بلوچستان کې نيول شوې څلور بلوڅې مېرمنې بېرته خوشې شوې

د عکس سرچینه، AWARAN PRESS CLUB
د بلوچستان په بلوڅ مېشته اواران سیمه کې لس ورځې وړاندې نیول شوې هغه څلور مېرمنې چارواکو خوشې کړې، چې له وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور نیول شوې وې.
د یاد ایالت د کورنیو چارو وزارت لس ورځې وړاندې ادعا کړې وه، چې څلور مېرمنې يې له وسله والو ډلو سره د تړاو په تور نیولې دي او له هغوی يې وسله هم ترلاسه کړې ده.
خو بلوڅ ملتپال سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستانیو چارواکو پر دغې ادعا سخت غبرګون څرګند کړ او د مېرمنو نیول يې وغندل.
تېره جمعه د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او بلوڅ سیاستوال سردار اختر مېنګل د پاکستان د ملي اسمبلۍ غونډه کې هم د دې مېرمنو پر نیولو وینا کړې وه او د چارواکو دغه ګام يې غندلی و.
ښاغلي مېنګل ویلي وو "د ښځو تښتول او بې حرمتي یواځې د افسوس خبره نه ده، بلکې یو شرمناکه عمل دی". نوموړي د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې پوښتنه وکړه، چې د بلوچستان حکومت واګې د چا په لاس کې دي؟ د ده په خبره دوی ته تر اوسه دا څرګنده نه شوه، چې یاد ایالت ایالتي یا مرکزي حکومتونه چلوي او که "پټ قوتونه" يې چارې پر مخ بیايي.

د عکس سرچینه، AWARAN PRESS CLUB
په کوټه کې د یاد ګوند سیاستوالې شمایله اسماعیل بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د مېرمنو نیول د دوی په ایالت کې د کلتور ضد کار دی، نو په کار ده، چې په راتلونکي کې دغه ډول ګامونه وانه خیستل شي.
"د ښځو نیول د بلوچستان د رسم او کلتور ضد کار دی، دغه ډول باید د چا عزت خراب نه کړل شي. خو بیا هم چې اوس يې هغه خوشې کړې دي او څنګه چې زموږ د ګوند غبرګون وو، نو موږ يې بیا هم مثبت ګام بولو". د اغلې اسماعیل په خبره دوی له ټولو هغو چارواکو، سیاستوالو او فعالانو مننه کوي، چې د دوی د خویندو او میندو په راخوشي کولو يې رول ولوباوه.
په بلوچستان ایالت کې چې له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې ځينو بلوڅو د خپلواکۍ مبارزه پېل کړې، هلته د پاکستان پر استخباراتو تور پورې کېږي، چې د بلوڅو په "زرګونو" کسان يې تری تم کړي، چې په خبره يې مېرمنې هم په کې دي. خو د پاکستان حکومت بیا دا تورونه ناسم او د دوی پر ضد پروپاګند بولي.




















