له تلو انکار وکړ، ډزې پرې وشوې، دوی بختور وو چې پولیسو سره مرمۍ ختمې شوې، که نه یو کس به هم له هغه ځایه ژوندی نه وای وتلی. دا د انګریز نه، بلکې د مسلم لیګ حکومت دی او د دې حکومت نوم قیوم خان دی، خدايي خدمتګار د هېواد خاینان دي، زه به یې نوم او نښان ورک کړم. ''
د خدايي خدمتګار عبدالغفار ځانوژنه
له دې هر څه سره سره باچا خان د عدم تشدد لاره نه پرېښوده. ولي خان په خپل کتاب کې وايي، خدايي خدمتګار له دوو لویو ننګونو سره مخامخ وو، دوی پښتانه وو، غچ اخیستنه یې په وینه کې شامله وه او د هغه وخت په صوبه سرحد کې د وسلې موندل لویه ستونزه نه وه.
د نوموړي په وینا د تشدد لارې خپلولو سره د دوی ستونزه دا وه، چې د خپل رهبر له تګلارې اوښتل او بل لور ته د خپل سپکاوي زغمل هم ورته ستونځمن و.
داسې کسانو کې د کوهاټ د کرک سیمې عبدالغفار نوم اخیستل کېږي.
د ده په هکله لیکل شوي چې کالي ترې ایستل شوي او په بازار کې په دې موخه لغړ ګرځول شوی و، چې بیا د خدايي خدمتګارو نوم په خوله وانخلي.
د ولي خان په خبره کله چې باچا خان له زندانه خوشی شو، د عبدالغفار لیک یې منتظر و، چې له ځان وژنې مخکې یې ورته استولی و. عبدالغفار باچا خان ته لیکلي و:
''له تاسو سره مې ژمنه کړې وه، چې د عدم تشدد تګلاره به نه پرېږدم، دې موده کې په دورو ووهل شوم، جایداد مې ضبط شو، خو د قیوم خان د ګوند کسان له پولیسو سره یو ځای زموږ کورونو ته راځي او سپکوي مو. زما هم زړه غواړي چې د قیوم خان په ګډون ټول ووژنم، خو ستا فسلفه مې مخه نیسي، ځکه له الله تعالی نه د ځان وژنې حرام والي او له تاسو نه د زغم ختموالي له کبله ډېره بخښنه غواړم، ځکه اوس دا هر څه نور نه شم زغملای. ''
د دې لیک له لیکلو وروسته خدايي خدمتګار عبدالغفار ځان ځان په مرمۍ وژلی و.
دخیانت تورونه، ۳۹ کاله زندان او تبعید
بې ځایه به نه وي که ووایو چې د باچا خان نوم به د هغو کسانو په لومړي سر کې راځي چې د هند لویې وچې له وېش وروسته تر ټولو د خیانت ډېر تورونه پرې پورې شول، له کور کلي تبعید شو او اوږده موده یې زندانونه وګالل.
د تاریخ چارسده په ګډون د یو شمېر کتابونو لیکوال ډاکتر سهیل خان د باچا خان زنداني کېدو په هکله خپله مقاله کې لیکي چې د هند انګریز حکومت لومړی ځل باچا خان د ۱۹۱۹ کال اپریل کې له (ریوولټ ایکټ) نه د سر غړونې او احتجاج په تور ونیو او په همدې ۱۹۱۹ کال دسمبر کې دویم ځل هغه مهال ونیول شو چې د دویم واده لپاره یې چمتوالی کاوه.
نوموړی کاږي دریم ځل باچا خان د اتمانزو په ازاد ښوونځي کې د ماشومانو لپاره د فوټبال لوبغالي چمتو کولو پر مهال ونیول شو او څلورم ځل د ۱۹۳۰ کال اپریل کې د پېښور ته پر لاره نحقي سیمه کې ونیول شو، پنځم ځل د ۱۹۳۱ کال په دسمبر کې ونیول شو، شپږم ځل هغه مهال ونیول شو چې کانګریس کمېټې د (هندوستان پرېږدئ) تحریک پیل کړ.
د ډاکتر سهیل څېړنه ښيي چې د باچا خان د زندان ټولټال موده ۱۴ کاله، شپږ میاشتې او نهو ورځو ته رسېږي، چې د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې یې تېره کړه او د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته هم دا لړۍ روانه وه، چې ۱۲ ځله نیول شوی او د ټولټال زندان سزا موده یې ۳۹ کالو ته رسېږي.
د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته باچا خان لومړی ځل د ۱۹۴۸ کال د جون پر ۱۵ مه ونیول شو. ښايی همدا لامل وي چې نېلسن منډېلا ویلي و، د حریت درس یې له باچاخانه زده کړی.
د عدم تشدد فلسفه
ډاکتر سهیل خان وايي، دا خبره سمه نه ده چې باچا خان د عدم تشدد فلسفه له ګاندي اخیستې، ځکه کله چې باچا خان په ۱۹۱۹ کال کې دا فلسفه وړاندې کوله، ګاندي په سویلي افریقا کې و.
ولي خان په خپل کتاب کې کاږي چې ګاندي په ۱۹۳۸ کال کې بابړه سیمه کې د شپیته - اویا زره خلکو یوې غونډې ته وویل، چې هند کې د عدم تشدد فلسفه پر مخ بیول ستونځمن کار نه دی، ځکه هلته خلک بې له هغې هم له تاوتریخوالي ډارېږي، خو په وینا یې دی د دې معجزې لیدو لپاره چارسدې ته راغلی چې وویني باچا خان خپل قوم یانې پښتانه څنګه د عدم تشدد فلسفې منلو ته چمتو کړي، چې وسله هم لري، احساساتي هم دي او مخنیوی یې هم اسان کار نه دی.
په ۱۹۸۸ کال کې له وفات وروسته باچاخان له خپل وصیت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو، داسې مهال چې جلال اباد کې جګړه روانه وه، ښکېلو اړخونو رسماً اوربند اعلان کړ، چې د جنازې او تدفین چارې ترسره شي.
یادونه: د ۱۹۴۸ کال د جون ۱۵مې ورځې پېښو د کلیزې په مناسبت دا مطلب بیا ځلي خپرېږي.