پښتونخوا کې د کورونا له کبله دیني مدرسې وتړل شوې، پېښور ښار خطرناک بلل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمان الله
- دنده, پېښور
- د خپرېدو وخت
د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت په چټکۍ سره د کورونا وېروس د دویمې څپې د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په دیني مدرسو کې پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ناروغۍ له امله ۶۲ کسان مړه شوي، چې ورسره په ټول هېواد کې د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۹ زرو پورته شوی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له څلور لکو اوښتی دی.
د خېبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور د ایالت د نورو ښارونو پرتله ډېر خطرناک ګڼل کېږي ځکه چې د کورونا د مثبتو پېښو او مړینو شمېر پکې ډېر دی.
د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دیني مدرسو کې د زدکړو بندولو پرېکړه د خلکو د روغتیا لپاره شوې ده.
د کورنیو چارو سکرتر اکرام الله خان له دیني عالمانو نه په دې برخه کې له حکومت سره د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي خبرداری هم ورکړی چې له قانونه سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلن وشي.
سعودي عربستان ته الوتنې هم وځنډېدې

د عکس سرچینه، NurPhoto
تر دې وړاندې د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر شفقت محمود د نومبر پر ۲۶ نېټه په ټول هېواد کې د تعلیمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې وه.
که څه هم نوموړي ویلي وو چې په دې ادارو کې دیني مدرسې هم شاملې دي خو بیا هم د خېبرپښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې په دیني مدرسو کې زدکړو دوام درلود.
په همدې حال کې د سعودي عربستان لخوا پر بهرنیو الوتنو د بندیز له امله پاکستان سعودي عربستان ته ګڼې الوتنې ځنډولې دي.
د پاکستان د ملي هوايي شرکت پي آی اې یوه ویاند ویلي چې د پاکستان له بېلا بېلو ښارونو نه سعودي ته ۲۲ الوتنې ځنډول شوې او د بیا اجازې ترلاسه کولو پورې به ځنډېدلي وي.




















