تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتنې جوړې نادود واده؛ په ولور کې د پیسو په ځای کتابونه
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
"نن مې د واده شپه ده او زه وینم چې زما په خونه او په څنګ کې یوه بله خونه دواړه له کتابونو ډکې دي. دا هغه کتابونه دي، چې ما زما له مېړه د ولور په بدل کې غوښتي وو. ځينې کتابونه مو سره پورته کړل، خو ډېری لاهم په ډبیو کې لاندي بند پراته دي، چې تر واده وروسته به يې سره ږدم. "
د پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې وړمه ورځ واده شوې ناوې نایله شمال ساپۍ له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې کله يې د دې مخ ته نکاح نامه کښېښووله او ورته يې وویل، چې په ولور کې څه غواړي؟ نو دې ورته وویل، چې د یو لک کلدارو کتابونه غواړي او نور هیڅ هم نه:
"ماته يې لس پنځلس دقیقې وخت راکړ، چې سوچ وکړه او ووایه، څه غواړې. ما ویل په ولور کې تردې ښه بل څه کېدلی شي. "
نایله شمال ساپۍ د چارسدې د تنګي کلي اوسېدونکې ده او خاوند يې ډاکټر سجاد ژوندون بیا د مردان د بايي خان کلي اوسېدونکی دی.
ډاکټر سجاد په پښتو ادب کې دوکتورا کړې، خو مېرمن يې نایله شمال ساپۍ لاهم دوکتورا کوي.
ښاغلی ژوندون وايي، کله چې يې له مېرمنې په ولور کې د کتابونو غوښتل واورېدل نو ډېر خوشال شو، ځکه چې د ده په خبره له همدې سره د لویو لویو ولورونو رواج مخه ونیول شي.
د دې نوو وادګنو په نکاحلیک کې د حق مهر یا ولور په ځای کې لیکل شوي چې ؛د یو لک پاکستانۍ کلدارو کتابونه به ورکوي؛. ښايي په کوم بل نکاحلیک کې داسې ذکر کله شوی نه وي.
د ډاکټر سجاد ژوندون په خبره، په پښتونخوا کې اکثره وخت په ولور کې له لسو بیا تر شلو لکو کلدارو پورې غوښتنې کېږي او همداسې بیا د ناوې له کورنۍ هم د لکونو لکونو شیانو غوښتنه کېږي.
دوی وايي، یو چا باید د دغو رواجونو د مخنیوي لپاره لومړی ګام پورته کړی وای، خو اوس دوی پورته کړ:
"کله چې هم څوک د پخواني دود پر ضد لومړی ګام اخلي نو ډېری خلک يې پر ضد کېږي، لاکن موږ ته تراوسه څه بد نه دي ویلي او نه يې هم مخامخ راباندې نیوکه کړې ده. نړۍ اوس ډېره پر مخ تللې ده او باید موږ هم لاړ شو. "
نایله شمال ساپۍ وايي، دې له ژوندون سره سره له کتابونو سره هم ؛رشته؛ کړې.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ملګرو یا خپلوانو خو يې په دې ګام ورته بد رد ونه ویل؟ اغلې شمال زیاتوي:
"نن مو د واده ډوډۍ وه او زما له پلرګنۍ سره سره ډېری خپلوان مو راغلي وو، ټول خوشال وو او هیچا هم څه ونه ویل."
د واده په بلنه د ناوې نوم او عکس
د خیبرپښتونخوا په شمول د پاکستان او افغانستان په ډېری سیمو کې د واده د بلنې لیکلو پر وخت اکثره د ناوې نوم نه وي او پر ځای يې د ناوې د پلار نوم لیکل کېږي، چې د پلاني لور واده کېږي.
ډاکټر سجاد ژوندون دلته هم نه یواځې د واده په بلنه له خپل نوم سره سره د مېرمنې نوم لیکلی، بلکې د هغې عکس يې هم ورکړی دی.
د دوی د واده د بلنې په سر کې د دواړو عکسونو لګېدلي دي، چې ان د ناوې عکس لږ لوی هم ښکاري:
"واده د دوو انسانانو تړون دی او په دې تړون کې داسې نه ده، چې ښځه به د سړي پراپرټي وي. "
د یوه ګډونوال خبرې
عمرن اشنا د ډاکټر ژوندون له نژدې ملګرو دی او نوموړي د دوی په واده کې ګډون هم کړی وو.
ښاغلی اشنا وايي، له دې واده سره یو ځل بیا هغه تاثر رد شوی، چې خلک لاهم له کتابونو سره مینه نه لري:
"له دې دا پېغام هم ورکول کېږي، چې له کتابونو سره مینه لاهم شته او دا مینه ختم شوې نه ده. "
په خواله رسنیو د پښتونخوا د دې واده او ولور ستاینه شوې او ډېری د نایله شمال ساپۍ او ډاکټر سجاد ژوندون دغه ګام ستایلی.
ډاکټر ژوندون وايي، کله چې ډېری خلک د چا یو ښه کار ستايي، نو هلته یې مخالفان هم پيدا کېږي، چې نیوکې پرې وکړي. خو د ده په خبره تراوسه هیچا هم د دوی د دغه ګام مخالفت نه دی کړی.