د جاني خېلو پرلت ګډونوال: زموږ غوښتنې لا هم نه دي منل شوې

پرلت

د عکس سرچینه، MOHSIN DAWAR TWITTER

د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جاني خېلو پرلت نن څوارلسمه ورځ هم دوام لري او ګډونوال یې غوښتنه کوي چې په یاده سیمه کې دې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړل شي.

دغه پرلت د ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پیل شو. نوموړی څوارلس ورځې وړاندې هلته نامالومه کسانو په ډزو وژلی و او مړی یې لا هم پرلت کې د احتجاج په توګه اېښودل شوی.

ځايي ولس دا پرلت د یو شمېر سیاسي ګوندونو په ملاتړ پیل کړی او له پیل راهیسې پکې یو شمېر سیاستوالو هم ګډون کړی دی.

د تېرې چارشنبې په ورځ د عوامي نشنل ګوند د خیبرپښتونخوا ایالت د مشر ایمل ولي خان په مشرۍ د یاد ګوند یو پلاوي هم په دې پرلت کې ګډون کړی و او له حکومته يې غوښتنه کړې وه چې د پرلت والو غوښتنې دې ژر تر ژره ومنل شي.‌

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين چې څو ورځې وړاندې په کوهاټ کې همدې پرلت ته پر لاره پولیس راګرځولی او نیولی و، د سې شنبې په شپه ناوخته دې پرلت ته ورسېد.

نوموړي هلته خپله وینا کې پاکستاني واکمن په دې تورن کړل چې خلک په دې پرلت کې د ګډون ته نه پرېږدي او لارې يې تړلې دي.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو د جاني خېلو د دې پرلت ذکر کړی، خو خپله جاني خېل بیا وايي، تر اوسه هېڅ یو حکومتي چارواکی پرلت ته د خبرو لپاره نه دی ورغلی.

خو د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت وايي، له دې پرلت والو سره يې خبرې روانې دي او هڅه کوي چې د جرګې له لارې د دوی غوښتنې پوره کړي.

پرلت

د عکس سرچینه، MOHSIN DAWAR TWITTER

د عکس تشریح، پرلت والو د ملک نصیب خان مړی لا هم خاورو ته نه دی سپارلی

درې ورځې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند کامران بنګښ له بي بي سي سره خبرو کې د یادې جرګې ذکر کړی و. خو لا هم دغه جرګه په دې نه ده توانېدلې چې له پرلت والو سره يې مذاکرات بریالي شي.

ښاغلي بنګښ د تېري چارشنبې په ورځ له بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې وه چې ملک نصیب خان بدۍ هم درلودلې او کورنۍ یې د نامالومه کسانو پر ضد پولیسو ته رپوټ لیکلی دی.

د بنو جاني خېل سیمه د شمالي وزیرستان په پوله پرته ده او پکې له مودې راهیسې د نا امنۍ پېښې او هدفي وژنې روانې دي.

تردې وړاندې په همدې سیمه کې د روان کال په مارچ میاشت کې د څلورو ځوانانو له مرموزې وژنې وروسته د هغو له مړو سره پرلت وهل شوی و.

هغه مهال د پښتونخوا د اعلی وزیر محمود خان په مشرۍ پلاوي له پرلت والو سره خبرې کړې وې او د دوی د ټولو غوښتنو د منل کېدو ژمنه یې کړې وه.

خو پرلت وال وايي، د دوی هغه غوښتنې لا هم منل شوې نه دي.