عدم تشدد؛ د تلپاتې بدلون کره کړنلاره

    • Author, مشتاق رحيم
    • دنده, څېړونکى
  • د خپرېدو وخت

یادونه: دا چې نن (اکتوبر دویمه) د عدم تشدد ورځ هم ده، دا لیکنه مخکې هم خپره شوې ده او اوس یې تکرار خپرېږي

ګاندي وايي چې عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو غوره ځواک دی چې انسانان یې په خپل واک کې لري. د هغه په اند دا د نړۍ تر ټولو پیاوړې ویجاړوونکې وسلې په پرتله ځواکمنه کړنلاره ده چې نوښتګرو یا مبتکرو انسانانو وړاندې کړې ده.

د همدې اند د خاوند- د هند مهاتما ګاندي- په یاد ملګرو ملتونو د هغه د زوکړې ورځ چې د اکتوبر دویمه نیټه ده په نړۍ کې د نه تاوتریخوالي ورځې په توګه ځانګړې کړې ده.

د دې ورځې د لمانځلو موخه په نړۍ کې د بدلون لپاره د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو یا ترویج هڅه ده چې پکې انساني ټولنه له ځاني زیان او ویجاړۍ پرته موخو ته د رسیدو تکل وکړي.

دا چې نړۍ د شلمې پیړۍ په اوږدو کې او د یوویشتمې پیړۍ د پیل په دوو لسیزو کې بد ترینه بربادي لیدلې، د دې فلسفې د خپراوي اړتیا له هر وخت ډیره ده.

د نه تاوتریخوالي فلسفه د سیاسي او ټولنیز بدلون په لړ کې د ویجاړوونکو وسلو کارول ردوي.

د عدم تشدد د فلسفې نامتو لیکوال پروفیسر جین شارپ په اند، د عدم تشدد تخنیک هغه خلک کاروي چې د حالاتو په اړه سر ټیتولو ته چمتو نه دي او په مبارزه باور لري خو د روان وضعیت په اړه له تاوتریخوالي پرته اختلاف او شخړه کوي.

هغه زیاتوي چې نه تاوتریخوالی له اختلاف، شخړې او مبارزې تیښته نه ده. دا له ستونزو سره د مبارزې یوه اغیزناکه کړنلاره ده چې د ټولنیز ځواک منسجمولو کې ځانګړې مرسته کولی شي او هغه خلک د بدلون په ځواک بدلولی شي چې د بدلون په اړه له مبارزې ویره لري .

ټولنې هغه مهال مبارزې ته اړ کیږي چې سیاسي وضعیت یا د هېواد سیاسي رژیم بدلولو اړتیا احساس کړي، د هیواد نافذ قوانین ورته د منلو نه وي، ټولنه کې حاکم کلتوري وضعیت ورته ناسم ښکاري، په خاوره یې تیره شوی وي او یا داسې نورې پدیدې وي لکه د ټولنې یو ځانګړي قشر سره توپیري چلند کیږي.

د عدم تشدد د مبارزې څیړونکو هر یو اریکه چینووت او ماریا سټیفن په خپل کتاب- ولې د نه تاوتریخوالي مبارزه مثبته پایلې وړاندې کوي- کې د نړۍ تیرې څه دپاسه یوې پیړۍ مبارزو ته کتنه کړې او له تاوتریخوالي ډکو او د عدم تشدد مبارزو یوه پرتلنه یې وړاندې کړې ده.

د دې لیکوالو موندنې ښيي چې له ۱۹۴۰ څخه ۲۰۰۶ز کال پورې، پرته له ۱۹۵۰ز کلونو، نورو ټولو لسیزو کې د عدم تشدد مبارزې د بریا کچه د تاتریخوالي ډکې مبارزې په پرتله لوړه ده.

دې لیکوالو بیا د مبارزې د ډولونو د ناکامۍ پرتله هم کړې او دا جوتوي چې د عدم تشدد د ناکامۍ کچه تر متشددې مبارزې کمه ده.

د مثبت بدلون هڅه او مبارزه د ټولنې د هوساینې او پرمختګ یو تکل دی. خوځند انسانان چې تل د انساني ټولنې د پرمختګ په فکر کې وي، د خپل فکر د ترویج لپاره کار کوي او د یوې ایډیالوژۍ د خپراوي تر ټولو غوره لار د اند شریکو پیدا کول او د هغوی ملاتړ او ملګرتیا جلبول دي ترڅو د هغه وضعیت په ضد چې دوی یې بدلول غواړي پياوړی تحرک پیدا کړي.

مارټن لوتر کنګ جونیر- چې په امریکا کې د تور پوستو د حقونو یو سرسخت مبارز وو- وايي زمونږ د نه تاوتریخوالي مبارزه د دې لامل شوه چې د امریکا سپین پوستي هم له موږ سره ودریږي او خپله ټولنه اړ باسي چې د تور پوستو په حق کې له تیري لاس واخلي.

