تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوات کې دوه زره کاله پخواني انځورونه موندل شوي
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
- د خپرېدو وخت
پاکستان کې د تاریخي سیمو کېندنو پر مهال سکې، لوښي یا نور تاریخي اثار موندل شوي، خو د انځورونو موندنه بې ساري بلل کېږي. اوس د بدايي زمانې له تاریخي اثارو دغه ډول انځورونه موندل شوي چې ماهرین یې نژدې دوه زره کاله لرغوني بولي.
دغه انځورونه د فریسکو انځورګرۍ بېلګې دي چې کره مخینه یې معلومه نه ده، خو ماهرین وايي، ۱۳ مه پېړۍ کې په ایټالیا کې دا نوم ورکړل شوی دی.
بل لور ته دا هم ویل کېږي چې دغه ډول انځورګري ۳۳۰۰ قبل المیلاد وختونو کې هم مروجه وه، خو انځورونه یې نه دي موندل شوي. تازه د خیبر پښتونخوا سوات په عباسي چینه سیمه کې د بدايي زمانې تاریخي اثارو یوه لویه ټولګه موندل شوې چې ماهرین وايي، لرغونتوب یې دوو زرو کلونو ته رسېږي.
په دې اثارو کې پر دېوالونو د فریسکو سبک انځورګرۍ اثار هم شامل دي، چې د پاکستان لرغونو اثارو محکمې یوه چارواکي عبدالصمد خان په وینا د دې ډول انځورونو موندنه یوه لویه بریا ده.
ښاغلی خان وايي، د انځورګرۍ دې بېلګو څېړنه به څرګنده کړي چې په هغه زمانه کې هم دغه ډول انځورګري دود وه.
چارواکي وايي، په نویو موندل شویو اثارو کې مجسمې، مونیسټي یا د پاچاهۍ دورې برخې ځینې نور توکي او داسې سکې موندل شوې چې په لومړۍ عیسوي پېړۍ کې مروجې وې.
په اثارو کې د ماهرینو په وینا د یوې دوه پوړیزۍ ودانۍ موندنه خورا مهمه ده. تر اوسه په سیمه کې څلوېښت سلنه کار شوی او ماهرین هیله من دي چې له نورو سپړنو سره به نور لرغوني توکي هم وموندل شي.
ښاغلي صمد خان وايي، د پاکستان لرغونو اثارو ادارې یوه میاشت مخکې دلته کېندنې پیل کړې.
فریسکو څه ډول انځورګري ده؟
عبدالصمد خان وايي، دغه ډول انځورګرۍ ته د فریسکو بونو، فریسکو سیکو او ټیمپرا تخنیکونو نومونه ورکړل شوي او دې کې د دېوال پر نمجن مخ انځور کښل کېږي، چې رنګ یې په دېوال کې جذب او انځور یې تلپاتې شي.
ځینې ماهرین بیا وايي، د دېوال پلستر دوه مخه چمتو کېږي او له وچېدو وروسته پرې هکاکي کېږي، چې وروسته رنګ او بېلا بېلې بڼې ورکول کېږي.
مهشور هنرمن عجب خان بي بي سي ته وویل، فریسکو د انځورګرۍ خورا پخوانی ډول دی، چې اوس هم په سیمه کې مروج دی او په ځینو ودانیو کې ترې کار اخیستل کېږي. د نوموړي په وینا د دغه هنر په وسیله انځور هکاکي کېږي چې د رنګ له شاملولو وروسته دغسې انځورونه تر ډېره وخته پاتې کېږي.
د ښاغلي خان په خبره په سوات کې تر ځمکه لاندې درې انځورونه موندل شوي، چې شپږ انچه سور او همدومره اوږدوالی لري.
د نوموړي په وینا د انځورونو حالت ډېر خراب نه دی او ساتل کېدای شي. نوموړی زیاتوي دغه انځورونه به د سوات په ځايي موزیم کې داسې ځای کې وساتل شي، چې هوا نه پرې لګېږي.
ماهرین وايي، خیبر پښتونخوا د ګندهارا مدنیت مرکزونه وو او په دغه سیمه کې د مردان تخت بای سیمې تاریخي اثارو په ګډون نژدې دوه زره ځایه ورته اثار موندل شوي دي.