ګوادر ښار او ور څېرمه سیمو ترمنځ د ازغن تار لګولو چاره وځنډول شوه

د خپرېدو وخت

د بلوچستان د ګوادر ښار او ورڅېرمه سیمو ترمنځ د لګول شویو اوسپنیزو میلیو تر لرې کولو وروسته دغه سیمه کې د ازغن تار غځولو چار وخنډول شوه.

د پاکستان پوځ د دې ازغن تار د غځولو پلان تېر کال پیل کړ.

دا اوسپنیزې میلې ۲۵ کیلومتره سیمه کې لګول کېدې، خو د ولس له اعتراض سره مخ شوې او چارواکي اړ شول چې ډیسمبر کې دا چار وځنډوي.

د ګوادر د پراختیايي چارو مشر جنرال شاه زېب کاکړ بي بي سي ته وویل، د دې اوسپنیزو میلو لګول اوس ځنډول شوي او ښايي وروسته هم کار پرې ونه شي.

یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته وویل، ډسمبر کې چې د دې اوسپنیزو میلیو درول وځنډول شول، نو له هغه راهیسې دې دریو میاشتو کې د ازغن تار لګولو پر سر د چارواکو او اړوند ادارو ترمنځ خبرې روانې دي او ور سره د میلو لرې کول هم روان دي.

تېر ډسمبر له ولسي احتجاج او محکمه کې له درخواست وروسته ګوادر کې د دې تار غځولو چار وځنډول شوه.

هغه مهال د بلوچستان اسمبلۍ پورې خبره لاړه او بیا یوه کمېټه جوړه شوه چې سیمې ته لاړه او د خلکو سره یې خبرې وکړې.

تېره میاشت د ګوادر مرستیال کمېشنر کبیر زرکون بي بي سي ته وویل: "دا تار د ماسټر پلان برخه ده، چې پلې کېږي به، خو صوبايي کمېټه جوړه شوې، دلته راغلې، له خلکو سره یې خبره کړې، دوی وړاندیزونه کړي، وروسته به پرېکړه کېږي، چې د خلکو اندېښنې ختم نه شي، نور کار به نه کېږي. "

د ازغن تار غځولو لپاره د میلیو لرې کولو باندې ځايي خلک خوشال دي او بي بي سي سره خبرو کې ځايي خبریالانو ویلي چې ځايي ځلک د دې تار پر غځولو خپه او غوسه وو او اوس خوشال دي.

د ګوادر ښار د پرمختايي چارو مشر جنرال شاه زېب کاکړ وايي، دا پرېکړه تېر ډسمبر هغه ورځ وشوه چې د صوبايي حکومت کمېټه ګوادر ته لاړه.

چارواکو غوښتل چې دې ازغن تار سره ښار خوندي کېږي او اوس غواړي چې امنیتي پوستې زیاتې او دوه زره نور پولیس وګوماري.

شاه زېب کاکړ وايي، د ښار دوو ننوتلارو کې به سکینر ولګوي او مختلفو سیمو کې به امنیتي کمرې ډېرې شي.

ځايي خلک ولې خپه وو؟

یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، نه پوهېده چې دا تار یې د کور مخ ته تېرېږي:

"تار سره ستونزې پیدا کېدې، د څارویو څرول ستونزمنېدل. "

ښار کې هم ځینې کسان وايي، دې تار لګېدو سره ځايي خلک کلابندېدل او د کلیو خلکو سره یې اړیکه پرېکېده، نو دې غریبو خلکو به څنګه کار روزګار کاوه.

"هلته زموږ ورور اوسېږي، خور اوسېږي، یوازې زه دلته یم، نور خپلوان هلته دي، تګ راتګ ستونزمنېده. "