همدا راز، لایبریا کې لسیزې وسله واله جګړه وشوه خو کومه پایله یې ورنه کړه او دا د جګړې د ښځینه قربانیانو د عدم تشدد مبارزه وه چې د جګړې اړخونه یې سولې ته اړ کړل.

دې کې شک نشته چې وسله واله مبارزه ښايي چټک یا راډیکال بدلون را منځ ته کړي. کیدی شي د زور او ځواک په کارولو ټولنه کې موقتي بدلون راشي او خلک د ویرې او ترهې له کبله هغه څه چې ورباندې تپل کیږي ومني خو د دې ډول بدلون پایښت به تل خطر کې وي.

هر مهال چې د ټولنې وګړي د ویرې او ترهې له احساس خلاصون پیدا کړي، هرومرو د زورواکي اړخ په مقابل کې را پورته کیږي چې دا د یو هیواد ټیکاو جدي خطر سره مخامخولی شي.

بل خوا، په زور تپلی بدلون ټولنیزې عقدې زیږوي چې له کبله یې ټولنه له ویش سره مخ کیږي او دا ډول ټولنې هر مهال د ماتیدو له خطر سره مخامخ وي.

بل خوا د یوې ایډیالوژۍ، د بدلون پلانونه او د وضعیت اصلاح په اړه سیستماتیکه مبارزه چې پکې اساسي چاره د ټولنې د وګړو منځ کې د یو اند خپراوي لپاره هلې ځلې وي د دې لامل کیږي چې د ټولنې وګړي د بدلون نه پس حالت لپاره چمتو شي او روانې هلې ځلې خپلې وګڼي.

دا ډول هڅې د ټولنې ترهیدلو او بې تفاوته وګړو ته هم انګیزه ورکولی شي چې د بدلون د کاروان ملګري شي.

په نه تاوتریخوالي ولاړ خوځښتونه ولسي ملاتړ لري او څومره چې د ولسي خوځښت کچه پراخیږي، همدومره حکومتونه، تیريګر، د ټولنې حاکمه طبقه او ناسمو قوانینو پلي کوونکي اړ کیږي چې د بدلون د خنډ جوړیدو پرځای مثبت بدلون ته مخه کړي.

یوه پوښتنه دا هم ده چې ایا ټولنې هر مهال عدم تشدد ته ژمن پاتې شي؟ زما په اند حتمي نه ده چې په ټولو شرایطو کې همدا یوه کړنلاره وکارول شي.

د جګړې روا یا مشروع تیوري په دې اند ده چې کله داسې پیښیږي چې که جګړه ونه شي نو ښايي ټولنه داسې ناوړه ظلمونه وویني، چې د جګړې زیان کچه ډیره لوړه وي.

د جګړې دا تیوري ډیری وخت هغه مهال د پلي کیدو ده چې باندنی ځواک د یوې ټولنې د لاندې کولو او محکومولو هڅه کوي.

په داسې حالاتو کې چې د جګړې او د نه تاوتریخوالي ترمنځ د ټاکنې بحث مطرح کیږي نو اړینه ده چې وکتل شي د د دواړو ترمنځ د مبارزې او پس له مبارزې حالت کې ځاني، مالي او معنوي زیان کچه څومره ده.

ډیری وخت داسې پیښیږي چې په تشدد ولاړه مبارزه د ټولنې په مقابل کې ترسره کیدونکي ظلم مخ په لنډ مهال کې ډب کوي خو د شخړې پر مهال لوړ ځاني او مالي تاوان پیښوي او په اوږد مهال کې ټولنه د باندنیو ځواکونو تر ولکې لاندې راولي، نورو ته یې اړه او محتاجوي، ټولنه تشدد او جګړې سره روږدې کوي او ټولنیز انسجام او جوړښتونه زیانمنوي چې د دې حالت ښه بیلګه د تیرو څلورو لسیزو افغانستان ده.

بل خوا که متشدده مبارزه ناکام شي نو ښايي ټولنه د مبارزې انګیزه او د بدلون د تکل لیوالتیا له لاسه ورکړي چې ښه بیلګه یې د انګریزانو په مقابل کې د هند د نیمې وچې د خلکو په ۱۸۵۷ز د ازادۍ جګړه ده چې د وسله والې مبارزې ناکامۍ د نیمې پیړۍ لپاره د ازادي ګټلو تکل له منځ یووړ.

د ګاندي په وینا، روا مبارزه روا پایله زیږوي او دا به نامنطقي وي چې د تاوتریخوالي پرمټ سوله ییزه ټولنه را منځ ته کړو.

په همدې دلیل، د سیاسي او ټولنیز بدلون لپاره هغه تګلاره خپلول پکار دي، چې اوږد مهال بدلون ته لار هواره کړي چې ښه بیلګه یې پنځوسمه او شپیتمه زیږدیزه لسیزه کې د تور پوستو امریکایانو د مبارزې پایله کې کابو نیمه پیړۍ وروسته په امریکا کې د یو تورپوستي، بارک اوباما، واک ته رسیدل وو.