د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي د کورنۍ له دریو غړو سره ووژل شو

د خپرېدو وخت

د پاکستان د پښتونخوا په سوات ضلعه کې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي افتاب اپریدی له خپلې مېرمنې او د کورنۍ نورو دوو غړو سره ووژل شو.

دا پېښه بېګا ماښام اوه بجې له صوابۍ سره پر موټر وې یا لوی سړک شوې ده.

صوابۍ کې پولیسو بي بي سي ته ویلي چې ګاډي کې د قاضي افتاب، د هغه د مېرمنې، یوې ښځې او ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي چې پکې موټروان او ساتونکی دی.

وژل شوي او ټپیان صوابۍ کې باچاخان روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، قاضي افتاب له خپلې کورنۍ سره له اسلام اباد سوات ته روان و.

اسلام اباد کې د هغه زوی او لور اوسېږي او د وکالت چارې پرمخ بیايي.

قاضي اپریدی څوک و؟

قاضي افتاب اپریدی د پښتونخوا سره یوځای شوې قبایلي سیمې خیبر ولسوالۍ د برقمبرخېل اوسېدونکی و.

هغه د روان کال پرورۍ کې د سوات ولسوالۍ د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي وګومارل شو او تر هغه مخکې د کار محکمې مشر و.

د سترې محکمې یو چارواکی او د افتاب اپریدي خپلوان لطیف اپریدی وايي، افتاب پر ۱۹۹۹ کال ولسي قاضي شو او تر هغه مخکې د ولسي قانون استاد و. وروسته یې د قضا برخه کې پرمختګ وکړ.

نوموړی دا هم وايي، اوس مهال افتاب اپریدي کومه حساسه دوسیه نه اوروله او نه یې پرېکړه کوله او له پلټنو وروسته به مالومه شي چې ولې ووژل شو.

د پېښور اړوند یو مخکښ وکیل نور عالم بي بي سي ته وویل، تراوسه پر قاضیانو اته ترهګریز بریدونه شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، پر اپریدي له برید ښکاري چې بریدګر ښه روزل شوي وو.

که څه هم نور عالم وايي، افتاب سیمه کې دوښمني هم درلوده، خو لطیف اپریدی وايي، پښتنو کې دا دود نشته چې یو څوک د کورنۍ له مېرمنو او ماشومانو سره دا ډول ووژل شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د قاضي افتاب وژل غندلي او د پښتونخوا سر وزیر یا اعلی وزیر محمود خان دا پېښه غندلې او د ښکېلو کسانو د سملاسي نیولو حکم یې کړی دی.