د پېښور یوه روغتون کې د "اکسېجن کمي" له امله شپږ کسان مړه شول

ZEESHAN ALI KHAKA KHAIL

د عکس سرچینه، ZEESHAN ALI KHAKA KHAIL

د عکس تشریح، د روغتون اداره وايي، له راولپنډۍ د اکسېجن رسول ځنډني شوي دي.
د خپرېدو وخت

د پښتونخوا مرکز پېښور ښار په خیبر ټیچنګ روغتون کې چارواکي مني چې د یکشنبې په ورځ شپږ کسان د اکسېجن د کمي له امله دغه روغتون کې مړه شول.

د پېښور د رېګي اوسېدونکی سمیع الله وايي، دوه کلن زوی یې د ماشومانو څانګه کې بستر و، خو د اکېسجن د نه رسېدو له امله مړ شو.

نوموړی د روغتون پر کسانو د بې پروايي تور لګوي او د دوی پرضد د قانوني ګام پورته کولو غوښتنه کوي.

د خیبر ټیچنګ روغتون ویاند فرهاد خان هم مني چې د اکسېجن د نشتوالي له امله شپږ کسان مړه شوي دي.

"پنځه کسان په کورونا وارډ کې او یو هم د ماشومانو څانګه کې مړ شوی دی. "

د ده په خبره، د حالاتو خرابېدو سره له کورونا وارډ درې ناروغان خپلو ناروغوالو له ځان سره بوولي دي.

نوموړی دا هم وايي، مالومه نه ده چې دا ناروغان کوم ځای ته لېږدول شوي دي.

ZEESHAN ALI KHAKA KHAIL

د عکس سرچینه، ZEESHAN ALI KHAKA KHAIL

د عکس تشریح، د کېنسر ماشوم ناروغ د اکسېجن د کمي له امله مړ شوی دی.

سمیع الله وايي، زوی یې کېنسر و، ډېر ښه شوی و، خو د سا لږ ستونزه یې درلوده، ځکه روغتون کې د دریو ورځو لپاره بستر و.

"د یکشنبې په شپه زما مېرمنې راته ټلیفون وکړ چې ماشوم ټیک نه دی، اکسېجن نشته، زه ورته ګورم او هغه مړ کېږي. "

د نوموړي په خبره، کله چې روغتیاپالو اکسېجن لیکه ور تېره کړه، نو زوی یې څو دقیقو کې مړ شو.

د هنګو اوسېدونکی مرید علي- چې مور یې کورونا او بچ شوې ده- وايي، ټول روغتون کې ناروغوالو د خپلو ناروغانو د بچولو لپاره منډې وهلې او د طبي مرستې ترلاسولو نارې یې وهلې.

دی زیاتوي وروسته یې د کورونا څانګې د روغتیاپالو په سپارښتنه خپل ناروغانو بېړنۍ څانګې ته یووړل خو هلته هم اکېسجن کم و.

دی وايي، د خپلو سترګو په مخ کې یې د کورونا شپږ ناروغان مړه شول.

ZEESHAN ALI KHAKA KHAIL

د عکس سرچینه، ZEESHAN ALI KHAKA KHAIL

د عکس تشریح، صوبايي حکومت له روغتون د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د صوبې د روغتیا وزیر تیمور جګړه د خیبر ټیچینګ روغتون له مشر سره ټلیفون خبرو کې په دې تړاو د سملاسي پلټنې او په ۴۸ ګړیو کې د ګام پورته کولو سپارښتنه کړې ده.

نوموړي خپل بیان کې ویلي، که دوی یې له پلټنو ډاډه نه شي، نو حکومت به خپلواکې پلټنې وکړي:

"د پېښې اړوند ټول حقیقت باید له خلکو سره شریک شي. "

د پښتونخوا سروزیر یا اعلی وزیر محمود خان د دې پېښې مسوولان په "سخته بې پروایي او بې مسوولیتي"تورنوي.

نوموړي روغتیايي چارواکو ته د دې پېښې د پلټنو سپارښتنه کړې ده.

فرهاد خان وايي، دغه روغتون کې لس زره لېتره اکسېجن زېرمه لري.

د هغه په خبره، دا اکسېجن په ټانکر کې له راولپنډۍ راوړل کېږي، خو له هغه ځای يې راوړلو کې ځنډ راغلی دی او ور سره د کورونا ناروغانو او یخنۍ له امله د اکسېجن کارېدنګ زیات شوی دی.